محمد داوود لغماني د غزني د والي په توګه معرفي شو
محمد داوود لغماني، نن د غزني د والي په توګه خپله دنده رسماً پیل کړه.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی لغماني رسماً د غزني د والي په توګه معرفي شو.
محمد داوود لغمانی چې دوې اوونۍ مخکې د فاریاب د والي په یوه پوځي لوا کې رسماً معرفي شوی و، د ځینو کسانو د مخالفت له کبله یې خپله دنده پیل نه کړای شوه.
په فاریاب کې اعتراض کوونکو چې ډېری یې د جنبش ګوند غړي وو، غوښتنه درلوده چې والي دې د دوی په خوښه معرفي شي.