د بدخشان چارواکي: د لاجوردو پر کان د طالبانو برید په شا وتمبول شو
د بدخشان د والي ویاند وايي، په کران و منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو پر کان د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله په شا تمبول شوې ده.
نېک محمد نظري، نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د بهرنیو اتباعو په مرسته غوښتل تېره شپه پر دغه کان ډله ییز برید وکړي: "د کران و منجان ولسوالۍ پر کان د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه چې غوښتل یې د بهرنيو تروریستانو په همکارۍ وکړي، د دې ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو په همکارۍ په شا وتمبول شول او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته."
د والي ویاند وايي، افغان امنیتي ځواکونو او پاڅونوالو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د وسله والو طالبانو ویاندویانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.