په ایران کې وحید صیادي تر غذايي اعتصاب وروسته مړ شو
په ایران کې یو سیاسي فعال، وحید صیادي ناصري په زندان کې تر ۵۰ ورځو غذايي اعتصاب وروسته مړ شو.
د هغه کورنۍ د ازادي راډیو د ایران برخې ، راډیو فردا ته نن، پنجشنبه دا خبر ورکړی دی.
د وحید صیادي ناصري خور ویلي چې چارواکو هغوی ته خبر ورکړ چې ورور یې پرون، د قُم ښار په یوه زندان کې مړ شوی دی.
وحید صیادی ناصري په ایران کې له پېژندل شوو سیاسي فعالانو و.
هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ټولنیزو رسنیو پر شبکو د ځینې پیغامونو د خپرولو په تور ونیول شو.
پرهغه تور لګېدلی و چې د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه اي ته یې سپکاوي او د دولت پرضد پروپاګند کړی او په ۸ کاله زندان محکوم شو.