نامعلومو وسله والو کندهار کې د بلوڅ بېلتون پالو یو مشر وژلی
![نامعلومو وسله والو کندهار کې د بلوڅ بېلتون پالو یو مشر وژلی](https://gdb.rferl.org/6AE0F6E7-1E08-402D-B50B-4A616478E8BD_cx0_cy3_cw67_w800_h450.jpg)
نامعلومو وسله والو په کندهار ښار کې یو تن چې ویل کېږي د پاکستان د بلوڅ بېلتونپالو له مشرانو څخه و، وژلی دی.
په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي هویت یې افشا شي ازادي رادیو ته وویل چې میر عبدالنبي بنګلزی تېره ورځ ناوخته د کندهار په درېیمه ناحیه کې د وسله والو موټر سایکل سپرو په ډزو ووژل شو.
د دې حملې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی .
دا په روان کال کې په کندهار کې پر دېره بلوڅانو درېیمه حمله ده .
یوه میاشت مخکې په کندهار کې د همدې ډلي یو بل غړی د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی و.