امریکا: د بلاروس پر ۹ شرکتونو به بندیزونه ولګول شي
د امریکا متحد ایالاتونه به پر بلاروس نور بندیزونه ولګوي.
دا بندیزونه وروسته تردې لګول کېږي چې د مې په درویشتمه د بلاروس رژیم د راین ایر هوایي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه په پلازمېنې منسک کې ښکته کړه او بیا یې یو خبریال د مسافرو له منځه ونیو.
دا الوتکه له یونان څخه لیتوانیا ته روانه وه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) په یوه بیان کې وویل چې د بلاروس پر نهو شرکتونو به د جون له درېیمې بندیزونه ولګول شي.
جین ساکي زیاته کړه چې دا د بلاروس له خلکو سره د امریکا د ژمنو څرګندونه کوي او واشنګټن غواړي چې د بلاروس له رژیم سره د هغه د کارونو په خاطر حساب وشي.