Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

امریکايي پوځي چارواکي: له افغانستانه مو د ځواکونو وتل له پلان سره سم پر مخ ځي

0
لوړپوړي امریکايي چارواکي وايي، له افغانستان څخه‌یې د ځواکونو وتل له پلان سره سم پر مخ ځي.


د امريکا دفاع وزیر لوید استېن او د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون وویل چې د دوی په باور افغان ځواکونه هر ډول چمتووالی لري، خو د ښاغلي استېن په وينا، د افغان ځواکونو لپاره به د امریکايي نظامیانو له ملاتړ پرته جګړه ننګوونکې وي.


لوېد استېن د پنجشنبې په ورځ (۱۴۰۰ کال د غويي ۱۶) په پنټاګون کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا متحده ایالات به هر ډول هڅه وکړي چې له افغانستان څخه‌یې ځواکونه په خوندي، سنجول شوې او منظم ډول ووځي او د امریکايي ځواکونو او متحدانو ساتنه وکړي.


ښاغلی استېن زياتوي: "ولسمشر پرېکړه وکړه چې زموږ په خورا اوږده جګړه کې د امریکا ښکېلتیا پای ته ورسوي او موږ کټ مټ پر همدغه چاره بوخت یو. تر اوسه چې دا دی ایله یوه اوونۍ تېره شوې، د ځواکونو کمېدا له پلان سره سمه روانه ده. ورسره جوخت په امنیتي برخه کې له خپلو افغان همکارانو سره د اړیکو یوې نوې دوه اړخیزې بڼې ته اوړو. دلته به موږ په یوه جلا بڼه د خپلو ګډو موخو لپاره کار کوو."




وروسته له هغې چې د جنورۍ په میاشت کې جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه دا د دې هېواد د دفاع د وزیر لوید استېن او د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې د مشر جنرال مارک میلي لومړنۍ ګډه خبري ناسته وه.


جنرال میلي په دې خبري غونډه کې وویل، تر اوسه‌یې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ پر کوم پلان کار نه‌دی کړی.


افغان هوايي ځواکونه دا مهال تر ډېره د ترمیم، تخنیک او روزنې په برخه کې پر امریکايي ځواکونو تکیه دي.


مارک میلي وویل، د امریکا ځینې مرستې به له بهره ترسره شي، خو په وینا یې چارواکي پر دې هم غور کوي چې ایا په دې برخه کې ځیني قراردادونه افغان لوري ته وسپاري کنه.


د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه وویل چې د تېر کال له همدې مودې سره په‌کې ډېر توپیر نه‌دی راغلی.




ښاغلی ميلي وايي: "څومره چې د طالبانو خبره ده، نو ترخه بریدونه به‌یې تر ډېره په یوه ثابته کچه د افغانستان پر خپلو امنیتي ځواکونو روان وي. په تېر کال کې په یوه ورځ، د غلیم له‌خوا له ۸۰ تر ۱۲۰ بریدونه شوي او همدا کچه د مې له لومړۍ نېټې نه هم همدغه ډول پاته ده. د ځواکونو د کمولو له پیل راهیسې یعنې د مې له لومړۍ نېټې، د امریکا او متحدینو ځواکونو باندې هېڅ برید نه‌دی شوی او دا د پروسږکال له حالت سره ورته‌والی لري."


د امریکا دفاع وزیر ویلي چې شااوخوا ۲٫۵۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې دي، خو د دې هېواد د ټولو ځواکونو لوی درستیز پرون وویل چې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو سره په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو شمېر شااوخوا ۳٫۳۰۰ تنو ته رسېږي.


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن پرېکړه کړې چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه کور ته ستانه کړي.




له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر د مې له لومړۍ نېټې پیل شوی دی. د امریکا دفاع وزیر وايي تر اوسه‌یې د امریکايي ځواکونو په شمول نړیوال ځواکونه د طالبانو یا نورو ډلو له‌خوا له کوم برید سره نه‌دي مخ شوي، خو افغان چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکو د وتلو د بهیر له پیل سره سم طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net