د قبایلو د حلقه بندیو وروستی فهرست د مارچ پر څلورمه خپرېږي: چارواکي
د لومړني فهرست خپرېدو وروسته به د قبايلي ضلعو خلقو ته د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر درېيمې نېټې پورې وخت ورکړل شي چې د حلقه بنديو په اړه خپل اعتراضونه او سپارښتنې جمع کړي.
د لومړني فهرست خپرېدو وروسته به د قبايلي ضلعو خلقو ته د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر درېيمې نېټې پورې وخت ورکړل شي چې د حلقه بنديو په اړه خپل اعتراضونه او سپارښتنې جمع کړي.
فردوس جمال پښتون اداکار دی، نوم یې له پښتو زیات په اردو ډرامو کې ګټلی دی. دی یو له هغو ارټسټانو څخه دی چې پیدا شوي په پېښور کې دي خو د فن وږمې یې په نورو ښارونو کې خورې شوې دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي د افغانستان پر ولسمشر او په جګړه کې پر ټولو خواو غږ کړی چې د سولې خبرو ته دې کښېني. نوموړي د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۵م تلین غونډې ته وینا کوله چې پکې یې په پاکستان کې هم د پښتنو د مساوي حقونو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
دغه ائتلاف وايي، که د هېواد په کچه په ټولو انتخاباتې مرکزونو او حوزو کې له بایومیټریک پرته رأېې باطلې اعلان نه...
افغان حکومت وايي، که وسله وال طالبان د سولې په خبرو باور لري، نو باید د خپل مذاکره کوونکي پلاوي ...
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو نن یکشنبه د هغو نهو کسانو مړي په ګردېز کې د ولایت د مقام مخې ته د احتجاج په توګه ایښي او لویه لار یې د نیم ساعت په مخ تړلې وه چې د دوی په وینا، تېره شپه په سیمه کې د دېره ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي چې دغه جسدونه یې له نېږدې لیدلي او د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره غږېدلی، تأیید کړې چې هغوی ملکي وګړي دي. اعتراض کوونکو وروسته له هغې چې د پکتیا مرستیال والي ورته ډاډ ورکړ چې د دغې پېښې په اړه به څېړنه کوي، خپل... Читать дальше...
د بلوچستان نېشنل پارټۍ او د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره فعاله تنظيم وايي چې شاوخوا ۲۰۰ لادرکه کسان کورونو ته ستانه شوي خو پردې مهال ۶۰۰ نور کسان لادرکه کړل شوي هم دي.
هلته طالبانو د امریکا غږ اشنا راډیو او افغان اسلامي اژانس ته په استولي پیغام کې د ملا عبدالرحیم د وژنې پخلی کړی دی. اژانس د باوري سرچینو پر اساس ويلي
د خیبر پښتونخوا په چترال کې په څلورو کلیو کې کالاشیان (کیلاشیان) اوسي. دوی د پاکستان تر ټولو وړوکی توکمیز او مذهبي لږکي بلل کېږي چې خپله ژبه، دودونه او جامې لري. د دوی ښځې په ځانګړي انداز خپلې جامې او سینګارتوکي جوړوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د دې لپاره چې افغانستان په دوهمې سوریې بدل نشي، په کار ده چې د ...
د ډېسېمبر د لومړۍ پر ماخوستن په اسلام اباد کې د پښتنو یوه کلتوري سازمان د بلوچستان پښتون مېشته سیمو د کلتور او موسیقۍ په اړه یوه غونډه جوړه کړه چې ورته ګڼ کسان ورغلي ول. د بلوچستان له پښتون مېشته سیمو څخه هنرمندانو د شپې تر ناوخته سندرې وویلې چې ورته ځوانانو اتڼونه وکړل. ویډیويي رپورټ وګورئ.
اڅکزي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او ناامنیو کې پښتانه تر ټولو زیات ځپل شوي دي. نوموړي د بلوچستان په چمن، کلا سیف الله او پښین کې د ناامنیو وروستۍ پېښې وغندلې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل په اساس، روان میلادي کال په...
د افغان نجونو د فوټبال د لوبډلې پخوانۍ مسؤله مدیره وايي، چمتو ده چې د نوموړې لوبډلې له یو شمېر غړو سره ...
د اسرائیل پولیسو د رشوت په تور د صدراعظم بینامین نتانیاهو د بیا محاکمې غوښتنه کړې ده. دا په ورستیو میاشتو کې درېیم ځل دی چې د هغه پرضد ورته سپارښتنه کېږي. پولیسو له دې مخکې د فساد په دوو دوسیو کې له نتانیاهو څخه د تحقیقاتو سپارښته کړې وه. نتانیاهو په یوه بیان کې پرځان او پر مېرمنې یې لږول شوي تورونه سمدستي رد کړي دي. د اسرائیل صدراعظم په ټولو درې واړو دوسیو کې پر ده لګول شوي تورونه د سیاسي مخالفانو له خوا یوه دسیسه بللې ده.
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، په قبایلي ضلعو کې یې د تعلیم د پر مختګ لپاره له وفاقي حکومته ۱۸ اربه روپۍ تر لاسه کړي چې د لګولو لپاره یې یو بشپړ پلان هم تیار شوی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې د ګډون په اړه هڅې پیل کړي دي. دغه څرګندونې د هغه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن یکشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر غواړي چې په را روانو انتخاباتو کې بیا ځان کاندید کړي، وکړې. ده وویل: "په قطعي ډول ولسمشر کاندید دی او هم د خپل انتخاباتي ټیم په اړه سلا او مشورې کوي او ان شاالله خبر به یې وروسته واورئ." له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي چې د هلمند لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالرحيم له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی دی. د هلمند والي جنرال محمد یاسین ازادي راډیو ته وویل، ملا رحیم چې په ملا عبدالمنان مشهور و، په نوزاد ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی او په څلورو ملګرو کې یې دوه تنه ويندويان حافظ راشد او ملا جاويد او همداراز دوه ساتوونکي یې شامل وو. جنرال یاسین وايي، ملا عبدالرحیم د دې ترڅنګ د هېواد په کچه د وسله والو طالبانو د نظامي چارو مسؤل هم و. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سویلي وزیرستان خلک وايي، د پاکستان د حکومت هغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده چې په صوبايي اسمبلۍ کې یې دوی ته یواځې دوه سیټونه ورکړي دي. دوی وايي د دوی سیمه پراخه او ابادي زیاته ده نو د دوی زیات سیټونه جوړېږي.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، په جنیوا کنفرانس کې د نړیوالو نوې ژمنې او د همکاریو دوام د...
د ایران یوې انقلابي محکمې یوه خبریاله د امنیت په تړاو په څه کم دیارلسو کلونو بند محکومه کړې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې هنګامه شهیدي ته د ۱۲ کلونو او نهو میاشتو بند سزا ورکړل شوې او هم په سیاسي ډلو او رسنیو کې له فعالیت کولو او له هېواده وتلو منع کړای شوې ده. د هغې مدافع وکیل مصطفی ترک همداني د ایران ایرنا رسمي خبري آژانس ته ویلي چې د دغې قضیې د حساس والي له امله نه شي کولای د محکمې د فیصلې جزئیات بیان کړي. ۴۳ کلنه شهیدي د جون له میاشتې راهیسې زنداني ده. هغې په ۲۰۱۷ کال کې هم څومیاشتې په زندان کې تېر کړي و.
د پاریس پولیس وایي، پر سونګ موادو د مالیې او د بیو د لوړېدو پرسر په وروستیو مظاهرو کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي او ۴۱۲ نور نیول شوي دي. پولیسو وویل، د شنبې د ورځې د مظاهرو په ترڅ کې ۲۳ پولیس هم په ټپیانو کې شامل دي. پولیسو دغه راز ویلي چې په پاریس کې د قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې د نیول شوېو کسانو ۳۷۸ یې توقیف شوي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون به نن له صدراعظم او د کورنيو چارو له وزیر سره په یوه امنیتي غونډه کې ګډون وکړي. مکرون ویلي چې د ده د سونګ موادو پالیسۍ ته اړتیا ده، څو د ځمکې د تودېدو په وړاندې مبارزه وشي. Читать дальше...
د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي د یکشنبې په ورځ د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په هدف...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایراني حکومت لخوا د منځني واټن د بېلېسټېک توغندي ازموینه غندلې ده. د دغه توغندي په اړه دا هم ویل کېږي چې له ځانه سره مختلفې وسلې هم لېږدولی شي.
د کندهار د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د نندارتون ګډونوال د ځای او د دايمي بازار غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د دغه ولایت سرپرست والي وایي چې د دایمي بازار موندنې په تګلاره کار کوي. ویډیو: صادق رښتینی اېډیټ: ابراهیم صافی
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.