کراچۍ: د ایم کیو ایم ګوند پخوانی رهنما علي رضا عابدي ووژل شو
علي رضا عابدي له ایم کیو ایم پاکستان ډلې څخه تر استعفا وروسته هم له سیاست سره اړیکه نه وه پرې کړې. هغه به زیاتره وخت د کراچۍ د سیاست په اړه په ټویټر لیکنې کولې. هغه په کراچۍ په روان عملیاتو او واکمن تحریک انصاف باندې هم وخت په وخت نیوکې کولې.