Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 29.05.2021

د پکتیکا د ګیانې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د ګیانې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان 'ببار خان' ووژل شو. د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) رسنیو ته وویل چې قوماندان بیار خان تېره شپه د دې ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د مخالفینو له خوا د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو او له هغه سره دوه نور کسان هم ټپیان شول. نوموړی وایي، د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی. د ارین په وینا بیار خان له دې وړاندې د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې د قوماندان په حیث دندې ترسره کړې، خو اوس مهال په سروضه ولسوالۍ کې د ساتنمن په حیث په دنده بوخت و. Читать дальше...

په کابل کې ۱۵۰ معتادین روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي

Pa.azadiradio.com 

له کابل ښار څخه تر سلو ډېر معتادين راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.   د ابن سينا زربستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل،د عامې روغتيا وزارت د پولیسو په همکارۍ د کابل ښار له اوومې، يوولسمې او اوولسمې ناحيې څخه ۱۵۰ بې سرپناه معتادین راټول او د درملنې لپاره په ابن سينا زربستريز روغتون کې بستري کړل.

بامیانو کې هغه فیسټیوال ترسره شو چې شیعه عالمانو 'حرام' بللی وو

Pa.azadiradio.com 

سلګونو کسانو د جمعې په ورځ بامیانو کې د ګرځندوی فصل د پیل په فیسټیوال کې چې په کې موسیقي او نندارتونونه شامل وو ګډون وکړ. دې ولایت کې د شیعه دیني عالمانو شورا د دې فیسټیوال مخالفت وکړ او دا یې "قطعي حرام" وباله. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ:



محب: طالبان د خبرو مېز کې د ګډون اجازه نه‌لري، خپل د بادارانو لارښوونې عملي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغان جمهور رییس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وايي، د طالبانو رهبران د دې صلاحیت نه لري چې د خبرو میز ته حاضر شي. حمد الله محب د شنبې (د غبرګولي ۸مه) په ورځ په کابل کې د امنیتي او دفاعي بنسټونو له چارواکو سره په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل، طالبانو د خپلو بادارانو په لارښونه عمل کوي. دی وايي: "څوک چې د جګړې پلوي دي او فکر کوي چې د جګړې له لارې به بریالي شي، هغوی طالبان دي، دوی (طالبان) تر اوسه هم د سولې میز ته حاضر شوي نه دي، ځکه دوی په دې باور دي چې مذاکره د حل لاره نه ده، دوی یوازې جګړه... Читать дальше...

چارواکي: ننګرهار او پروان کې ماین چاودنو ۶ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پروان چارواکي وايي، د کابل پروان پر لویه لار پر یوه موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.  یوې امنیتي سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، په موټر کې د پروان د البیروني پوهنتون استادان او کار کوونکي ناست وو.   د پروان په امنیه قوماندانۍ کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چاودنه نن مازیګر څلور بجې د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې شوې ده.  که څه هم دی د ټپیانو شمېر ۱۲ ښيي، خو د پروان د ۱۰۰ بستري ملکي روغتون رئیس محمد قاسم سنګین دغه شمېر ۱۳ یادوي. Читать дальше...

سپینې ماڼۍ د امریکا او روسیې ترمنځ وروستۍ ولاړ شوی کړکېچ کم اهمیته وباله

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د راتلونکې میاشتې د سرمشریزې په درشل کې د وروستۍ انټرنټي حملې له کبله ولاړ شوی کړکېچ کم اهمیته وباله.  سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا حکومتي ادارو تازه سایبري یا انټرنټي حمله شنډه کړې ده. شک کېږي چې دغه سایبري حمله ښايي د روسي استخباراتو عاملانو کړې وي.  مایکروسافټ شرکت د پنجشنبې په ورځ وویل چې په روسیه کې دېره د نوبیلیام په نوم د هککرانو یوې ډلې د امریکا د پرمختیایي ادارې 'USAID' له یوه ایمیله په استفاده، د امریکا پر دولتي دارو، مطالعاتي مرکزونو او بنسټونو سایبري حمله وکړه. Читать дальше...

د 'ای.پي.اېل' د پاتې ۳۱ لوبو په اړه پرېکړه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ غوره لیګ یا 'ای.پي.اېل' د پاتې ۳۱ لوبو په اړه پرېکړه کېږي. د راپورونو له مخې د هند کرکټ بورډ نن شنبه(د غبرګولي ۸مه) د يوې پټې ناستې په ترڅ کې د 'ای.پي.اېل' لیګ او د شل اووریزه نړیوال جام د رسمي کوربتوب او نېټې په اړه پرېکړه کوي. خو د 'سپورټ ټو ډې' ورځپاڼې د راپور له مخې د هند په کرکټ بورډ کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې د 'ای.پي.اېل' سیالیو کوربتوب د سېپټمبر میاشتې له ۱۹مې نېټې بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې متحده عربي اماراتو ته ورکړل شوی چې په دې تړاو رسمي پرېکړه هم د راتلونکي شنبې په ورځ کېږي. Читать дальше...

بدخشان کې د غيږ نیونې درې کلبونه پرانېستل شول

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت کې د غړو ښکلا، فېټنس، سمبو کورش او ازادې وړیا غيږ نیونې کلبونه پرانېستل شول. د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه کلبونه د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د ملي سوداګر قدرت الله حکیمي په مالي مرسته جوړ شوي چې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی. د ښاغلي قاري زاده په وینا دا کلبونه چې تېره ورځ پرانېستل شوه، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د استفادې په راګرځولو کې ډېر ګټور تمامېدلای شي.



افغانستان د پښتونخوا ځوانانو ته د لوړو زده کړو بورسونه زیات کړل

Mashaalradio.com 

د افغانستان حکومت د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعو دولسم پاس زده کوونکو ته په خپلو تعلیمي ادارو کې د زده کړو لپاره بورسونه زیات کړي دي. د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د قبایلي زده کوونکو ګمارل شوي استازي زیارمل حمیدي د مې پر ۲۹مه مشال ریډيو ته وویل، د افغان حکومت لخوا اعلان شوی دا پروګرام د خیبرپښتونخوا قبایلي ضلعو هغو زده کوونکو ته د تعلیم جاري ساتلو یوه موقع په لاس ورکوي چې د مالي مشکلاتو له امله سبق ته دوام نه شي ورکولای. هغه وايي: "دا د افغانستان د حکومت لخوا هغه وظیفې دي چې د تعلیم له پلوه وروسته پاتې قبایلي سیمو لپاره دي.

محب پاکستان ته: موږ سره د اړېکو پرېکولو پر ځای ترهګرو سره اړېکې پرې کړئ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني چارواکو له تُندو نیوکو وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له پاکستانه یو ځلي بیا وغوښتل چې د ترهګرو له ملاتړ او افغانستان کې له وینې تویولو لاس واخلي. ښاغلي محب د شنبې په ورځ د امنیتي سکټور په کنفرانس کې وویل، پاکستان له افغانستان سره نېکې اړېکې نه پالي او غوښتنه یې دا ده چې پاکستان باید افغانستان سره د اړېکو پرې کولو پرځای له ترهګرو ډلو سره اړېکې پرې کړي. محب زیاته کړه: "لومړی خو له پاکستان سره د اړیکو پرېکول او نه کول کوم اغېز نه لري، زموږ اړېکې له پاکستان سره اوس... Читать дальше...

هلمند کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، په هلمند ولایت کې يې د ۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل کړی دی. د دې فدراسيون وياند عزيز مشعوف نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډيو ته وويل، دا لیګ د هلکانو د لېسې، قانون، اریانا، شاهي، چانجیر، کریم اتل او شهید انجینر عبدالمتین لوبډلو ترمنځ پيل شوی او د لیګ په ډول به دوه میاشتې یو له بل سره سیالۍ کوي. د ښاغلي مشعوف په خبره، د دغه لیګ اتله لوبډله به د افغانستان اتلانو لیګ ته د لار موندنې لپاره د جنوب لوېدیځ زون سیالیو کې د هلمند په استازیتوب ګډون وکړي.

د غزې کورنۍ د جګړې له غميزې نه دي راوتلي

Mashaalradio.com 

په غزه کې فلسطينيان د ۱۱ ورځو تر جګړو وروسته د کورنيو غړيو له لاسه ورکولو غميزې سره مخامخ دي. په غزه کې د حماس او اسراييلي ځواکونو ترمنځ د ۱۱ ورځو تر نښتو وروسته د مې پر ۲۱مه اوربند عملي شو. د غزه د ګڼو اوسېدونکو استوګنځايونه ويجاړ شوي دي. ويډيو: رويټرز خبري اژانس

لغمان کې تازه جګړې؛ خلک: رسېدلي فصلونه مو کروندو کې ولاړ، مېنې مو پرېښودې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې له تېرې اوونۍ راهیسې د لغمان ولایت په ګڼو سیمو او ولسوالیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ وسله والې نښتې روانې دي، ځایي اوسېدونکي په کې د خپل سر او مال د نه خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.  د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ قومي مشر ملک شېراغا وایي، د علیشنګ په ګډون له ګڼو سیمو ډېری خلک په داسې حال کې د تېښتې په حال کې دي چې رسېدلي فصلونه یې په کروندو کې ولاړ دي.  د ملک شېراغا په خبره، خلک له دې وېرې چې جګړې له یوې ورځې بلې ته د تودېدو په حال او د کلیو په منځ کې ده، له خپلو مېنو وتلي او نسبتاً ارامو سیمو ته کډه شوي دي. Читать дальше...

بلاروس هغه مېرمن نیولې چې یوه سیاسي فعال سره یې ملګرتیا وه

Pa.azadiradio.com 

یوه ښځه چې یوازې یو بلاروسي سیاسي فعال سره د ملګرتیا له امله ونیول شوه. سوفیا سپیګا هغه نجلۍ ده چې د بلاروس پر دولت د منتقد سیاسي فعال سره د سفر پر مهال نیول شوې وه. دا د هغې الوتکې مسافره وه چې له یونان څخه یې لیتوانیا ته الوتنه کوله خو د بلاروسي چارواکو له خوا د منسک په هوایي ډګر کې ناستې ته اړه شوه. بلاروسي چارواکو اوس د سوفیا سپیګا ویډیوګانې خپرې کړي چې د ډیریو په باور په هغې د فشار په نتیجه کې اخېستل شوي دي. د سوفیا پلار وايي، لور یې د پوهنتون محصله ده او په سیاست کې ښکېله نه ده. Читать дальше...

محب د طالبانو وسله واله جګړه د پاکستان 'نااعلان شوې" جګړه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت سلاکار، په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو روانه وسلواله جګړه، د پاکستان «نااعلان شوې» جګړه وبلله.  حمد الله محب دا خبره نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) په کابل کې، د امنیتي چارواکو په ګډ خبري کنفرانس کې وکړه: "دا له پاکستان سره یو نااعلان شوی جنګ دی. په افغانستان په دوامداره توګه د دوی مداخله پټه نه ده. ټولې دنیا ته څرګنده ده. موږ غواړو دا مساله له دوی سره د امنیتي همکاریو له لارې حل شي."  ښاغلي محب مخکې هم وسله وال طالبان د پاکستان په همکارۍ په افغانستان کې د جګړې په پرمخ بېولو تورن کړي وو، خو طالبانو او پاکستان دواړو دا تور رد کړی دی.

جنرال سکاټ مېلر: افغان امنیتي ځواکونه په غوره موقف کې دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، افغان امنیتي ځواکونه په غوره موقف کې دي.  جنرال سکاټ مېلر نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) د کابل عامې روغتیا څلورلاري ته څېرمه له نیو کابل کمپ څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او افغان لوري ته د دغه کمپ د سپارلو په مراسمو کې وویل: "دا چې د ناټو، ائتلاف او قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه له افغانستانه په منظم او خوندي ډول په وتلو دي، په عین حال کې څرګندوي چې زموږ د افغان امنیتي ځواکونو شریکان، په زیاتو مواردو کې زموږ وروڼه او خویندې  تر ټولو غوره ممکنه... Читать дальше...

کابل کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت یوه لویه اډه دفاع وزارت ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي ځواکونو ته د بهرنیو خواکونو د اډو سپارل روان دي.دفاع وزارت ویلي، د بهرنیو ځواکونو یوه اډه چې په نوي کابل کې وه، د جمعې په ورځ افغان ځواکونو ته وسپارل شوه. د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت په دغه مهمه اډه کې زرګونه بهرني ځواکونه مېشت وو. ښاغلي احمدزي وویل، افغان ځواکونو ته د دغې اډې سپارل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروګرام یوه برخه ده. د ده په خبره د بهرنیو ځواکونو اډې یو بل پسې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږي. Читать дальше...

محمد داوود لغماني د غزني د والي په توګه معرفي شو

Pa.azadiradio.com 

محمد داوود لغماني، نن د غزني د والي په توګه خپله دنده رسماً پیل کړه.  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی لغماني رسماً د غزني د والي په توګه معرفي شو.  محمد داوود لغمانی چې دوې اوونۍ مخکې د فاریاب د والي په  یوه پوځي لوا کې رسماً معرفي شوی و، د ځینو کسانو د مخالفت له کبله یې خپله دنده پیل نه کړای شوه.  په فاریاب کې اعتراض کوونکو چې ډېری یې د جنبش ګوند غړي وو، غوښتنه درلوده چې والي دې د دوی په خوښه معرفي شي.

په ټکر ولې جنګ دی؟ ولې ګولۍ ورېږي؟

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې د ټکر پېښه د ۱۹۳۰م کال د مې په ۲۸مه هغه وخت شوې وه چې کله د مردان په ګوجر ګړۍ کې د یو انګریز پوځي افسر تر وژل کېدو وروسته انګریز پوځیان پر ټکر کلي ورغلل. ټکر په هغه وخت کې د خدایي خدمتګارانو د ځینو مشرانو له وجې ډېر مشهور و او په دغه تحریک کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د مردان یو تاریخ پوه او پر تاریخي پېښو او واقعاتو کالم ليکونکي فرهاد خاور د مې پر ۲۸مه، د دغې پېښې په اړه مشال راډیو ته وویل: "د ۱۹۳۰ کال د مې پر ۲۷مه د مردان په ګوجرو ګړۍ سیمه کې د انګریزانو یو افسر... Читать дальше...


Музыкальные новости
The Beatles

Вышел трейлер отреставрированной документалки о группе The Beatles





Персональные новости
Чемпионат

Магаданцы завоевали медали на Чемпионате России по борьбе джиу-джитсу





چارواکي: ننګرهار کې ۱۱،کندز کې ۳۵ او کندهار کې ۲۴ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.  دغه وزارت نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه عملیات پرون شوي چې د وسله والو سپکې او درنې وسلې هم تخریب کړای شوي دي.  هاخوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په اچین ولسوالۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.  بل خوا د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) رسنیو ته... Читать дальше...

د بدخشان چارواکي: د لاجوردو پر کان د طالبانو برید په شا وتمبول شو

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان د والي ویاند وايي، په کران و منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو پر کان د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله په شا تمبول شوې ده.  نېک محمد نظري، نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د بهرنیو اتباعو په مرسته غوښتل تېره شپه پر دغه کان ډله ییز برید وکړي: "د کران و منجان ولسوالۍ پر کان د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه چې غوښتل یې د بهرنيو تروریستانو په همکارۍ وکړي، د دې ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو په همکارۍ په شا وتمبول شول او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته."  د والي ویاند وايي،... Читать дальше...

څیخانوفسکایا: د مې ۲۹مه بلاروس سره د پیوستون ورځې په توګه اعلانوم

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس د اپوزیسیون مشرې، سویتلانا څیخانوفسکایا، غوښتنه وکړه چې د مې ۲۹مه دې د ډموکراسۍ لپاره په مبارزه کې د بلاروسیانو د ملاتړ د پیوستون  نړیوالې ورځې په توګه ونمانځل شي.   څیخانوفسکایا تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل:"زه د مې میاشتې ۲۹مه له بلاروس سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په توګه اعلانوم. تاسې څنګه کولی شئ له دغه پیوستون سره یوځای شئ؟ په خپل ښار، یا هم په مجازي ډول له بلاروس سره د پیوستون په مناسبتونو کې برخه واخلئ. د ډموکراتیک بلاروس د ملاتړ لپاره یو بیان خپور یا هم پرېکړه لیک تصویب... Читать дальше...

پاکستان کې د کورونا هندۍ بڼه موندل شوې

Mashaalradio.com 

پاکستاني چارواکو د مې پر ۲۹مه خبر ورکړ چې د کورونا وایرس هندۍ بڼه یې موندلې ده. دا په داسې حال کې ده چې دغلته وار له مخې د کورونا برتانوۍ او جنوبي افریقایۍ بڼې موجودې دي. پاکستاني چارواکي وايي، د کورونا هندۍ بڼه د نورو هغو پرتله زیاته خطرناکه ده. په خیبر پښتونخوا کې د کورونا د څارنې د مرکز مشر ډاکټر اکرام الله د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دا چې د کورونا هندۍ بڼه خطرناکه ده نو ولس له هم ډېر احتیاط پکار دی. هغه وايي: "دلته د هندوستان د کورونا وایرس تشخیص شوی کوم چې د نورو قسمونو په مقابله... Читать дальше...

سټولټنبرګ: ښايي بلاروس روسیې سره په همغږۍ الوتکه ناستې ته اړ ایستې وي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي وايي، د ده په باور د بلاروس چارواکو احتمالاً د خپلې متحدې، روسیې په همږغۍ د ایرلنډ د هوايي شرکت راین ایر الوتکه اجباري ناستې ته مجبوره کړې ده.  ینس سټولټنبرګ پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) له سکای نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د روسیې او بلاروس ترمنځ پر نږدې اړیکو خبر دی.   ده زیاته کړه، ډېره ګرانه ده چې په منسک کې دې رژیم وکړای شي دغه کار له روسیې سره له همږغۍ پرته وکړي.  الکساندر لوکاشینکو، د تېر کال د اګست میاشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ځان تر بریالي اعلانولو وروسته په پیل شوې لانجه کې تر ډېره پر روسیې اتکا کړې ده. Читать дальше...

اردوغان د استانبول ښار په تقسیم میدان کې یو تاریخي جومات پرانیست

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول ښار په تقسیم میدان کې یو تاریخي جومات پرانیست.   له دې سره یې خپله هغه پخوانۍ ژمنه پوره کړه چې د استانبول په دغه عمومي میدان کې یې د مسلمانانو د عبادتځای جوړولو لپاره کړې وه.  ولسمشر اردوغان پرون د جمعې تر لمانځه وروسته زرګونو لمونځغاړو ته په خبرو کې وویل: "کله چې مو په ۲۰۱۳میلادي کال د جومات د جوړولو لپاره بیا اقدام وکړ، موږ په غازي پارک کې له مظاهرو سره مخامخ شولو. دا هغه شېبه وه چې تروریستان زموږ پر وړاندې ودرېدل. د ۲۰۱۷میلادي کال د جولای پر ۱۵مه د... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Минэкологии требует возместить ущерб в 19 млн руб от свалки в Ленинском округе





Путин в России и мире
Москва

«Известия» показали репетицию инаугурации Путина на Соборной площади


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

В Минске одобрен проект соглашения о системе таможенного транзита ЕАЭС




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

В Киеве СБУ проводит облавы против нелояльных Зеленскому


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Григорий Лепс

Григорий Лепс выступит в Челябинске в День Победы



Москва

Депутат Умников: благодаря запросу ЛДПР решилась экологическая проблема в Лобне

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net