په داسې حال کې چې سیمه کې د خراب امنیت او ترهه ګرۍ له کبله د چترال د کیلاش سیمې قبیلې د خپل ژوندي پاتې کیدو لپاره د یو شمیر چیلنجونو سره مخامخ دي، د خیبر پښتونخوا حکومت د سیمې د لرغوني کلتور د خونديکولو لپاره ۱۵۰ ملینه روپۍ منظوری کړي دي.
په افغانستان کې د ناټو لوړوپوړی ملکی استازی کورنیلیو سمرمن وایي چې د سولې یوه لوی بحث ته اړتیا ده. د پاکستان پوځ پښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښ کړی چې کرښې ماتې نه کړي څو پوځ له زوره کار واخلي خو غورځنګ بیا پوځ تورنوي چې له ټولو بریدونو اوښتی.
ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د چین ولسمشر شي جېن پنګ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر رې یونګ هو سره په کتنه کې هیله څرګنده...
د سوات په سيدو شريف کې د بنیادي سکولونو لسګونو ښځينه استاذان او زده کوونکي په احتجاج راوتي او له خيبر پښتونخوا حکومته غوښتنه کوي د سوات هغه شپيته سکولونه دې نه ختموي چې له تېرو دېرشو کالو راهیسې په لرېو پرتو سيمو کې جوړ کړي شوي ول او بنيادي زده کړي به يې ورکولې. د مشال ريډيو خبريال نيازاحمد خان ويډېو
په وزیرستان کې چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان - افعانستان ترمنځ پر غلام خان بندر سوداګري په غوړېدو ده او په نېږدو ورځو کې به دغه دوه اړخیزه سوداګري د شپې مهال هم دوام ولري. دا څرګندونې د پاکستان سرحدي ټرمینلونو مشر جنرل منیجر کرنل عزیز خټک د مشال راډیو له خبریال عمر وزیر سره کړې دي.
د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشرانو او د دغه غورڅنګ پلویانو د پاکستاني پوځ هغه خبرداري ته سخت غبرګون ښودلی...
متحده عربي امارتو یو ځل بیا د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ ژمنه کړې ده.
ملګرو ملتونو ته د متحده عربي اماراتو د دایمي استازي مرستيالې اميرا العفيتي «Amira Al-Hafiti» د افغانستان د وضعيت په اړه د دې سازمان په یوه غونډه کې ټينګار وکړ چې متحده عربي امارات د افغان حکومت په مشرتابه د افغانستان د سياسي حل بشپړه ملاتړ کوي.
مېرمن اميرا د افغانستان د سولې په پروسه کې د دې هیواد د ټولنې د ټولو لوريو پر ګډون ټينګار وکړ.
اميرا العفيتي همدا راز وويل، ابوظبي لېواله دی چې د افغانانو د ليدلوري د برياليتوب... Читать дальше...
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې ۷ افغان سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د چنارتو ولسوالۍ ولسوال فیض محمد حنیفي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر امنیتي کمربندي پوستو ډلهییز بریدونه وکړل چې په نتيجه کې يې درې امنيتي سرتيري وژل شوي.
ښاغلي حنيفي همدا راز ازادي راډيو ته وویل چې د افغان پوځيانو او وسله والو طالبانو تر جګړې څه موده وروسته د بهرنیو ځواکونو الوتکو له کمربنده ۲ کیلومتره شاته... Читать дальше...
د بشري حقونو نړيوال سازمان پر اروپايي ټولنه غږ کړی چې له قرغزستانه وغواړي د بشري حقونو مدافع عظيم جان عسکروف دې له زندانه خوشې کړي.
د ډسمبر په شپږمه په خپاره کړي بيان کې دغه ادارې ويلي، اوس وخت را رسېدلی چې قرغزستان عسکروف راخوشې کړي.
عسکروف تر نيول کېدو مخکې د بشري حقونو مدافع وو او خپلواکو ویب پاڼو ته يې لیکل کول خو اوس د قرغزستان په زندان کې د ابدي حبس سزا تېروي.
دی په خټه ازبک دی او د ټولنې امن او ثبات ته د خطر پېښولو په تور وروسته تر هغه ونیول شو چې په ۲۰۱۰میلادي کال کې د قرغزستان په جنوب... Читать дальше...
په کندهار ولايت کې له پوليسو سره نښته کې يو بريدګر وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دُرانی وایي، نن يوه بجه وسله والو موټر سایکل سپرو د کندهار د ۱۴مې حوزې اړوند په سيمانو پله سيمه کې پر ګذمه ولاړو پوليسو بريد کړی او دوه پوليس يې ټپيان کړي دي.
وروسته له هغه چې حمله کوونکي له هغه ځايه تښتېدلي، په لسمه امنیتي حوزه کې نورو پوليسو ورباندې بريد کړی چې په نتيجه کې يې يو بريدکوونکی وژل شوی او يو بل په ټپي حالت کې تښتېدلی دی.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
د خوست یو شمېر روڼ اندي، قومي مخور او فرهنګیان وايي، چې افغان حکومت د نورو په شان د یاد ولایت د ملي، تاریخي او ټولنیزو شخصیتونو د مبارزو او کارنامو یادونې او لمانځنې ته پاملرنه نه ده کړې.
په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ
د بې پولي ډاکټرانو ادارې او په مدیترانه کې مرستندویه ادارې ويلي، په مدیترانه سمندرګي کې د خپلې ژغورونکې بېړۍ فعالیت دروي.
دغو ادارو د دې پريکړې لامل د اروپايي ټولنې هېوادونو له خوا ورباندې دوامداره فشار بللی دی.
د بې پولي ډاکټرانو ادارې پر ايټاليا او نورو اروپايي هېوادونو تور پورې کړی چې د اکواریوس په نوم د دوی د ژغورونکي بيړۍ د کار مخه نيسي.
په تېر جون مياشت کې اکواریوس وروسته له هغه د سياسي او ډیپلوماټيک بحران یو سمبول وګرځېد چې ايټالیا يې پر مخ خپله پوله وتړله او دا بيړۍ له ۶۳۰ ژغورل شويو پناه غوښتونکو سره په اوبو کې بنده پاتې شوه.
د امريکا د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش مړی په ټکساس ايالت کې د خپلې مېرمنې او لور د قبرونو څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.
د خاورو ته سپارلو مراسم د پنجشنبې په ورځ په هوسټن ښار کې تر سره شول.
تردې يوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې پر دولتي کچه د ده اخري مراسم ولمانځل شول.
بوش د نوومبر په دېرشمه په ټکساس ايالت کې په ۹۴ کلنۍ کې مړ شو.
د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د امریکا ټولو پخوانيو ژوندي ولسمشرانو په واشنګټن ملي کليسا کې د بوش په اخري مراسمو کې ګډون وکړ.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د قبايلي سيمو لپاره په قامي مالياتي ايورډ )اېن اېف سي) کې د سیند صوبې پرته له درې واړو صوبو د درې فيصده برخې د ترلاسه کولو ضمانت اخیستی دی.
د انتخاباتو د شفافیت لپاره د څار بنسټونو اتحاد که څه هم د انتخاباتي شکایتونو وروستۍ پرېکړه قانوني بولي، خو ټینګار کوي چې باید دغه کمېسیون په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مسکو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر مهم بولي.
فرانسوي چارواکو اعلان کړی چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د احتمالي مظاهرو د امنیت لپاره به په ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه په دنده وګماري.
د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري د ۱۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اته کيلو متره سړک جوړونې چارې پېل شوې.
د پکتيکا مرستيال والي انجينر شېرباد شاه ارګوني وويل:
"د ياد سړک په جوړولو سره به د ارګون او سروبي ولسواليو د اوسېدونکو ډېری ستونزې هوارې شي."
بلخوا د سيمې قومي مشرانو له ولايتي ادارې مننه وکړه چې داسې يو مهم سړک ورته جوړېږي چې هره ورځې پرې د سيمې نږدې دوه زره کسان تګ راتګ کوي.
دوی وايي، پر دغه خامه لاره اوس دوی په خاورو او دوړو کې ستونزمن سفر کوي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د امریکا د متحدو ایالتونو هغه هڅه بریالۍ نه شوه چې غوښتل یې پر اسرائیلو له غزې څخه د حماس د توغندیو د بریدو د غندنې یو پریکړه لیک په دې اسامبلۍ کې تصویب کړي.
پهدې اړه د پنجشنبې په ورځ د امریکا له خوا وړاندیز شوې پریکړه لیک ۸۷ موافقې او ۵۸ مخالفې رأیې تر لاسه کړې. خو دا هېواد ونه توانېده چې دوه په درې برخې د تأیید رأیې چې د دې پریکړه لیک د تصویب لپاره ضرور وې تر لاسه کړي. ۳۲ هېوادونو په دې اړه له رأيې ورکولو ډډه وکړه.
که دا پریکړه لیک تصویب شوی وی، د ملګرو ملتونو... Читать дальше...
د نجونو د تعلیم په برخه د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هڅې د امریکا د هارورډ پوهنتون له خوا نوموړې ته د یوې معتبرې جایزې په ورکړه ستایل شوې ده.
۲۱ کلنه ملاله یوسفزۍ چې څو کاله مخکې په سوات کې د طالبانو له یو مرګوني برید وژغورل شوه، د پنجشنبې په ورځ ورته د امریکا د ماسچوسیټ ایالت په کیمریج کې د هارورډ پوهنتون له خوا د ۲۰۱۸ میلادي کال د ګلیټسمن ایوارډ ورکړل شو.
د هارورډ پوهنتون یو استاد ډیویډ ګیرګین په دې مناسبت ویلي:
"ملاله د ځپل شویو ښځو او نجونو د پیاوړتیا او استقامت لپاره په پوره... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویانده هدر ناوئرټ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه نوموي.
امریکايي رسنیو په دې اړه راپورونه خپاره کړي او ویلې یې دي چې ولسمشر ټرمپ ښايي نن پر خپل ټویټر د نوموړي نومول رسماً اعلان کړي.
هدر ناوئرټ به چې د «سي. اېن.اېن» او فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکو د یوې مخکښې خبریالې په توګه یې هم کار کړی، په ملګرو ملتونو کې د نیکې هیلې ځای ونیسي.
نیکې هیلې د اکټوبر په میاشت کې اعلان کړی و چې د روان میلادي کال په پای کې به په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه له خپلې دندې استعفا وکړي. Читать дальше...
په کونړ کې چارواکي وايي، د اسمار په ولسوالۍ کې د یو ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د جمعې په سهار ازادي راډیو ته وویل تېر مازیګر ۴بجې د اسمار ولسوالۍ اړوند د بانډو چم ساحه کې په سړک کې د ايښودل شوي یو ماین چاودنې لږ تر لږه یو ملکي کس وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.
تراوسه پورې دا نه ده څرګنده چې په سړک کې دا ماین چا ايښی و؟
خو ډېر کله د حکومت مخالف وسلهوال، د امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو لپاره په لارو کې ماینونه خښوي چې وخت ناوخت پرې د ولسي خلکو موټر برابریږي.
په فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي، د اندخوی او قرغان ولسوالیو کې یې د شاهین په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د شاهین عملیات د پنجشنبې په ورځ د افغان امینتي او دفاعي ځواکونو لهخوا په شریکه پیل شوې او د دې ولسوالیو تر بشپړې تصفیې به دوام وکړي.
د فاریاب د پولیسو ویاند زیاته کړې چې پرون پنجشنبه د دې عملیاتو په ترڅ کې د مخالفو وسلهوالو لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه کلي یې له وسلهوالو نیولې دي.
د ښاغلي یورش په وینا افغان ځواکونه تر اوسه پهدې عملیاتو کې مرګ ژوبله نهلري. Читать дальше...
د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشرانو او د دغه غورڅنګ پلویانو د پاکستاني پوځ هغه خبرداري ته سخت غبرګون ښودلی...
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Рэпер Баста благословил девушку на брак во время своего концерта
Москва
В Подмосковье мужчину убили выстрелами в голову более 10 раз
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net