د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد نن په کابل کې افغان مشران وکتل. د یمن د جګړې د ښکیلو خواو خبرې نن په سویډن کې پیل شوې او په لومړۍ ورځ یې د بندیانو په تبادلې موافقه وکړه.
ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په کابل کې هغو مېرمنو ته د اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا جايزې ورکړل شوي چې ښه فرهنګي کارونه یې کړې دي.
دا جايزې د مېرمن کلتوري بهير په کلنۍ غونډه کې شاعرانو او فرهنګيالو ته ورکړل شوې دي. د دې کار هدف د فرهنګي او کلتوري فعالانو هڅول ښودل شوي. په اړه یې نور تفصيل په دې راپور کې وينئ
د خېبر قبایلي ضلعې په جمرود کې په خېبر کرکټ اکاډیمۍ کې هره ورځ په لسګونه قبایلي ځوانان د کرکټ روزنه حاصلوي. دوی وایي د کرکټ یوشمېر نړیوال لوبغاړي له خېبر سره تعلق لري نو ځکه د دوی شوق هم ورسره زیات شوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ کورئ.
د افغان حکومت مسوولین وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د استازیو د سفر هدف د سولې د مذاکراتو په اړه له طالب مشرانو سره مشورې کول دي.
د پاکستان پوځ وايي، له طالبانو سره د امریکا د سولې له خبرو ملاتړ کوي خو په عین حال کې له واشنګټنه غواړي چې د یوه ماتې خوړونکي په توګه نه، بلکه د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي.
رویټرز خبري اژانس وايي، په چین کې په حراستي مرکزونو یا کیمپونو کې د سنکیانګ صوبې په زرګونو مسلمانان قید ساتل شوي دي. بیجنګ وايي دا مرکزونه د بیا رغونې او اصلاح لپاره کارول کېږي خو د بشري حقونو مبارزه کوونکي وايي دغه کیمپونه د بې ګناهو کسانو د سیاسي نظريې د بدلولو لپاره استعمالېږي. ملیحه امیرزاده د رویټرز ویډیو په پښتو کې ترجمه کړې ده.
د قبایلي ضلعو په ګډون له ټول پاکستانه راغلي د بنیادي تعلیم کمیونټي سکولونو ښوونکیو د اسلام اباد په ډي چوک کې احتجاجي ناسته روانه ده او غوښتنه کوي چې دوی له ۲۲ کالو راهیسې د پاکستان بچیانو ته تعلیم ورکوي خو د دوی نوکرۍ يې تر اوسه نه دې پخې کړي.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا «سي اېن اېن» ټلوېزیون خبر ورکړی چې متحد ایالات پلان لري چې یوه جنګي بېړۍ تور سمندرګي ته ور واستوي.
دا حرکت په داسې وخت کې کېږي چې د اوکراین او روسیې سیاسي کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.
«سي اېن اېن» پرون چهارشنبه خبر ورکړ چې د امریکا پوځي چارواکو د بهرنیو چارو له وزارته غوښتنه کړې چې ترکیې ته په باسفورس او داردانېلس کې چې مدیترانه له تورې بحیرې سره نښلوي، د امریکا د یوې پوځي بېړۍ د تېرېدو له امکانه خبر ورکړي.
د اوبو دا لارې په استانبول کې تیرېږي.
په دې اړه د «سي اېن اېن» په رپوټ کې د پټو سرچینو په حواله معلومات ورکړل شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نن په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د شکایتونو د کمېسون پرېکړه رد کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل چې دا پرېکړه سیاسي او غیر قانوني ده او د احساساتو له مخې شوې ده.
د دې کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل چې له دوی سره هېڅ مشوره نهده شوې او یوازې د دوی اداره د داسې پرېکړو صلاحیت لري.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نن د پنجشنبې په ورځ د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې رأیې باطلې اعلان کړې.
د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني خبریالانو ته... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کابل رأیو د باطلېدو په اړه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پرېکړه د رد ترڅنګ سیاسي وبلله.
زيک په وروستيو کې ټپې وويلې، ويډيو يې ورته جوړه او پر انټرنېټ خپره کړه.
په بلوچستان کې په دوه جلاجلا ټرافيکي پېښو کې اته کسان وژل شوي دي او ۱۵نور ژوبل دي.
ارګ وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي وحدت حکومت مشرتابه ته د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړل.
د پاکستاني پوځ ویاند له پښتون ژغورنې غورځنګه غوښتنه کړې، تر لیکې دې نه تېرېږي، داسې نه چې رياست یې پروړاندې ګام واخلي.
په کابل کې د فوټبال د اتلانو جام سیالو په لومړي لوبه کې د هرات د سرخ پوشانو لوبډلې د پکتیا اتفاق لوبډلې ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
دا سیالۍ نن پنجشنبه پیل شوي چې پهکې د اتو زونونو څخه تکړه سیمهییزې لوبډلې ګډون کوي.
دا سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې د میزان په میاشت کې د افغانستان فوټبال غورهلیګ سیالۍ ترسره شوې
د اتلانو جام په سیالیو کې هره ورځ دوه لوبې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کېږي.
د هاکي د نړیوال جام په سیالیو کې جرمني، هالنډ ته ماتې ورکړه، خو د پاکستان او مالیزیا لوبه برابره پای ته ورسېده.
هالنډ له جرمني څخه یو د څلور پر وړاندې لوبه وبایلله، خو مالیزیا او پاکستان بیا تر پایه یو یو ګول وکړ.
دا لوبې چې د هندوستان بهونیشور ښار کې د نوومبر میاشتې له ۲۸نېټې پیل شوي دي.
د هاکي په ۱۴م پړاو دغه نړیوال جام سیالیو کې ټولې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي.
د هاکي د نړیوال جام په سیالیو کې جرمني، هالنډ ته ماتې ورکړه، خو د پاکستان او مالیزیا لوبه برابره پای ته ورسېده.
هالنډ له جرمني څخه یو د څلور پر وړاندې لوبه وبایلله، خو مالیزیا او پاکستان بیا تر پایه یو یو ګول وکړ.
دا لوبې چې د هندوستان بهونیشور ښار کې د نوومبر میاشتې له ۲۸نېټې پیل شوي دي.
د هاکي په ۱۴م پړاو دغه نړیوال جام سیالیو کې ټولې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي.
د ایران د دولتي ټلوېزیون په حواله نن پنجشنبه د ډسمبر ۶مه، د هغه هېواد په چابهار ښار کې دوه امنیتي ساتونکي په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
چاودنه د چابهار د پولیسو یوه مرکز ته نېږدې شوې ده.
د چابهار سرپرست والي، رحمدل بامري دا خبر تأیید کړی او ویلي یې دي چې چاودېدونکي مواد په یوه موټر کې اېښودل شوي وو.
هغه ویلي چې په حمله کې ښايي تر یوه زیاتو کسانو لاس درلود.
د زخمیانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ګارد د پیاده ځواکونو قوماندان، محمد پاکپور د ایران نیمه دولتي... Читать дальше...
پراک ـ د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر فېصل وايي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازی زلمي خليلزاد د پاکستان سفر پرمهال هېڅ شرطونه نه دې پرې ایښې او امريکا غواړي چې پاکستان دې د افغانستان مفاهمتي عمل کې خپل کردار ولوبوي.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشرانو نن په کابل کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د کندز سیمهییز چارواکي د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د ۱۲ کیلومتره سړک جوړولو د چارو د پیلېدو خبر ورکوي چې څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د کندز د فواید عامې ریاست رئیس محمد رحیم رحمتي په دې اړه ازادي راډیو وویل:
"د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د سړک ساختماني کار رسماً پیل شوی او په ۱۸ میاشتو کې به په اساسي ډول ګټې اخېستنې ته وسپارل شي او له کبله به یې د خلکو همیشنۍ ستونزې هواري شي."
بل خوا د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي د دغې لویي پروژې د کار پیلېدو له کبله خوښي څرګندوي او زیاتوي چې د امنیت... Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست بریالي انتخابات به دې هېواد ته د سولې او ثبات پر لور په حرکت کې لار هواره کړي.
سټولټنبرګ سپارښتنه کړې چې د افغانستان انتخاباتي سیسټم باید اصلاح شي څو شفافو ټاکنو ته زمینه برابره شي.
هغه پرون چهارشنبې د ډسمبر ۵مه، په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، طالبان باید وپوهېږي چې د جګړې دوام یوازې د خلکو کړاو زیاتوي او هېڅ بله ګټه نه لري.
سټولټنبرګ پر طالبانو غږ وکړ چې د مذاکرو لپاره تیار شي. Читать дальше...
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د شکایتونو، انتخاباتي سرغړونو او جرایمو له څېړلو وروسته د کابل حوزې رأیې باطلې اعلان کړې...
ارزګان ولایت کې معلولینو د جنګ پر ښکیلو خوا د سولې غږ کړی، دغه معلولین چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې سره راغونډ شوي وو او ویل یې چې نور له جګړې تر پوزې راغلي او زغم يې نهلري.
ملګري ملتونه په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره نن د یمن د سولې خبرو یو نوی پړاو پیلوي.
Спорт в России и мире
Москва
Футболисты ЦСКА и «Спартака» не забили голов друг другу впервые с 2003 года
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Путин в России и мире
Москва
Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Гидрометцентр: 26 апреля в Москве ожидаются кратковременные дожди с грозой
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net