ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه
نن پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نهه دېرش کاله پوره شول. په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو خونړی کمپاین نن پای ته ورسېد. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
نن پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نهه دېرش کاله پوره شول. په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو خونړی کمپاین نن پای ته ورسېد. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ډېره وه.
د پاکستان پيپلزپارټۍ شريک مشر اصف علي زرداري وايي، له خپلو مخالفينو سره په عدالتونو او هر ځای کې د مقابلې کولو لپاره چمتو دی.
د خوست قومي مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د بهرنیانو پر ځای دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.
د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون پولیسو ته وضع شوي نوي اصول د نظم په خاطر مهم ګڼي وايي چې باید په عمل کې هم تطبیق شي.
پاکستاني چارواکي وايي چې د هغه هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او ۱۷۱ نور کسان ممنوع الخروج اعلانوي. دا پرېکړه په پاکستان کې له مالي تورم او د پيسو سپینېدو له مسئلې سره په تړاو شوې ده. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، فواد چودري نن، پنجشنبه د ډسمبر۲۷مه وویل چې د فدرال پولیسو څېړونکي پهدې باور دی چې اصف علي زرداري جعلي بانکي حسابونه درلودل. اصف علي زرداري د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی دی. د هغه پرضد د دوسیې پر برابرولو کار پېل شوی دی. پر اصف علي زرداري له پاکستانه د وتلو ممنوعیت نن ولګېد چې... Читать дальше...
ګلاب اپريدی وايي، له وطنه دباندې مېشت پښتانه کولای شي د انټرنيټ له لارې له ده د رباب درسونه واخلي.
ډاکتر فیصل وویل، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هېوادونو ته د خپلو رسمي سفرونو پیل له افغانستانه وکړ ځکه چې حکومت په هغه هېواد کې سوله غواړي.
انجنیر زهره مطهر د پکتیا ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې په توګه وپېژندل شوه. نن د مرغومې په شپږمه نېټه د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي لهخوا د یاد ولایت د دولتي او غیر دولتي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او د مدني بنسټونو مشرانو ته په ځانګړو مراسمو کې چې د ولایت په مقام کې جوړ شوي و، انجنیر زهره مطهر د ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې په توګه وروپېژندل شوه. نوموړې پخوا مدني فعاله وه او په یو شمېر دولتي پوستونو کې یې دندې ترسره کړي. اغلې مطهر په خپل معرفت غونډه کې وویل: "د... Читать дальше...
د بلوچستان د لورالايي په څماولنګ سیمه کې د سکرو په کان کې د چاودنې په چاودنه کې درې کان کنونکي وژل شوي
بېنظير بوټو دوه ځلې د پاکستان وزيراعظمه پاتې شوې وه. نوموړې د خپل پلار ذوالفقارعلي بوټو تر پانسۍ وروسته عملي سياست شروع کړي وو.
اژانس د ډېسېمبر پر ۲۶مه د دې ډلې ویاند جیند بلوڅ له خولې لیکلي چې قومندان اسلم بلوڅ له څلور نورو ملګرو سره یو ځای په کندهار کې وژل شوی.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست له لوري د وزن پورته کولو د ملي لوبډلې لوبغاړي وستایل شول. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې دغو لوبغاړو په ازبکستان کې د وزن پورته کولو سیالیو کې د افغانستان لپاره ۲ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۳ د بُرونزو مډالونه ګټلي وو. دغه سیالۍ د دسمبر له ۵ نېټې نه د همدې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې په تاشکند کې ترسره شوي وو. د يادونې ده چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازېتوب لسو لوبغاړو ګډون کړی و.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا يو ځل بیا د ترکمنستان د فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه د جمعې په ورځ د ترکیې د انتالیا ښار په مراسل لوبغالي کې د ورځې په يوه نیمه بجه ترسره کېږي. دا پهداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دواړو لوبډلو د شدید باران په جریان کې لوبه وکړه چې پهدغه لوبه کې ترکمنستان ۲ د صفر په وړاندې بریا خپله کړه. ټاکل شوې افغانستان د دسمبر په ۲۸مه نېټه د ازبکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي، خو د ازبکستان ملي لوبډلې... Читать дальше...
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوالو سیالیو جام له کابل وروسته د بامیانو تاریخي ولایت ته يوړل شو. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې بامیانو ولایت ته د نړیوال جام وړلو په مناسبت ځانګړي پروګرامونه او نندارې په نظر کې نیول شوي دي. د ښاغلي هوتک په خبره، له بامیانو څخه به دغه جام هرات او له هغه ځایه به کندهار ولایت ته هم يوړل شي. د کرکت نړیوال جام تېره ورځ سهار مهال له متحده عربي اماراتو کابل ته راوړل شو چې په هوايي ډګر کې له يو لړ مراسمو وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ ته يوړل... Читать дальше...
د روسیې رسنۍ وايي چې د هغه هېواد په لېرې ختیځ کې د لاسي بم په چاودنه کې یو وګړی وژل شوی او درې تنه زخمیان شوي دي. د خبروفسک ښار چارواکو ویلي چې مشکوک وګړي په یوه دفتر کې غلا کوله او لاسي بم چې ورسره و، انفجار کړی دی. په خپله مشکوک د پېښې په ځای کې وژل شوی او زخمیان روغتون ته لېږدول شوي دي. په زخمیانو کې دوه ښځې دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایې د جدي میاشتې ۶مه د افغانستان لپاره توره ورځ وه. ۳۹ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه په یو وار د پخواني شوروي اتحاد څه باندې ۲۵ زره پوځيانو پر افغانستان یرغل وکړ. وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
په افغانستان کې د خبریالانو د مصونیت کمېټه په شمال زون کې د ناامنیو د زیاتوالي او په رسنیو کې د مالي ستونزو د رامنځته کېدو له ...
محمد حلیم فدايي د خوست نوی والي وټاکل شو. هغه د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړاندیز پر اساس او د جمهور رئیس د فرمان له مخې د خوست والي ټاکل شوی دی. فدايي د لوګر او میدان وردګ ولایتونو د والي په توګه هم کار کړی دی. تر هغه مخکې، حکم خان حبیبي د خوست والي و.
د خوست قومي مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې د بهرنیانو پر ځای دې له افغان حکومت سره ...
په داسې حال کې چې په وروستیو کې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.
پر ډونالد ټرمپ لهدې کبله انتقادونه کېدل چې ولسمشرۍ ته تر رسېدو راهیسې یې په هېڅ جګړهییزه سیمه کې د خپلو ...
په فراه کې امنیتي چارواکي وايي چې د وسلهوالو طالبانو دوه لوی قوماندانان وژل شوي دي. د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب نن د ډسمبر ۲۷مه، له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د شینډنډ او خاک سفید ولسوالیو لپاره د وسلهوالو طالبانو د عملیاتو مشران د بېبېلوټه الوتکو یا ډرون په حملو کې وژل شوي دي. محب وویل چې په یوه میاشت کې په ټوله فراه کې داسې ۵۰ حملې شوي چې ګڼ شمېر وسلهوال پهکې وژل شوي دي. وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
د کونړ دانګام ولسوالۍ د ډیورند په فرضي کرښه پرته ده، که څه هم چې اوس د دغې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو د پاکستان پوځ توپچي بریدونه کوي، خو پهکې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښتې کمې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دفتر «نی» وایي، سږنی میلادي کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی او له تاوتریخوالي ډک ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.