سټارز اېنډ سټرايپس: طالبان شپېته زره جنګيالي لري
سټارز اينډ سټرايپس ورځپاڼې د افغانستان اړوند د امریکا په کانګريس کې د بحث په اړه مقاله خپره کړې ده.
سټارز اينډ سټرايپس ورځپاڼې د افغانستان اړوند د امریکا په کانګريس کې د بحث په اړه مقاله خپره کړې ده.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د افغانستان په جګړه کې ښکېل يو لورى هم په پوځي ځواک سره نه بريالى کېږي. هغه په بروکسل کې د ازادۍ راډيو له خبريال مصطفى صديقي سره په مرکه کې دا خبره وکړه. په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر حالاتو هم بحث وکړ.
دا څه ډول انصاف دی؟ دا کوم قسم جمهوریت دی؟ دا کوم پارلېماني روایات دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د پاکستان ولس یې ځواب غواړي.
د پي ټی ایم دولس غړي پوليس د سړک تړلو او د احتجاج په تور هله ونیول کله چې دوی د کوهاټ زندان مخې ته په دره ادم خېل کې درې میاشتې وړاندې د ايف سي ار تر قانون لاندې د پي ټي اېم نيول شوي غړي ولایت اپرېدي لپاره پرلت اعلان کړ.
ناټو وايي، د افغانستان وضعيت ستونزمن دی خو نه به پريږدي دا هیواد یو ځل بیا د نړيوالو تروريستانو په خوندي ځای بدل شي. د یمن د حوثي ياغيان د مذاکراتو لپاره د سويډین پلازمينې سټاکهوم ته رسېدلي دي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د پاکستان په پارلېمان کې اپوزیشن ګوندونو د قانون سازۍ او اصلاحاتو په لړ کې د صدراتي فرمان په اړه د وزیراعظم عمران خان په بیان ټکونه کړي دي.
اختر محمد چې په خټه د بادغیس دی خو اوس هرات ته نېږدې، د بې ځایه شویو کورنیو لپاره په یوه کمپ کې اوسېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو تلفات د اندیښنې وړ دي.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت د غړېو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په بروکسل کې د افغانستان...
په یمن کې د سُني حکومت استازي چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي، نن، چهارشنبه، د شیعه حوثيانو له استازو سره چې ایران یې شاته ولاړ دی، د سولې د خبرو لپاره سویډن ته روان شول.
په یمن کې د سُني حکومت استازي چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي، نن، چهارشنبه، د شیعه حوثيانو له استازو سره چې ایران یې شاته ولاړ دی، د سولې د خبرو لپاره سویډن ته روان شول.
د ناټو عمومي منشي نن په بروکسل کې وویل چې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې له شمېره اندیښمن دی. ینس سټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې دا خبره وکړه. سټولټنبرګ زیاته کړه چې په تېرو میاشتو کې پهدغه هېواد کې د ځانمرګو بریدونو او نورو تاوتریخوالي شاهد وو، خو ویې ول چې ناټو له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. سټولټنبرګ وویل، طالبان باید پوه شي چې د جګړو دوام بې مانا دی او باید خبرو ته حاضر شي. د ناټو سرمنشۍ د سیمې... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مخکښې ثنا اعجاز (د خان شهيد په نظر کې د مېرمنو د سياسي او ټولنيز کردار ارزښت) تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سېشنبې او چارشنبې په ورځ له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره ليدلي دي. په دې اړه احمد شاه اعظمي د رويټرز ويډيو وړاندې کوي.
د افغان ښځو شبکه وايي، د کورنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه د یوې مېرمنې ټاکل کېدو اړوند غبرګونونه ځکه راپارېدلي چې خلکو د رهبرۍ په کچه کمې ښځې لیدلي دي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وښود. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په افغانستان کې وضعیت ستونزمن دی. هغه زیاته کړه، په تېرو څو میاشتو کې افغانستان د بریدونو شاهد وو، خو دی وایي په افغانستان کې پاتې کېږي څو دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو لپاره په یوه امن پناه ځای بدل نه شي. په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون کړی دی. دا پهداسې... Читать дальше...
د یمن د حکومت یو پلاوی چې د سعودي عربستان ملاتړ لري، له حوثي یاغیانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره سویډن ته ولاړ. د سولې دغه خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترسره کېږي. هغه ډله چې د عبدالربه منصور هادي استازیتوب کوي، له سعودي عربستانه د سویډن پر لور روان شو. تردې یوه ورځ دمخه سې شنبه د حوثي یاغیانو پلاوی هم سویډن ته ولاړ چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ورسره ملګری وو. له ۲۰۱۶ میلادي کال راپهدېخوا دا د یمن د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي. د یمن د سولې خبرې... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر نن تر غرمې دمخه د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل. د ارګ لهخوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې پهدې لیدنه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ترورېزم پر وړاندې ګډې مبارزې، د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي سکتورونه پر اصلاحاتو بحث شوی دی. د هسپانیې دفاع وزیرې ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې مادرېد د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي. مېرمن مارګریتا روبلیس ویلي چې د هسپانیې حکومت او خلک د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتېږي. ولسمشر غني په بېلابېلو برخو په تېره بیا د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د هسپانیې د همکارۍ ستاینه وکړه. Читать дальше...
د زلمي خلیلزاد لهخوا د سولې د هڅو په دوام افغان حکومت وايي، پهدې برخه کې د پاکستان رښتینې مرسته مهمه ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش وروستي مراسم نن په واشنګټن کې ترسره کېږي.
له لسو کلونو وروسته د فوټبال د مشهورو لوبغاړو کرسټین رونالډو او میسي ځای لوکا موډریچ ونیوه. له دې وړاندې د تېرو لسو کلونو راهیسې کله رونالډو او کله هم میسي د غوره لوبغاړو د جدول په سر کې راغلي، خو له دغه لس کلن ځنډ وروسته سږکال د غوره فوټبالر لقب لوکا موډریچ وګاټه. هغه تېره ورځ د ۲۰۱۸ میلادي کال د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه. ۳۳ کلن لوکا موډریچ د کروشیا دی او ویل کېږي چې د ده د ښې لوبې په خاطر سږ کال کروشیا د فوټبال د نړیوال جام تر پایلوبې ورسېده. هغه د ریال ماډریډ په لوبډله کې هم لوبېږي... Читать дальше...
په کابل کې د فوټبال د اتلانو جام سیالۍ پیلېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سیالۍ سبا د پنجشنبې په ورځ د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیلېږي. په دغو سیالیو کې د اتو زونونو څخه تکړه سیمهییزې لوبډلې ګډون کوي. دا سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې د میزان په میاشت کې د افغانستان فوټبال غورهلیګ سیالۍ تر سره شوې. د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه لیګ ترڅنګ د اتلانو جام سیالۍ به په افغانستان کې د فوټبال لوبې له ودې سره مرسته وکړي.
د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله د هندوستان د معلولینو لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره هندوستان ته ځي. د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د معلولینو لوبډلو تر منځ سیالۍ د روانې میلادي میاشتې له نهمې نېټې څخه پیلېږي او تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د لوبډلو تر منځ پهدې موده کې ۳ شل اوورېزې او دوه یو ورځنۍ سیالۍ تر سره شي. کرکټ بورډ وايي، سیالۍ د هندوستان د ممبۍ په ښار کې د امریکا غږ اشنا راډيو په همکارۍ تر سره کېږي.
د افغانستان ولسي جرګه د غیر مسوولو وسلهوالو د وسلو د راټولولو په اړه د حکومت اقدامات ستايي.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت د غړېو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په بروکسل کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او پهدې هېواد کې د سولې په روانو هڅو بحث کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.