د غور چارواکي د غور-کابل د تړلې لویې لارې د خلاصون هڅې کوي
د غور چارواکي وايي چې په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې کابل ته د تلونکې لارې د خلاصون لپاره د دوی هڅې پیل شوي دي.
په غور ولایت کې په دوو جلا حملو کې د ۷ ولسي وګړو له وژل کېدو وروسته د لعل او سرجنګل اوسېدونکو د اعتراضونو په ترڅ کې په خپله سیمه کې د کابل او غور ترمنځ لویه لاره بنده کړه.
د غور مرستیال والي حبیب الله رادمنش تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې هڅه کوي دا لاره د سیمې د مخورو په مرسته پرانیزي: "زه له یو شمېر مخورو او مشرانو سره هغې سیمې ته ځم، څو دا لاره په هر ډول چې وي خلاصه شي. دا عامه لاره او د مسافرینو لپاره ده. د لارې بندول په هېڅ صورت منطقي کار نه دی."
په تېره روژه کې څلور کسان د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې او نژدې لس ورځې مخکې درې ولسي وګړي دولینه ولسوالۍ ته نژدې، د وسله والو په برید کې ووژل شول.
ښاغلي رادمنش وویل چې دا بریدونه طالبانو کړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.