چارواکي: ننګرهار کې ۱۱،کندز کې ۳۵ او کندهار کې ۲۴ طالبان وژل شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
دغه وزارت نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه عملیات پرون شوي چې د وسله والو سپکې او درنې وسلې هم تخریب کړای شوي دي.
هاخوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په اچین ولسوالۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
بل خوا د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) رسنیو ته وویل، د کندهار په خاکرېز او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي: "۲۴ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول. په دغو عملیاتو کې د دښمن دوه پټنځایونه له ۸ میله وسلې سره کاملاً له منځه تللي دي."
وسله والو طالبانو د دغو درېيو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د لغمان مطبوعاتي دفتر وايي، وسله والو کسانو تېره شپه د مرکز مهترلام په ګومین سیمه کې د قاري غورځنګ په نوم یو ملا امام په ډزو وژلی دی.
د پېښې پړه لا چا نه ده منلې.