محمد خان لهړی: د بلوچستان تعلمي حالت ښه کولو ته نوی قانون جوړوو
د بلوچستان حکومت وايي ، داسې قانوني ګامونه پورته کوي چې له مخې یې په صوبه کې د تعلیم خراب حالت وده وکړي.
د بلوچستان حکومت وايي ، داسې قانوني ګامونه پورته کوي چې له مخې یې په صوبه کې د تعلیم خراب حالت وده وکړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ښوونځيو، پوهنځیو او پوهنتونونو زده کوونیکو د دغه ښار له هنه اوړکه تر کوټې ښار په پلي ولاړ چې موخه یې د دغه صوبې د لرغوني مهر ګړ تهذیب خوندیکول او ژغورل وو. د ایوب ترین ویډيو
د کوټې ښار اوسېدونکې ۱۷ کلنې یاسمین بي بي ژوند دوه کاله وړاندې تر هغه وروسته له کړاونو سره مخامخ شو چې د اپېنډکس عملیاتو پر مهال یې له ډاکټرانو یوه ستن په تېروتنه سره په نس کې دننه پاتې شوله. له مشال راډيو سره په خبرو کې هغې وویل ځکه نه متیازې تم کولی شي او د ماشوم له زوکړې یې هم اېستلې ده. د دې پلار وايي نور یې د علاج لپاره د پیسو وس نه لري. د ایوب ترین ویډیو
ماسټر وايي، په ۱۳ کلنۍ کې يې د پښتو فلم په يوه سندره کې هارمونيم غږولې.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن د لاجوردو لار پرانیسته چې په مټ یې افغان سوداګریز مالونه اروپا ته انتقالیږي. د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو ایران تورن کړ چې په افغانستان کې له طالب اورپکو ملاتړ کوي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
افغان چارواکي سولې ته د رسېدو په لار کې وروستۍ هڅې مهمې بولي او وايي، د دغو هڅو په نتیجه کې سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې ده.
د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبدلې د هند معلولینو لوبډلې ته د درېیو شل اورېزو لوبو سیریز وبایله. په وروستۍ او درېیمه شل اورېزه لوبه کې د افغانستان د معلولینو لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د هند د معلولینو لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې هندۍ لوبډلې ورکړل شوی د لوبې په ۱۹ اوور د څلور وکټو په زیان پوره او لوبه یې د ۶ وکټو په توپير وګټله. د درېیو لوبو دغه سیریز هندوستان ۲ د ۱ په وړاندې په خپل نوم کړ. د دواړو هېوادونو د کرکټ د معلولینو لوبډلو ترمنځ د دغو سیالیو... Читать дальше...
په متحده عربي اماراتو کې د نړۍ د غوره فوټبال کلپونو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام ۱۵ پړاوو سیالۍ پېل شوې. د فوټبال نړیوالې شورا فیفا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې،د فوټبالکلپونو د نړۍوال جام دا سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۰ کال کې پیل شوې چی تراوسه هر کال په یو هېواد کې کېږي چې سږ کال به پهکې ریال مادرید له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي. د کلپونو په ۱۵م پړاو نړۍوال جام سیالیو کې د ۶ کنفیدراسیونونو څخه ۷ فوټبال کلپونه برخه لري چې د عربي اماراتو په دوو بېلابېلو «هازا او زاید» لوبغالو «العین او ابوظبي» او ښارونو کې به سیالۍ وکړي. Читать дальше...
د بامیان ولایت د ځینو سیمو انځورونه له سیمې د ازادي راډیو خبریال عباس نادري رالېږلي دي.
د افغانستان د سولې له هڅو سره هممهاله د افغانستان دفاع وزارت وایي، ترهغو به د حکومت پر وسلوالو مخالفینو پوځي فشار ته دوام ورکړي څو سولې ته غاړه کېږدي.
د افغانستان د انتخاباتو نه د څار يو شمېر بنسټونه وايي، د ولسي جرګې انتخاباتو ته په کتو اوسني انتخاباتي کمېسیونونه د دې توان نه لري...
په خوست کې لسګونو ځوانانو او سپین ږیرو د ( افغان ولسي خوځون) په نوم د یو مدني حرکت له لارې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل، چې دایمې اوربند وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د ډسمبر ۱۳مه، په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله. ښاغلي غني د لارې د پرانېستلو په مناسبت ځانګړو مراسمو ته وویل چې افغانان جدايي او انزوا نه غواړي. د غني دا وینا د افغانستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه. د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوي. په دې ډول، افغانستان کولای شي چې حتی اروپايي هېوادونو ته تر ډېره حده، د ځمکې له لارې خپل مالونه صادر کړي. په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس د لاجوردو د لارې د پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی . Читать дальше...
د خېبر پښتونخوا په سوات کې د پولیسو په بند کې یو ۲۱ کلن ځوان وايي، خپله خور او د هغې خاوند یې له دې وجې وژلي چې دوی په خپله خوښه تر واده کولو وروسته طلاق کړی. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران د القاعده شبکې پناه ځای دی او دا هېواد له طالبانو څخه هم ملاتړ کوي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي دوی ته د رسېدلو معلومات پر بنسټ د خرقې شريفي له زيارت په ورکو شوو تاريخي توکو کې قاليني او د خرقې شريفي دروازه شامله ده. خو د کندهار د خرقې شریفې د زيارت متولي د تاريخي توکو د ورکېدو ادعا ردوي ویډیو: صادق رښتیني ایډیټ: ابراهیم صافی
ادا هغه ۱۲ کنه نجلۍ وه چې ۲۳ ورځې وړاندې ازادي راډیو یې پر ژوند ویډیويي راپور جوړ کړې و. د راپور له خپریدو وروسته زیات شمېر خلکو له ازادي راډوی وغوښتل چې د ادا له کورنۍ سره یې اړیکې ټینګې کړي. دلته ادا د خپلې کورنۍ د اړیکې شمېره او بانکې اکونټ په خپله ژبه تاسو ته وایې. ویډیو او ایډیټ: ابرهیم صافی
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ایران لوړ رتبه مقاماتو په دې هېواد کې د ۱۹۸۸میلادي کال د پټ قتل عام په اړه حقایق تحریف کړي دي.
د افغانستان د فعالو ځوانانو سازمان له حکومته غواړي چې د سولې په مذاکراتو کې د هېواد ځوانانو ته ونډه ورکړي.
د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې په چمتال ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو په کمين کې وژل شوي دي. د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، عبدالرازق قادري نن پنجشنبه د ډسمبر ۱۳مه، ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو وروسته، د خپلو مړو د انتقال لپاره د سیمې د پولیسو پر پوستو حملې وکړې چې يو پولیس په کې ووژل شو. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د بلخ چمتال ولسوالۍ له سرپل سره نېږدې او له ډيرو نا امنو ولسوالیو ده.
د روسیې حکومت اروپا ته د روسیې د ګاز د انتقال د پروژې، نورد سټورم ۲ په اړه د امریکا او اروپايي اتحادیې د چارواکو وروستۍ څرګندونې غندلې دي. د روسیې د ګاز دا نللیکه په بالتیک سمندرګي کې جرمني ته تېرېږي. د نوردسټورم ۲ پروژې یوه ځانګړتیا دا ده چې په اوکراین کې نه تېرېږي. د اروپا پارلمان د ډسمبر په ۱۲مه نېټه په یوه نوي پرېکړه لیک کې غوښتنه وکړه چې دا پروژه لغو شي. په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې دا پروژه په اروپا کې د انرژۍ امنیت ته ګواښ پېښولای شي. تردې یوه ورځ مخکې، د امریکا د کانګرس د استازو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ثبت نام پیل ته یوازې اته ورځې پاتې دي د جمهوري ریاست یو شمېر احتمالي کاندیدان...
په ایران کې یو سیاسي فعال، وحید صیادي ناصري په زندان کې تر ۵۰ ورځو غذايي اعتصاب وروسته مړ شو. د هغه کورنۍ د ازادي راډیو د ایران برخې ، راډیو فردا ته نن، پنجشنبه دا خبر ورکړی دی. د وحید صیادي ناصري خور ویلي چې چارواکو هغوی ته خبر ورکړ چې ورور یې پرون، د قُم ښار په یوه زندان کې مړ شوی دی. وحید صیادی ناصري په ایران کې له پېژندل شوو سیاسي فعالانو و. هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ټولنیزو رسنیو پر شبکو د ځینې پیغامونو د خپرولو په تور ونیول شو. پرهغه تور لګېدلی و چې د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله... Читать дальше...
د روسیې حکومت د سلواکیا یو پوځي ډیپلوماټ د نامطلوبو کسانو په لېست کې اچولی دی. د سلواکیا حکومت د نوومبر میاشتې په وروستیو کې په براتیسلاوا کې د روسیې د سفارت د پوځي اتشې د دفتر یو غړي له خپلې خاورې و ایست. د سلواکیا حکومت هغه مهال وویل چې دا کار یې د خپلو پوځي استخباراتو د ادارې د معلوماتو پر اساس کړی. د سلواکیا حکومت ویلي و چې هغه د سلواکیا او ناټو د ګټو خلاف کار کاوه. مسکو نن د سلواکیا د حکومت د هغه اقدام په ځواب کې دا کار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا نن پنجشنبه... Читать дальше...
محمد اشرف غني نن د لاجوردو تاریخي لارې پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د دغه لارې په پرانېستې سره به افغانستان نه یواځې د منځنۍ اسیا بلکې د قفقاذ او اروپا په دروازې بدل شي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.