کابل بريد: ۲۹ کسان وژل شوي دي
د افغانستان کورنيوو چارو وزارت وايي په کابل کې د عامه ګټو وزارت پر ودانۍ نني بريد کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.
د افغانستان کورنيوو چارو وزارت وايي په کابل کې د عامه ګټو وزارت پر ودانۍ نني بريد کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن له حکومته غوښتي چې د غېب کړل شوو خلکو مسله دې سنجيده وګڼي او تر موندنې وروسته دې يې عدالتونو ته حاضر کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د چین او پاکستان په دوستۍ خوشاله دی خو غواړي چې بیجنګ نه یوازې د کابل و اسلام اباد د اړیکو په ښه کولو کې رول ولوبوي بلکې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هم کار وکړي. دا خبره نوموړي د چین له یوه ټېلېوېژن سره په مرکه کې کړې چې رویټرز خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۲۴مه خپره کړې. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان اپوزېشن ګوند، پيپلز پارټۍ سپريم کورټ ته د تحقيقاتي ډلې يا جی، آی، ټي هغه رپورټ پر تعصب ولاړ بللی چې پکې د دې ګوند پر شريک مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د تورو پېسو مينځلو يا مني لانډرينګ تور پورې شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه په کابل کې له چارواکو سره وغږیده او د پاکستان پخوانی صدراعظم په اووه کاله بند محکوم شو، د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې د یو شمیر نورو مهمو خبرونو ترڅنګ دا وګورئ چې کرسمس د عیسي ع د زوکړې په ښار کې څرنګه لمانځل کیږي.
ولسمشر غني مني چې د افغانستان ډېرې ادارې لا هم په شلمه پېړې کې پاتې، خو لکه د ښاروالیو په څېر ځينې ادارې...
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شویو هوکړو د عملي کولو په برخه کې پاکستان ...
په داسې حال کې چې تر دې مهاله ۴۰ تنو په ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوماندېدو لپاره معلوماتي کڅوړې ...
د میانمار یا پخوانۍ برما یوې محکمې د روېټرز خبري اژانس د هغو دوو خبریالانو د استېناف د غوښتنې په اړه نن په غونډه کې د دواړو لورو دلایل واورېدل چې د امنیتي عملیاتو په جریان کې د محرمو اسنادو د ترلاسه کولو په تور هر یو په اوو کلونو بند محکوم شوی دی. ۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سو یو د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډيسمبر کې ونیول شول او روان کال په سپټمبر کې د دولتي محرمو اسنادو د لاس ته راوړلو په تور ورته دغه سزا ورکړل شوه. د دغې قضیې پر سر ډیپلوماتانو او د بشري حقونو مدافعانو سخت انتقادونه کړي دي. د... Читать дальше...
په پاکستان کې د احتساب یوه عدالت د ډېسېمبر پر ۲۴مه پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د درغلۍ په یوه قضیه کې د اووه کاله د بند سزا واوروله او په بله هغه کې یې نوموړی خوشې کړ. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ کابل ته په یو ورځني سفر راغلی او د افغان لوړ پوړو چارواکو سره يې وکتل. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ښاغلي قریشي ژمنه وکړه چې هېواد به يې د افغان د سولې په برخه کې خپلې وروستۍ هلې ځلې وکړي. ویډیو او ایډېټ: لېمه هادي
د کابل د پولیسو یوه مشر محمد سالم احساس مشال راډيو ته وویل، د ډېسېمبر ۲۴مې شاوخوا درې بجې وسله والو له وزارت سره چاودنې وکړې
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وایي، تر اوسه یې له دې هېواده د یو شمېر امریکایي ځواکونو د وتلو امر نه دی تر لاسه کړی. امریکایي جنرال سکاټ مېلر چې پرون یې د ننګرهار له والي سره په کتنه کې څرګندونې کولې، پر دې ټینګار وکړ چې که د ځواکونو د وتلو امر تر لاسه کړي، هم دوی بیا هم کولای شي چې په دې هېواد کې په موجوده نړیوالو ځواکونو خپل ماموریت مخ ته یوسي. څو ورځې مخکې رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې له افغانستانه د امریکايي ۱۴ زره سرتېرو نیمایي اووه زره به یې له دې هېواده وباسي.
د پاکستان د فساد ضد محکمې د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د خپلو عوایدو د سرچینو د پټ ساتلو په خاطر په اوو کلونو بند محکوم کړ. په اسلام اباد کې محکمې نن دغه حکم د هغه پرضد د فساد د تورونو په دوو مواردو کې اعلان کړ. هغه ته له دوهم توره برأت ورکړل شو. شریف پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې کوم غلط کار یې نه دی کړی. تر دې مخکې په جولای میاشت کې نوموړی په لندن کې د عصري اپارتمانونو د پیرلو په خاطر په لسو کلونو بند محکوم شوی و. هغه د دغه حکم په اړه د استېناف غوښتنه کړې وه او په سپټمبر کې په ضمانت له بنده خوشې شوی و. Читать дальше...
افغان چارواکي وايي، د کابل ښار د معیاري کولو او د ښار د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره غواړي چې د متخصصینو ...
یوه بل چارواکي سي این این ته ویلي چې د دفاع تلونکي وزیر جېمز میتیس هاغه فرمان لاسلیک کړې.
که څه هم د مهاجرینو له ریاست سره د بېځایه شویو کورنیو دقیقې شمېري نشته، خو ویل کېږي چې زرګونه هغه کورنۍ چې ...
د کابل ښار د عبدالحق څلور لاري په مربوطاتو کې چاودنه شوې. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد پېښه تأیید کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل. په دې اړه نور جزیات وروسته...
په اندونيزيا کې د سمندري توپان يا څونامي کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کمېدل به څه معنی ولري؟ هغه پوښتنه چې یو شمېر لوېدیځو څېړونکو یې په ...
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې اووه ملکي وګړي د سړک د غاړې بم چاودنه کې ووژل شول. د غزني د والي ویاند عارف نوري د دې پېښې په اړه نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د ده یک ولسوالۍ په شاخوګ سیمه کې شوې ده. هغه وویل، یوه موټر چې د پکتیکا اوسیدونکي پکې سپاره وو، د وسله والو طالبانو پر یوه ښخ شوي ماین برابر شوی و چې د چاودنې په نتیجه کې یې اووه تنه سپرلۍ په شهادت رسیدلي چې ټول نارینه او ملکیان دي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پیښې په اړه څیړنه کوي.
د افغانستان د عدلیې او له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرانو نن له ولسي جرګې د باور رأیه ترلاسه کړه. سلامت عظیمي او عبدالبصیر انور ولسي جرګې د دې لپاره استیضاح کړي وو چې په وینا یې خپلې انکشافي بودجې یې کمې لږولي دي. تردې مخکې د تیرې شنبې په ورځ د فواید عامې وزیر د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې د باور رأیه خپله کړې وه.
د غوري سمنټو دغه کارکوونکو که څه هم چې کاري اعتصاب نهدی کړی، خو وایي، کلونه کېږي چې مسوولین یې له معاشونو د تقاعد په نوم پیسې ګرځوي، اوس چې د حکومت لهخوا دغه کمپنۍ سره د قراداد د ختمېدو ویل شوي کمپنۍ نه بېرته پیسې ورکوي او نه هم د تقاعد په اړه څه وايي ویډیو: بشیر احمد غزالي ایډیټ: ابراهمی صافی
د فاریاب نه د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته د نا امنیو له امله یوې بېځایه شوې کورنۍ ماشوم د یخې هوا له امله ومړ. دغه بېځایه شوي وایي که پر وخت ورسره مرسته ونهشي له نورو سختو ستونزو سره به هم مخ شي. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار په همدې هکله راپور جوړ کړی. اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو ولسمشر غني سرور دانش یو وار بیا د دوهم مرستیال په توګه ګمارلی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.