نجيبه نور دلاوري په يو بېساري اقدام کې د جوزجان ولايت مرکز د شبرغان ښار په يوه حوزه کې د قوماندانې په توګه وټاکل شوه. د هغې پلار شپږ کاله وړاندې د وسلهوالو طالبانو غړی و، خو بیا یې دا ډله پرېښوده او اوس په کور دی.
په راپور کې راغلي چې دا شمېره په ۲۰۱۹ز کال کې يو اعشاريه اته ميليونه وه.
کمېشن اندېښنه ښودلي چې په مقدمو کې فېصلې په ځنډ کېدل د انصاف ځنډېدل دي چې د بشري حقونو د تروړلو په مانا ده.
د پاکستان پوځ وایي، ۴ سرتېري یې په جنوب لوېدیځ کې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو په ډزو کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې پر سرتېرو یې د بلوچستان ژوپ ښارګوټي ته نږدې نن هغه مهال ډزې وشوې چې په سیمه کې یې یوه جوړه شوې موانع کتله.
پوځ ویلي، د متقابلو ډزو په نتیجه کې وسلهوال د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نهدی اخیستی او د پاکستان پوځ هم په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
پاکستان چې له افغانستان سرهیې پر ډيورند کرښه د امنیتي موانعو جوړول... Читать дальше...
په بلجیم کې د هغه ایراني ډیپلومات چې د پاریس په یوه څنډه کې د ایران د مخالفانو پر یوه لاریونیې بم چاودنه پلان کړې وه، د ۲۰ کلونو بند سزا وروسته له هغې تأیید شوه چې هغه د استېناف له دعوا ډډه وکړه.
د اسدالله اسدي په نوم د ویانا مېشتي دغه ایراني ډیپلومات مدافع وکیلانو نن وویل چې مؤکلیې پرون سې شنبه په ۲۰۱۸ کال د پاریس په لمنه کې په تبعید شوې، د ایران د مجاهدین خلق ډلې پر یوه لاریون د بمي حملې د پلانولو پر تور پر ترورېستي هڅې مجرم وپېژندل شو.
درې نورو تورنو ته هم د بند سزاوې ورکړل شوې دي. د حملې... Читать дальше...
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو هغه تور بېاساسه وباله چې د افغانستان یو شمېر رسنۍ یې په یو اړخیز ډول په راپور ورکولو تورنې کړې دي.
دغې کمېټې نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان رسنیو په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې په خپلو راپورونو کې انډول او د بېپریتوب اصل په پام کې نیولی دی. دغې کمېټې دغهراز ویلي چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول ګواښ د منلو نهدی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن چهارشنبې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له څو ورځو راهیسې دوی د یو شمېر رسنیو د داسې... Читать дальше...
که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو نهه میاشتې اوړي، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خلکو هیلې مړاوې کړې دي.
د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د دغه اندېښنو په دوام وایي، د افغانستان د سولې له پروسې او په پایله کې یې د ګډ حکومت له رامنځته کېدو هرکلی او ملاتړ کوي، خو که د سولې خبرې پایله ورنهکړي، پوځي لارې هم شته.
دی وايي، که څوک په زور په خلکو ځانونه مني د خپلو ملاتړ کوونکو سره یوځای بهیې په وړاندې ودرېږي.
ښاغلي مسعود د چهارشنبې په... Читать дальше...
د پاکستان خبریالانو فېډرالي اتحادیې (پي اېف یو جی) پخواني مشر افضل بټ د مې پر پنځمه مشال راډیو ته وویل دا بیل د پاکستان پېپلز ګوند په پخواني حکومت کې هم وړاندې کړل شوی وو خو لا هم نه دی منظور شوی
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي تدکرو د وېش څانګې سلګونه کارکوونکو دوی ته د څو میاشتو معاشونو د نهورکړې په غبرګون کاري اعتصاب کړی دی.
دوی وایي له پنځو میاشتو راهیسې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د کارکوونکو معاشونه نهدي اجرا شوي او دې چارې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی د ملي فني مرستې د څانګې (اېنټياې) کارکوونکي دي چې د کار له پیلهیې پنځه میاشتې اوړي.
دوی له همدې امله له تېرې ورځې (سې شنبې) راهیسې کاري اعتصاب کړی، یو شمېر دغو کارکوونکو له... Читать дальше...
له افغانستانه د بهرنیو عسکو د وتلو د بهير له پيل سره جوخت، په دغه هېواد کې د جګړو شدت!
تازه د بغلان ولايت سيمهيیزو چارواکو تأيید کړې چې د بغلان برکه ولسوالۍ نن ( چهارشنبه) د طالبانو په لاس سقوط شوه.
د برکې ولسوال تاج محمد شېرزاد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی دا ولسوالۍ د تجهیزاتو د کموالي له امله خپله پرېښوده.
ښاغلی شېرزاد زیاتوي: "هو موږ په دې کې مصلحت ولیده، نو د امنیت مدیر، د بورکې امنیه قوماندان، ولسوال او د پاڅون کوونکو قوماندانانو ټولو غونډه وکړه، مقاومت مو ونهشو کولای، پر... Читать дальше...
جرمني د انصار انټرنېشنل په نوم د اسلامي ټولنې پر فعالیت بندیز ولګاوه.
جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې د دې هېواد په لسو ښارونو کې چارواکو د دې ټولنې پر دفترونو د عملیاتو په نتیجه کې د دې ټولنې ځینې وسایل ضبط کړل.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفیر نن (د مې په ۵مه)چهارشنبې وویل، که غواړئ چې له ترورېزم سره مبارزه وکړئ نو باید مالي سرچینې یې وچې کړئ.
دغه ټولنه چې په دوزلدورف کې مېشته ده وایي، هدف یې په نړۍ کې له مسلمانانو سره مرسته کول دي.
د دې ټولنې د مشر په وینا یوازې په ۲۰۱۸ کال... Читать дальше...
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د ناامنیو پراخېدل د دې لامل شوي چې ځینې کورنۍ له دغه هېواده د کډه کېدو پرېکړه وکړي.
۳۰ کلن شفیق غواړي د ښه ژوند په نیت په غیرقانوني توګه د مرګ په ګواښونکو لارو، اروپا ته ولاړ شي.
دی چې پلار، مور، مېرمن او یوه کوچنۍ لور لري ازادي راډیو ته یې وویل، په افغانستان کې د ښې راتلونکې لپاره هېڅ هیله نه لري.
شفیق نه غواړي اولادونه یې د جنګ او بې وزلۍ قرباني شي، ځکه یې د ارام ژوند په خاطر د کډوال کېدو پرېکړه کړې: "موږ ډېر تشویشونه لرو، باید هېواد پریږدو او یوې خوا ته لاړ شو. Читать дальше...
د خوست سوداګرو، مدني فعالانو، روڼ اندو او حکومتي مامورینو د مرستې یو صندوق جوړ کړ چې د هغې لارې د دې ولایت ۳۰ زره زده کوونکو ته کتابونه چاپ او د هغوی په اختیار کې ورکړل شي.
د څو کلونو راهیسې د نورو ستونزو په خوا کې په خوست کې زده کوونکو ته نوي کتابونه نه دي ورکړل شوي چې له دې کبله د زده کوونکو د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخامخ دی.
د چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په ورځ د پوهنې له بهیره د ملاتړ هغه غونډه چې د قومي مشرانو، مدني فعالانو، سوداګرو او روڼ اندو په ګډون جوړه شوې وه، ویناوالو وویل، پوهنه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د دغه ایجنسۍ لخوا پرون د مې میاشتې پر څلورمه نېټه د جاري شوې خبرپاڼې ترمخې په ټول هېواد کې هغه کډوال چې ځانونه یې له وړاندې رجسټرډ کړي وو، تر پرونه ګڼو کډوالو ته د کورونا وکسین لګول شوی دی.
د ننګرهار چارواکو دا څرګندونې د مې پر څلورمه نېټه د ولایت په میلمستون کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د سخت زړو مېوه جاتو نندارتون څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
کابل ښاریان د کوچني اختر په رانږدې کېدو په ښار کې د خوراکي موادو په ځانګړي توګه د وچو میوو له لوړو بیو شکایت لري.
دوی وايي چې د وچو میوې په ځانګړي توګه د بادامو، پستو او چهار مغزو په هره کیلو کې ان تر دوو سوو افغانیو زیاتوالی راغلی.
د کابل ښار اوسېدونکي ۳۲ کلن هارون ازادي راډیو ته وویل: "هټیوال د اختر له را رسېدو سره وچه مېوه ګرانه پلوري ان د یو کیلو بادامو بیه چې پخوا ۷۰۰ افغانۍ وه اوس یې په ۹۰۰ افغانۍ پلوري."
خو د کابل په منډوي کې د وچو ميوې یو پلورنکی محمد امین بیا وايي: "ځینې وخت بازار... Читать дальше...
د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف د اساسي قانون هغه تعدیل توشیح کړ چې تېره میاشت په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې تایید شوی و.
د جپاروف مخالفین تور پورې کوي چې د دغه تعدیل له مخې به د هغه صلاحیتونه خورا زیات شي.
د قرغیزستان وګړو د اپریل په ۱۱مه ټول پوښتنه کې د اساسي قانون د تعدیل په پلوي رایې ورکړې، خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې په متن کې یې څه لیکل شوي دي.
د نوي تعدیل شوي قانون له مخې د قرغیزستان د پارلمان څوکۍ په سلو کې ۲۵ یعنې نوي څوکیو ته راکمېږي او ولسمشر ته صلاحیت ورکوي چې قاضیان او د قانون د تنفیذ ادارو مشران وټاکي. Читать дальше...
د ګوډۍ په نوم د ډرامې پروډیوسر سید عدنان شاه مشال راډیو ته وايي، دا ډرامه د پښتو ژبې لومړنۍ وېب سیریز هم دی چې پکې د ماشومانو نجونو د ودولو موضوع څېړل شوې ده.
په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن د کابل په کلکانو کې پر روغتیایي کار کوونکو نننۍ برید غندلی او پر ملکیانو یې د حملو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه چې دغه چاودنه کې چې پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې، یو تن وژل شوی او درې تنه ټپیان دي.
ویل شوي چې په دې موټر کې د پنجشیر روغتیایي کار کوونکي سپاره وو.
طالبانو رسنیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دې چې روغتیایي کار کوونکي یې د وسله والو له بریدونو مصؤن دي. Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ننګرهار د اوسپنې په سکتور کې د پانګونې کچه لس میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د غویي په ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، په یاد ولایت کې د اوسپنې د ویلي کولو ۱۳ فابريکې فعاله دي چې د ګول سیخ او اوسپنیزو توکو بېلابېل تولیدات لري.
د ښاغلي احمدي په خبره د اوسپنې ویلي کولو یاده فابریکه هره ورځ له لسو څخه تر دېرش ټنو اوسپنې د ویلي کولو او د ګول سیخ تولیدونکي فابریکې په ورځ کې له ۲۵ تر اویا ټنو ګول سیخ د تولید وړتیا لري. Читать дальше...
د بریتانیا، کاناډا، جرمني، ايټالیا، جاپان او امریکا لوړپوړي ډیپلوماټان به د کرونا وبا او نورو نړیوالو ننګونو په اړه په 'جي اووه' غونډه کې خبرې کوي.
نن چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) په لندن کې د دغې درې ورځنۍ غونډې وروستۍ ورځ ده.
بډایه هېوادونو د روغتیا پر نړیوالې ادارې ټينګار کړی چې د کرونا ویروس ضد وسایلو د برابر وېش ادارې یا کوواکس له لارې دې لږ پرمختللو هېوادونو ته دې د کرونا واکسین وویشي.
امریکا د روغتیا نړیوال سازمان له کوواکس سره تر بل هر هېواد ډېره، د څلور میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.... Читать дальше...
د جوزجان چارواکي په دې ولایت کې د ولسي پاڅونوالو د یوه قوماندان او د هغه د درې ملګرو د وژلو خبر ورکوي.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند مسعود نعیم ازادي راډیو ته یوازې دومره وویل چې دا پېښه تېره شپه شوې او نور جزئیات یې ورنه کړل، خو د ولسي پاڅونوالو یوه غړي محمد اکرام ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د فیض آباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې پر امنیتي پوستي بریدونه کړي وو چې په نتیجه کې یې د قوماندان عبدالرحمن په ګډون څلور تنه ووژل شول.
د راپورونو له مخې د دې کلي ولسي پاڅونوال چې د ملي امنیت د ادارې... Читать дальше...
تمه ده چې د اروپا د فوټبال جام دوهم فینالیست به نن معلوم شي.
د ریال مادرېد او چلسي د فوټبال لوبډلې د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې په لندن کې لوبه پیلوي.
تېره اوونۍ دواړو لوبډلو لوبه یو-یو مساوي کړې وه.
مانچسټر سیټي تېره شپه د پاریس سنټ جرمن ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او د اروپا د فوټبال جام فاینل ته ووت.
د مې پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري کانفرنس کې د اطلاعاتو وفاقي فواد چودري وویل چې اکثره د انتخاباتو په نتیجو اپوزیشن ګوندونه د درغلیو تور پورې کوي نو ځکه یې د دغه درغلیو مخنیوي لپاره دا فرنان راوړی چې راتلونکې انتخابات په پاکه او روڼه توګه وشي.
په بدخشان کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې دغو سیلابونو چې په لسو ولسوالیو کې راوتلي، په سلګونو کورونه او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
د ښاغلي نظري په وینا دغو سیلابونو چې له دوو ورځو راهیسې بهیږي، تر ټولو ډېره ویجاړي په جرم ولسوالۍ کې پېښه کړې ده.
د چارواکو په وینا دغو سیلابونو دغه راز له تېرې ورځې راهیسې د بدخشان ـ کابل لویه لاره هم بنده کړې او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.
پر بدخشان سربېره د افغانستان... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د کورونا وبا دویمې څپې هند ډېر وځپه او په زیاترو ښارونو کې یې د ناروغانو د صحت نظام د ډېر فشار لاندې راغلی، زیاتره ناروغان د اېمبولینسونو او اکسیجن ګډون له یو شمېر بنیادي محروم دي، د مدهیه پردیش په بوپال ښار کې محمد جاوید خان روغتون ته د ناروغانو رسولو لپاره د خپلې رکشې ایمبولینس جوړ کړی چې پکې تر یو حده د صحت بنیادي ضرورتونه هم موجود دي.
ویډیو: اې ایف پي
اېډېټ او رپورټ: منورشاه
Спорт в России и мире
Москва
Баскетболист ЦСКА Хэнлан назвал Москву лучшим местом для жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Экологический телемост регоператора МСК-НТ связал школьников Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Путин утвердил закон о справедливой оплате сверхурочной работы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский допустил, что Москва и Киев начнут мирные переговоры
Навальный в России и мире
Москва
Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певец
Певец SHAMAN расплакался на концерте в Уфе после исполнения песни «Мама»
Москва
Равшана Куркова стала ведущей детской версии шоу «Суперниндзя»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net