123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 08.05.2021

د بشري حقونو کمېسیون: د خلکو له کورونو مورچل مه جوړوئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر په داسې حال کې چې د افغانستان په څو ولایتونو کې درنې جګړې روانې دي، د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د خلکو له کورونو او د ولس د استوګنې له نورو سیمو د جګړې لپاره کار وانه خلي. د افغانستان دولتي ځواکونو او طالبانو په تېرو څو ورځو کې پر یو بل تور پورې کړ چې د خلکو له کورونو څخه د مورچل په توګه کار اخلي. بشپړ ویډیويي راپور د دې تړوني له لارې وګورئ:

کورنیو چارو وزارت: د کابل دشت برچي کې چاودنې ۲۵ تنه وژلي او ۵۲ یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار لویدیځ لور ته په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې ۲۵ تنه وژلي او ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي. دا چاودنه د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته شوې. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي:"په نننۍ چاودنه کې تر دا مهاله ۲۵ کسه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي، خو د اوس لپاره د تلفاتو دا شمېرې د تغییر په حال کې دي." هاخوا د روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري رسنیو ته ویلي چې تراوسه ۲۵ تنه ټپیان د چاودنې له سېمې څخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي. په ځینو راپورونو کې راغلي دي چې په سیمه کې درې چاودنې شوي. Читать дальше...

د جګړې شدت؛ د سولې ولسي حرکت: ښکېلو غاړو! د بهرنیانو پاتېدو ته پلمې مه لټوئ

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د سولې ولسي حرکت غړو د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال د جنګ له دواړو لوریو وغوښتل چې جګړه ودروي او د بهرنیانو پاتې کېدو ته دې پلمې نه لټوي. د لوګر په مرکز پل علم کې د سولې ولسي حرکت غړي په هغه ځای کې راټول شوي، چېرته چې د مې میاشتې د لومړۍ ورځې په ماښام موټربم چاودنه وشوه. د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر وایي، دا او ورته نور بریدونه چې د بهرنیانو په وتلو سره زیات شوي، د دې ښکارندویي کوي چې د جنګ ښکېلې غاړې نه غواړي له هېواده بهرني ځواکونه ووځي او هېواد یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي. ښاغلي خېبر زیاته کړه... Читать дальше...



د کابل دشت برچي کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

Mashaalradio.com 

د کابل ښار د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې چاودنه نن (مې اتمه) د کابل په ۱۳مه ناحیه کې سیدالشهدا ښوونځي ته نيږدې شوې چې تر دې دمه يې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلې او تر ۵۰ زيات ژوبل کړي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي: "په نننۍ چاودنه کې تر دا مهاله ۲۵ کسه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي، خو د اوس لپاره د تلفاتو دا شمېرې د تغییر په حال کې دي." بلخوا عيني شاهدانو ويلي چې درې پرلپسې... Читать дальше...

دفاع وزارت: تېرو څو ورځو کې زر طالبان وژل شوي او ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، په ټول هېواد کې د تېرو څو ورځو په جګړو کې نژدې زر تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي.  جنرال یاسین ضیا نن شنبه (د غويي ۱۸مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په وژل شوېو کې د طالبانو مشران هم شامل دي: "د دښمن نژدې زر تنه مړه او ټپیان شوي دي. په دې ډله کې د طالبانو یو شمېر مهم رهبران هم وژل شوي دي." جنرال ضیا زیاته کړه چې تازه جګړې په کندهار، هلمند، غزني، بغلان، فراه او هرات ولایتونو کې شوې دي. ښاغلي ضیا وویل دې جګړو کې افغان امنیتي دفاعي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي خو ده یې شمېر ونه ښود. Читать дальше...

افغان مسوولين: تېره اوونۍ جګړه خونړۍ وه، د ملکي تلفاتو کچه پورته وه

Pa.azadiradio.com 

افغان  امنیتي او دفاعي چارواکو نن شنبه (د غويي ۱۸مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د تېرې یوې اوونۍ د امنیتي او سیاسي حالاتو په اړه رسنیو سره معلومات شریک کړل. د ملي امنیت عمومي رییس ضیا سراج خبريالانو ته وویل، تېره يوه اوونۍ جګړه تېزه او خونړۍ وه: "تېره اوونۍ یو خونړۍ اوونۍ وه او دښمن دا تصمیم درلود چې حملې زیاتې کړي، دښمن هغه نهايي هڅه ده، له دې وړاندې نور څه نه شي کولی او موږ او تاسو ګورو چې ټول کارونه یې د اصولو خلاف دي. " د ښاغلي سراج په خبره، په جګړه کې ملکي کسانو ته تلفات اوښتي دي. Читать дальше...

د کابل ښار په یوه پلورنځي کې اورلګیدلی

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په څلورم مکروریانو سیمه کې نن شنبه (د غويي ۱۸مه) له غرمې وروسته په یوه پلورنځي کې اورلګېدلی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې د اور وژنې ټیم د پېښې ځای ته رسیدلی او په وینا یې تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه لري. دی وايي، له اور وژنې وروسته به پېښه وڅېړل شي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کابل په شمالي دروازه کې د تیلو ټانکرونو اور اخیستی و چې ۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

روغتیا وزارت: د کابل دشت برچي کې چاودنه ۲۵ تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې ۲۵ کسان ټپیان کړل.  دا چاودنه د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته شوې.  د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حمید روشن ازادي راډیو ته پېښه تایید کړه، خو د تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.  د روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري رسنیو ته ویلي چې تراوسه ۲۵ تنه ټپیان د چاودنې له سېمې څخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.  په ځینو راپورونو کې راغلي دي چې په سیمه کې درې چاودنې شوي. د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.



چارواکي: ۴ ولایتونو کې ۵۲ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې جګړو په افغانستان کې زور اخیستی، چارواکي د هېواد په څلورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۵۲ طالبانو د وژل کېدو او د ۳۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.  د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې په هوايي او توپچي حملو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. دې دفتر په یو جلا بیان کې په جلال اباد کې د داعش ډلې د دوو غړو د نیولو خبر هم ورکړی.  د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یو بیان کې وايي په میوند ولسوالۍ کې په هوايي حملو کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور تپیان دي. Читать дальше...

د اسپانیا لالیګا؛ ارسلونا او اتلاتیک مادرېد فوټبال لوبډلې سره لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا لالیګا لیګ نن شنبه(د غويي ۱۸مه) د ارسلونا او اتلاتیک مادرېد فوټبال لوبډلې په خپلو کې سیالۍ کوي.  دواړې لوبډلې هڅه کوي، تر څو نننۍ لوبه وګټي او د دې لیګ اتلولۍ ته ځان ورسوي. د ورزشي وېب پاڼو د راپورونو له مخې دا لوبه به په ځايي وخت د ماښام ۶:۴۵ بجې د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کې ترسره شي او لوبڅاري به د اسپانوي انتونیو متیو په غاړه وي. د لالیګا لیګ سیالۍ هرکال د ۲۰ لوبډلو ترمنځ په ۳۸ اونیو کې ترسره کېږي چې په سږنیو لوبو کې تر اوسه یې ۳۴ مه اوونۍ ترسره شوې ده.

سعودي عربستان او پاکستان د همکاریو د پراخولو موافقه لاسلیک کړه

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان او پاکستان د کشمیر د لانجې پر سر له څو میاشتو ترینګلو اړیکو وروسته نن په خپلو کې د همکاریو د پراخولو موافقه لاسلیک کړه. په دې سند کې چې سعودي عربستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د دوه ورځني سفر په ترڅ کې نن شنبې(د غويي ۱۸مه) لاسلیک شو، له مجرمانو سره د چلند، د مخدرو موادو پر ضد د ګډې مبارزې، د عامه تأسیساتو او څو نورې پروژې شاملې دي. دواړو لورو همدا راز موافقه کړې چې د دې چارو د سمون لپاره یوه عالي شورا هم جوړه کړي. د دې دوو هېوادونو اړيکې وروسته له هغه ساړه شول چې اسلام... Читать дальше...

کاپیسا کې د چت د پرېوتو پېښې د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا ولایت کې د یو کور د چت د پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ اووه تنه غړي مړه شوي دي.  د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند قیس قادري ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن شنبه (د غويي ۱۸مه) سهار وختي د نجراب ولسوالۍ په دره غوث سیمه کې د سختو ورښتونو په نتیجه کې شوې ده. قادري زیاته کړه: "دا کور په بشپړ ډول اوار شوی او زموږ ۷ تنه هېوادوال چې ښځې، نجونې او هلکان ماشومان هم په کې دي، شهیدان شوي دي." د افغانستان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په شلو ولایتونو کې د... Читать дальше...

د هند پر صدراعظم فشار؛ د کرونا مخنيوي لپاره دې نور محدودیتونه ولګوي

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم ناریندرا مودي له زیاتېدونکو فشارونو سره مخامخ دی چې د کرونا ویروس د مخنيوي لپاره نور محدودیتونه ولګوي.  ډېری صحي کارپوهانو، د اپوزیسیون مشرانو او د سترې محکمې قاضیانو پر حکومت غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه په ښارونو کې ټولبند ولګوي.  د هند له ۲۸ فدرالي ایالتونو څخه له لسو زیاتو هغو یو لړ محدودیتونه لګولي، خو د ټول هېواد په کچه د ښارونو ټولبند نه دی اعلان شوی.  دا په داسې حال کې ده چې کرونا ویروس هند کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، په ډېرو ځایونو کې له روغتونونو هغه ناروغان... Читать дальше...

دایکنډي کې د والیبال سیالۍ ناصر خسرو لوبدلې وګاټه

Pa.azadiradio.com 

په دایکنډي ولایت کې له ۱۹ کلونو ښکته ځوانانو او ځلمکيو ترمنځ والیبال سیالۍ د ناصر خسرو لوبدلې په بریا سره پای ته ورسېدې.  د ملي اولمپیک کمېټې د معلوماتو له مخې دغه لوبې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې اووه لوبډلو برخه اخېستې چې د څلورو ورځو لپاره په خپلو کې سیالۍ ورکړې. د دې لوبې په پایلوبه کې د ناصر خسرو ټیم اتحاد شهرستان ته ۲ د ۱ په مقابل کې ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله او د اتحاد شهرستان ټیم دوهم مقام وګاټه. د سیالۍ په پای کې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ادارې له خوا غوره لوبډلو ته کپونه او جایزې ورکړل شوې.

د فضايي قوماندې مرکز د بې کنټروله شوي چینايي راکټ په لټه کې دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضايي قوماندې مرکز چې د بې کنټروله شوي چینايي راکټ په لټه کې دی، هغه تصویرونه خپاره کړي چې ښيي دا راکټ ښايي سبا د مې په نهمه د کابل پر وخت د سهار شااوخوا اووه نیمې بجې یو ځل بیا په پسیفیک سمندر کې د ځمکې اتموسفیر ته ننوځي.  د سپېس راکټ به نوم دا وېب سایټ چې د امریکا د پوځ یوه څانګه یې چلوي نن شنبه (د غويي ۱۸مه) په دې تصویري پیغام کې وویل چې ښايي د دې راکټ موقعیت او اتموسفیر ته د هغه د ننوتو په وخت کې بیا بدلون راشي.  له دې مخکې د دې راکټ موقعیت چې وزن یې شااوخوا ۲۲ ټنو ته رسېږي، د... Читать дальше...

غور کې د سنوکر سیالۍ د پرویز خادم په اتلولي پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې د سنوکر سیالۍ د پرویز خادم په اتلولي سره پای ته ورسېدې. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده نن شنبه (د غويي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې ۲۰ سنوکر لوبغاړو په حذفي شکل ګډون کړی وو. د ښاغلي قاري زاده په وینا پای لوبه کې پروېز خادم او میرزا شیرزی مخ شول چې پرویز خادم ۳ د ۲ په مقابل کې مېرزا شيرزي ته ماته ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ. په دغو لوبو کې محمد یونس د غور لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

افغان فوټبالران امین او ازادزوی د اسیا ملتونو جام سیالیو کې لوبه نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوه غړي حسن امین او مصطفی ازادزوی د اسیا د ملتونو د جام د غوراوي په سیالیو کې په ملي ټیم کې لوبه نه کوي.  د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې دا دوه افغان ستوري ژوبل شوي دي: "حسن امین د چهارشنبې په ورځ د جرمني په درېیم ایالتي لیګ کې پر زنګانه ټپي شوی دی. همدا راز مصطفی ازاد زوی د ټایلنډ په درېیم غوره لیګ کې په زنګانه ډېر سخت ژوبل شوی او باید شپږ میاشتې لوبه ونه کړي."  ټاکل شوې چې ملي لوبډله په را روانه جون میاشت کې د اسیايي... Читать дальше...

کورنیو چارو او دفاع وزارتونه: بغلان کې وضعیت کابو شوی طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وایي چې دا مهال په بغلان کې امنیتي وضعیت کنټرول شوی دی. کورنیو چارو وزارت ‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا مهال په بغلان ولایت کې جګړه شدیده نه ده. د دغه وزارت وياند طارق ارين د شنبې (د غويي ۱۸مه) په ورځ د دې څرګندنو ترڅنګ ادعا وکړه چې افغان ځواکونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده، هغه څه چې طالبان یې نه مني. ښاغلي ارين ازادي راډيو ته وويل: "بغلان کې اوس جنګ شدت نه لري، خو ځیني تحرکات د دښمن له لوري شته، زموږ امنیتي او دفاعي... Читать дальше...

خپرې شوې ویډیوګانې؛ افغان چارواکي: طالبان د خلکو کورونه د سپر په توګه کاروي

Pa.azadiradio.com 

د خلکو کورونه د مورچل په توګه کارول، هغه انتقاد چې تل  د افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو د مسوولینو له خوا پر وسله والو طالبانو شوی، خو طالبانو بیا په وار وار رد کړی دی. ‎تازه، د  افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو ویاندویانو ادعا کړې چې طالب وسله وال د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي . ‎طارق ارین او فواد امان په دې اړه په خپلو ټوېټرپاڼو لیکلي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وباند فواد امان د شنبې په ورځ د دغې ویډيو په اړه ازادي راډیو ته هم وویل: "له بده مرغه طالبان د تل په... Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Бузова

«ТНТ, где мой дом?» Ольга Бузова потребовала главный приз реалити-шоу «Дом-2» в программе «УТРО. ТНТ»





Персональные новости
Концерт

Концерт Дениса Мацуева «Jazz and friends»





د کورنیو چارو وزارت بغلان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بغلان ولایت کې له درنو جګړو وروسته اوس د وضعیت د عادي کېدو خبر ورکوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې په جګړو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي. ښاغلي ارین د تلفاتو دقیق شمېر ونه ښود، خو زیاته یې کړه چې په دې سیمه کې د طالبانو پرضد د افغان ځواکونو عملیات روان دي: "زموږ ګډ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ټولو تروریستانو او طالبانو ته بیاهم سخت ځواب ورکړي، څو دا سیمه له طالبانو په بشپړ ډول پاکه شي." له دې مخکې افغان چارواکو او... Читать дальше...

یو شمېر لویدیځ ډیپلوماتانو افغانستان کې د تشدد د بندېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر لویدیځو هېوادونو ډيپلوماتانو پرون جمعه(د غويي ۱۷مه) یو ځل بیا په افغانستان کې د تشدد د بندېدو غوښتنه وکړه. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې امریکا او همدا راز د ناټو ځانګړو استازو په برلین کې له پرونۍ غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې چې شل مادې لري ویلي چې دوی په افغانستان کې د زور له لارې د یوه حکومت له جوړېدو سره مخالفت کوي.   له دې غونډې سره د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی هم د ویډیو کنفرانس له لارې یوځای شوی و. د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال... Читать дальше...

شهباز شريف پر عدالتي پرېکړې سربېره له هېواده بهر پرېنښودل شو

Mashaalradio.com 

د مسلم لیګ نون ډلې ویاندې مریم اورنګزېب رسنیو ته ویلي، دا پر دې سربېره ده چې د اېف ايي ای دوه غړي د مې پر اوومه هلته ناست وو چې د لاهور های کورټ شهباز شریف ته علاج لپاره د تګ اجازت ورکړ. نوموړې ویلي چې عدالت د هغه پرواز نمبر لا یاد کړی و چې شهباز شریف به پکې قطر او له هغه ځایه لندن ته سفر کولو.

د مېکسیکو د یوې شاعرې د نظم پښتو ژباړه او نور مطالب اورېدلی شئ

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ اورئ چې د پاکستان د قامي شاعر علامه اقبال شاعري چینایۍ ژبې ته وژباړل شوه، په کراچۍ کې مېشت شاعر ماښام خټک نه به د مساپرو ماښامونو حال واخلو. د میکسیکو د یوې معاصرې شاعرې هیمینیا ګونزېلېز د یو نظم پښتو ژباړه مو درته کړې او د زما داغستان کتاب یوه بله برخه هم په پښتو کې درته وړاندې کوو.

اروپایي ټولنه او هند هڅه کوي چې د ازادې سوداګرۍ درول شوي بحثونه بیا پېل کړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې مشران نن (د مې په اتمه) د هند له صدر اعظم نارندرا مودي سره یوه ویډیویي غونډه ترسره کوي.  پلان دا و چې مودي به دې غونډه کې په فزیکي ډول برخه اخلي، خو دا چې هند کې د کرونا څپه ځپونکې ده، هغه اړ شو چې له دې پلانه تېر شي.  اروپایي مشران په دې هدف د پرتګال په پورتو ښار کې راټول شوي او تمه ده دوی د دې ټولنې او هند ترمنځ د سوداګرۍ هغه بحثونه بیا را ژوندي کړي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې په ټپه ولاړ دي.  دا بحثونه د تعرفې د کموالي، د معلوماتو د زېرمې د خوندیتوب او په اروپا کې هندي کسبه کارانو ته د کار کولو د حق پر سر درېدلي دي. Читать дальше...

خلیلزاد: که طالبان د سولې لاره غوره نه کړي، امریکا به د جمهویت ترڅنګ ودریږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که طالبان د سولې لاره غوره نه کړي نو امریکا به د جمهوریت په څنګ کې ودرېږي.  ښاغلي خلیلزاد سیمې ته د خپل سفر په پای کې په برلین کې د څو لویدیځو هېوادونو له استازو سره په غونډه کې له ګډون وروسته پرون جمعه (د غويي ۱۸مه) پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې که طالبان د سولې او روغې لاره خپله نه کړي نو امریکا به د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږي چې غواړي جمهوریت پرځای پاتې وي.  خلیلزاد زیاتوي چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Сотрудник ОМОН «Крепость» стал бронзовым призером на соревнованиях Центрального округа Росгвардии по боксу


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Елена Рыбакина стала чемпионкой турнира WTA-500 в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК





Путин в России и мире
Москва

Киркоров и Пелагея спели для амурчан-бамовцев в Москве


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

В Минске открывается ВНС: что будет




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Концерт

Концерт «Юрий Башмет, Константин Хабенский, ансамбль «Солисты Москвы». К. Сен-Санс «Карнавал животных»



Москва

Почему режиссёр Юрий Чулюкин умер в далёкой Африке

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net