د حقونو فعالان وايي چې په پاکستان کې په قامي میډیا د پښتونخوا د ولس غږ نه اوریدل کېږي. نو اوس د ځوان کهول ډېر استازي سوشل میډیا کاروي. د کرښې پر غاړه کې په دې موضوع بحث کوو چې سوشل میډیا په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې له حقونو سره تړلي موضوعات څومره او څنګه ښکاره کېږي- کوربه شاهین بونیری دی.
په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تشدد ختمولو مهم چې د نومبر له ۲۵مې پیل شوی د ډېسېمبرتر ۱۰ مې نېټې دوام لري، د دې ۱۶ ورځو مقصد دا دی چې باید د ښځو پر وړاندې د تشدد د ختمولو لپاره کار وشي او په دې اړه په خلکو کې پوهه پېدا کړل شي.
په اوکراین کې د زېربنايي تأسیساتو وزیر، ولادیمیر اومیلیان ویلي چې د روسیې حکومت په قسمي ډول، د کېرچ ابنا خلاصه کړې او په ازوف سمندرګي کې يې د اوکراین بېړیو ته لار ورکړې ده.
د چارواکو په وینا، د اوکراین بېړۍ کولای شي چې د کېرچ له ابنا تېرې او د اوکراین بندرونو ته ورسېږي.
د روسیې سمندري ځواکونو د نوومبر په ۲۵مه د اوکراین درې بېړۍ چې په کېرچ کې تېرېدې ونیولې او ۲۴ بېړۍ چلونکي یې هم ونیول.
خو د اوکراین د زېربنايي تأسیساتو وزیر ویلي چې روسیې په قسمي ډول لار پرانېستې او د اوکراین بېړۍ کولای شي چې په ازوف کې د اوکراین بندرونوته تېرې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپئو پر چین، ایران او روسیه له انتقاد سره ویلي چې زیات نړیوال تړونونه یې مات کړي دي.
پومپئو نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» په بروکسل کې وویل چې د دې هېوادونو حرکتونو په وروستیو کې په نړۍ کې بې ثباتي زیاته کړې ده.
هغه په ځانګړي ډول د روسیې په اړه وویل، روسیې د غرب ارزښتونه لکه ازادي او نړیواله همکاري نهده خپل کړې، بالعکس، مخالف اوازونه یې غلي کړي او د ګرجستان او اوکراین په څېر د خپلواکو هېوادونو خاوره یې اشغال کړې ده.
مایک پامپئو رد کړه چې د امریکا... Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» خبرداری ورکړی چې د ترمز ابنا به بنده کړي.
د ایران دولتي ټلوېزیون نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» د روحاني په حواله وویل چې که امریکا د ایران د تېلو صادرات بند کړي، د فارس له خلیجه به د هېڅچا ته تېل صادر نه شي.
روحاني همدا راز وویل چې امریکا د ایران د خامو تېلو له صادرولو نهشي منع کولای.
د نړۍ د تېلو درېیمه برخه د ترمز په ابنا کې تېرېږي.
د افغانستان، پاکستان، ایران او تاجکستان د سولې ځوان سفیرانو نن په کابل کې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو په مرکز کې غونډه درلودله.
په غزني کې سنګ تراشان یا د قبرونو لپاره د شناختو جوړونکي وایې تر ډېره دوی د وژل شویو ځوانانو لپاره د قبرونو د شناختو تیګې جوړوي.
د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر په همدې اړه ویډیويي راپور چمتو کړی.
وسلهوالو موټر سايکل سپرو په کندهار ښار کې دوه پوليس په ډزو و وژل.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيز ازادي راديو ته وويل، دوه وسلهوال چې پر موټر سايکل سپاره وو، د کندهار ښار په ۱۴مه حوزه کې پر دوو امنيتي سرتېرو ډزې وکړې او هغه يې وووژل.
د عزيز په وينا وژل شوېو پوليسو په هلمند ولایت کې دنده لرله.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا نهدی منلی.
په افغانستان کې د پاکستان او ایران سفارت مسؤلین پهدغه هېواد کې د سولې په ټینګښت ټینګار کوي وايي چې پهکار ده د ...
د سرپل والي وايي، که کابل مرسته ونهکړي، د صیاد ولسوالۍ سقوط کولای شي.
والي عبدالقادر اشنا، نن سې شنبه د ډسمبر ۴مه ، ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د صیاد ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه چې تر سهاره روانه وه.
پهدې حمله کې د صیاد امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د هغه دوه ساتونکي هم ووژل شول.
والي وویل چې وسله والو طالبانو په صیاد کې د ملي اردو یوه او د ملي پولیسو دوه پوستې ونیولې او اور یې ور واچاوه.
د سرپل د والي په وینا، د صیاد ولسوالۍ سقوط به د سرپل امنیت کمزوری کړي.
... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د هغه هېواد له مشرتابه سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.
تر دې یوه ورځ مخکې، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د پاکستان صدراعظم ته یو لیک ور واستاوه او له هغه یې غوښتنه وکړه چې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.
د جرمني خبري اژانس په حواله، اسلام اباد د ټرمپ د دې حرکت هرکلی کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن سې شنبه د ډسمبر۴مه، په یوه بیان... Читать дальше...
د انډونیشیا په سوماترا کې خلک دا روایتي لوبې ډېره خوښوي. دغه سیالۍ یوه میاشت دوام کوي او ګټونکي ته یې ۱۰۵۰ امریکايي ډالر انعام ورکول کېږي. په دې اړه د (ای ایف پي) ويډيو هدایت سلطاني ايډيټ کړې ده.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ډاکټرز ود اوټ باډرز وایي چې د پاکستان خېبر پښتونخوا او بلوچستان په لرو پرتو سیمو کې د لشمانیا یا د کالدانې ناروغۍ د ناروغانو شمېر زيات شوی دی.
د افغانستان اسیايي بنسټ د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» د ۲۰۱۸ میلادي کال سروې خپره کړه.
افغانستان ایلیون «XI» لوبډلې مدراس کرکټ کلب ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ د هندوستان د چنای ښار په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوه چې د افغانستان په ټاکلو پنځوسو اورونو کې مدراس کرکټ لوبدلې ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه چې افغان توپ وهونکو کې اصغر افغان ۷۶، حشمت شهیدي ۶۳، نورعلي ځدران ۳۹ او رحمت شاه ۳۰ منډې وکړې.
ورپسې د مدراس کرکټ کلب یاد هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چې په پنځوسم اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې وکړې او دغه سیالي یې په لوړ توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.
د کرکټ... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې د مخدره توکو سره د مبارزې په نوم د فوټبال لوبې جریان لري.
د کندهار د فوټبال فدراسیون وياند عبدالرحمن منيب نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ټورنمېنټ چې تېره اوونۍ پيل شوې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.
عبدالرحمن منیب همدا شان وايي چې له دغه ټورنمېنټ څخه يې هدف د مخدره توکو سره د ځوانانو مبارزه او د الف او ب لوبډلو لهپاره د غوره لوبغاړو پیدا کول دي.
د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټسال ملي لوبدلې سیالۍ تاجکۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لاره وموندله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډلې څلور د یو په مقابل کې د تاجکستان لوبډلې ته ماته ورکړه.
ښاغلی شاداب زیاتوي، د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان د ۲۰ کلنو د فوټسال لوبدلې لومړۍ لوبه کې ترکمنستان لوبډلې ته ماته ورکړه او په دوهمه لوبه کې بیا ایرانۍ سیالې ډلې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه.
نوموړی وايي، د اسیا... Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښمن دی. د ملکي تلفاتو د کچې لوړوالی، د ...
د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې له لبنان سره په خپلو سرحدي سیمو کې د هغو تونلونو د تخریب لپاره عملیات کوي چې د حزبالله وسلهوالو ایستلي دي.
د اسرائيل د پوځ ویاند ویلي چې پوځيانو ته خبر ورکړل شوی چې تیار اوسي.
د اسرائيل پوځیان به د اسرائیل د خاورې په محدوده کې د داسې تونلونو د تخریب لپاره عملیات کوي او د لبنان پر پوله نهوراوړي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې د حزبالله د وسلهوالو فعالیت ته پر خپلې واکمنۍ د څرګند تېري په سترګه ګوري.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو پر ټویټر یوه وېډیو خپره کړې چې له لبنان سره د... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به سبا چهارشنبه د ډسمبر ۵مه د ونزوئلا له ولسمشر نیکلاس مادورو سره وګوري.
دا خبر د کرملېن د ویاند، دمیتري پسکوف په حواله خپور شوی دی.
نیکلاس مادورو نن پر ټویټر په وېډیويي پیغام کې وویل چې روسیې ته روان دی او له پوتین سره به جدي خبرې وکړي.
د ونزوئلا ولسمشر وویل، له روسیې سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو تمه لري.
مادورو تېر کال په مني کې روسیې ته تللی و.
د افغانستان سولې لپاره د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد پاکستان ته رسېدلی دی. هغه هلته د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې لري.
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، هیله شته چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې په افغانستان کې د پاکستان د ویزې په ورکړه کې ...
تمیم، هغه کس چې د خپلو ساتونکو سره د کابل په زړه شهر نو کې ۲۴ ساعته د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې ...
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان ښځینه او نارینه ورزشکارانو ته هېڅ ډول بې احترامي نشي زغملی.
Спорт в России и мире
Москва
МФК «Динамо Пушкино» вошел в топ-8 команд Всероссийского футбольного турнира «Кубок Казани»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
«Не хочется ни от кого зависеть». Елена Рыбакина поставила новую цель
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.
Путин в России и мире
Москва
Путин сказал Алиеву: "Пора!". Новый БАМ пройдет через Кавказ. Транспортным коридором "Север — Юг" Россия и Азербайджан перешли дорогу Западу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский допустил, что Москва и Киев начнут мирные переговоры
Навальный в России и мире
Москва
Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Концерт в КДШИ имени П.И. Чайковского "Народной музыки душа"
Москва
Столичный ветеринар смог вернуть зрение домашнему кролику
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net