Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

په ټکر ولې جنګ دی؟ ولې ګولۍ ورېږي؟

0

د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې د ټکر پېښه د ۱۹۳۰م کال د مې په ۲۸مه هغه وخت شوې وه چې کله د مردان په ګوجر ګړۍ کې د یو انګریز پوځي افسر تر وژل کېدو وروسته انګریز پوځیان پر ټکر کلي ورغلل.

ټکر په هغه وخت کې د خدایي خدمتګارانو د ځینو مشرانو له وجې ډېر مشهور و او په دغه تحریک کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

د مردان یو تاریخ پوه او پر تاریخي پېښو او واقعاتو کالم ليکونکي فرهاد خاور د مې پر ۲۸مه، د دغې پېښې په اړه مشال راډیو ته وویل:

"د ۱۹۳۰ کال د مې پر ۲۷مه د مردان په ګوجرو ګړۍ سیمه کې د انګریزانو یو افسر مرفي پر ډزو ووژل شو او دغلته یوې ښځې پرې د منګي ګوزار وکړ، چې هغه له خپل اس نه پرېوتو او مړ شو. له دغې وروسته انګریز پوځیان پر ټکر کلي ورغلل."

 

تاریخ پوهان وایي، د ټکر په پېښه کې د ۷۰ نه زیات کسان ووژل شول او تر ۱۵۰ پورې ژوبل شول. په وژل شوو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د ټکر له پېښې یوه ورځ وړاندې یعني د مې پر ۲۷مه، په ګوجرو ګړۍ کې د خدایي خدمتګار تحریک د غړو جلسه وه چې پکې د دغه انګرېز افسر مرفي د وژنې پېښه وشوه.

د ټکر یو اوسېدونکی او د بشري حقونو فعال عمران ټکر مشال راډیو ته وایي، په ټکر کلي کې د دغې پېښې په اړه درې خبرې زیاتې مشهوري دي، چې دوی له خپلو مشرانو نه اورېدلې دي:

"د مردان ضلعې یو پوځي مشر چې مرفي نومېدو، په ګوجرو ګړۍ کې د خلکو د یو جلوس د منتشر کولو لپاره سره د خپلو عسکرو دغلته ورغی نو ځینو کسانو پرې ډزې وکړې او دې پکې ولګېد، پر دغه وخت یوې مشرې ښځې چې سواتۍ ابۍ نومېده، پر مرفي د منګي ګوزار وکړ، هغه له اس نه پرېوتو او مړ شو. ځینې خلک وایي چې په دغه وخت د سلطان پهلوان په نوم یو ځایي تن ډزې وکړې او دی ولګېدو او ځینې خلک وایي چې لومړی دغلته په جلوس کې دوو ځایي وروڼو پر مرفي ډزې وکړې او بیا یوې مشرې ښځې د منګي په ګوزار له اس نه پرېوتو او مړ شو."

 

عمران ټکر وایي پر سبا یې انګرېزانو د دغې پېښې د بدل په غرض پر ټکر کلي حمله وکړه ځکه چې په هغه وخت کې د ټکر ځیني د خدایي خدمتګار تحریک مشران هم د انګرېزانو خلاف راوتلي ول.

دا هغه وخت و چې د عبدالغفار خان (باچا خان) د خدایي خدمتګار تحریک په خپل زور کې و او په ۱۹۳۰ کال کې د ټکر د پېښې وړاندې نه د قصه خوانۍ په پېښه کې ګڼ خلک انګرېزانو ګرفتار کړي وو. باچان خان په خپل کتاب زما ژوند او جدو جهد کې لیکلي چې کله د مې پر ۲۷مه د ګوجرو ګړۍ پېښه وشوه نو انګرېزان په سبا یعني د مې پر ۲۸ د دغه پېښې د بدل لپاره ټکر ته ورغلل، بې درېغه ګولې یې وچلولې او مشین ګڼونه یې پکې استعمال کړل چې ښځې او ماشومان هم پکې ولګېدل.

څېړونکي او لیکوال مولانا خانزېب د مې پر ۲۸ مشال راډیو ته وویل، پښتانه د قصه خوانۍ او د ټکر په پېښو کې پر امنه پاتې شوي وو او له هغې تر دغې د خپلو حقونو لپاره پرامنه مبارزه کوي:

هغه وايي:

"د پښتنو اتلان لا هم ورک دي، که هغه په ټکر، بابړې، د بنو د هاتي خېلو او قصه خوانۍ کې جنګېدلي او که په نورو سیمو کې یې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده. باید دا د نصاب برخه شي چې په دغه وخت هم پر پښتنو ډزې شوي دي، دوی وژل شوي دي خو پښتنو وسله نه ده وچته کړې. تر دې وړاندې د ۱۹۳۰م کال د اپرېل پر ۲۳ د قصه خوانۍ پېښه شوې وه، چې پکې انګريزانو په قصه خوانۍ کې په پښتنو مظاهره کوونکي ډزې وکړې او خوا او شا دوه نيم سوه کسان يې ووژل.د دي پېښې اکثره قربانيان د باچا خان د خدايي خدمتګار تحريک غړي وو چې د عدم تشدد يا په سوله ييز ډول يې له انګريزانو څخه د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوله"

ټکر کلی

ټکر د خیبر پښتونخوا په مردان ضلع کې راځي. دغه کلی د مردان د یو بل تاریخي ښارګوټي تخت بای سره نږدې پروت دی. پخوا به خلک د تخت بای نه په ټانګو کې ټکر کلي ته تلل خو اوس دغلته ټانګې ختمې شوي دي. ټکر کې سکولونه او تعلیمې ادارې له پخوا راهیسې جوړې دي. د ټکر ځیني مشران وایي چې پخوا به دغلته د هلکانو سکول ته د مردان د لرو لرو سیمو نه زده کونکي ورتلل.

تاریخ پوهان وایي، په ټکر کې د باچا خان خدایي خدمتګار تحریک هم زیات غړي لرل. د ټکر په پېښه کې د دغه تحریک د مشرانو کورونه او حجرې هم وسوزول شول. په دغو مشرانو کې د ملک هاشم خان او د سالار شمروز خان د پلار ملک امین نوم د یادولو وړ دی.

په زما ژوند او جدو جهد کې باچا خان بابا لیکي چې د ټکر د پېښې وروسته د انګرېزانو پوځیان لوند خوړ او کوهاټ ته لاړل او هلته یې د خدایي خدمتګارانو کورونه او حجرې وسوزولې. د ټکر کلي پر پل د ټکر جنګ د پېښې یادګار هم جوړ شوی دی.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Собянин сообщил о планах развития специализированной медпомощи в Москве


Спорт в России и мире
Москва

Азербайджанцев оправдали за убийство спортсмена Евгения Кушнира в Самарской области. Делом заинтересовался глава Следкома РФ А. Бастрыкин


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Соболенко проиграла Свентек в финале турнира WTA-1000 в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В одном из парков Москвы нашли тело 13-летней девочки





Путин в России и мире
Москва

Захарова назвала визит Путина в КНР судьбоносным шагом, определяющим будущее всей планеты


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Comedy Club

Актрисе и резидентке Comedy Club Марине Кравец исполняется 40 лет



Москва

ЦСКА вернулся в финал // Армейцы после годичного перерыва вновь поборются за титул чемпиона Единой лиги ВТБ

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net