123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 08.12.2018

خوست کې ۳۰ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد او الکولي مشروبات ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په خوست ولایت کې څه د پاسه دېرش کیلو ګرامه نشه يي مواد او څو لېټره الکولي مشروبات ونیول شول. د خوست ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر وحیدالله ټني رسنیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې ۷۲ بوتله الکولي مشروبات د ولایت په مرکز پورې اړوند متون سیمه کې له یوې ریکشې څخه تر لاسه شول. او په دوهمه قضیه کې پولیسو د نادرشاه کوټ په سیمه کې ۳۴ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.  د یادونې وړ ده چې د دې دوو قضیو په تړاو پنځه تورن کسان هم نیول شوي دي.

د نیمروز پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز ولایت پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د نیمروز د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته لېږلې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په مرکز پورې اړوند په مالدا او ملکي سیمو کې ۳۱ کیلوګرامه هیروئین، ۷ کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه تریاک نیولي دي. د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې یو تن د دې موادو د ساتلو په تور هم نیول شوی دی.



د کندهار د هوايي ډګر پولیسو د قاچاق په تور ۶ کسان ونیول

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د هوايي ډګر پولیسو بهر ته د نشه يي موادو د قاچاق په تور شپږ کسان ونیول. په هغه خبرپاڼه کې چې د کندهار ولایت د سرحدي پولیسو قوماندانۍ رسنیو ته لېږلې راغلي چې شپږکسان هغه مهال ونیول شول چې درې کیلوګرامه هیروئین یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې بهر ته قاچاق کړي. نیول شوي شپږکسان له نشه يي موادو سره یوځای د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ته وسپارل شول.

په سایبریا کې د څښلو اوبو لپاره د واورې ګټان

Mashaalradio.com 

د سایبریا په یاکوتیا کلي کې خلک په دې ورځو کې د څښلو اوبو لپاره د واورې ګټان کورونو ته وړي. په دې یخه سیمه کې یوازې ۱۰ اوونۍ روانې اوبه موجود وي او بیا د يخنۍ له کبله اوبه هم واوره شي. ویډیو: اې ایف پي. ایډیټ او ژباړه: انیسه اجمل



د بلوچستان د مدرسو تر منځ د کرکټ سيالۍ وشوې

Mashaalradio.com 

پېښور زلمي لوبډلې تر انتظام لاندې د بلوچستان صوبې د نهو ديني مدرسو تر منځ د کرکټ اتلولي د ډېسېمبر پر اوومه پای ته ورسېده. پېښور زلمي تر دې وړاندې په خېبر پښتونخوا کې هم د دا ډول سياليو انتظام کړی و. نور حال له کوټې د ايوب ترين په ويډيويي راپور کې وګورئ.

د تخار پولیسو څو کیلو ګرامه نشه يي او کيمیاوي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت پولیسو څو کیلو ګرامه نشه يي او کېمیاوي مواد نیولي دي. د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې د تخار ولایت پولیسو د یوه کور د تلاشۍ پر مهال د اسیټیک انهایډرایډ په نوم ۱۷ لېټره تېزاب ونیول چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېدل. او په دوهمه پېښه کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پرمهال څه د پاسه ۳۵ کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي. د یادونې وړ ده چې د دې دوو قضیو په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي.

چارواکي: د فاریاب په اندخوی او قرغان کې سلګونه کورنۍ بېځایه شوي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب چارواکي وايي، په اندخوی او قرغان ولسوالیو کې د جګړو له کبله سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. د قرغان ولسوال محمد ابراهیم نن ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو پنځه ورځې مخکې په قرغان او اندخوی ولسوالیو کې له څو لورو څخه بریدونه پیل کړل چې ورسره د امنیتي ځواکونو جګړې تر اوسه دوام لري. دی وایي: "طالبانو د قرغان پر یوې امنیتې پوستې برید وکړ، هغې پوستې سقوط وکړ، له دې سره په اندخوی کې هم وسله والو طالبانو درې پوستې ونیولې او په دواړو ولسوالیو کې ګڼ شمېر خلک د جګړې له سیمو... Читать дальше...

چارواکي: په هلمند کې د طالبانو له زندانه ۱۱ ملکي وګړي خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

بل خوا په هلمند کې افغان چارواکي وايي، په سنګین کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۱ ملکي وګړي د طالبانو له یوه زندانه خوشې کړي دي. دغلته د ۲۱۵ میوند قل اردو له خوا په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا عملیات تېره شپه د کومانډو کنډک له خوا ترسره شوي دي. په خبرپاڼه کې د خوشې شویو بندیانو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي. په ورڅېرمه ولایتونو ارزګان او زابل کې هم ملي اردو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې. د ۲۰۵ اتل قل اردو په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې د ارزګان چنارتو او د زابل په شاجوی ولسوالیو کې نهه... Читать дальше...

په پاریس کې د حکومت ضد په تازه اعتراضونو کې بیا اخ او ډب شوی

Pa.azadiradio.com 

په پاریس کې د حکومت ضد په تازه اعتراضونو کې نن د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ بیا اخ و ډب شوی. راپورونه وايي، پولیسو د شنبې په ورځ د هغو اعتراض کوونکو د مخنیوي لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه چې د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په لورې یې د تلو هڅه کوله. چارواکو د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو په ترڅ کې ۳۴۰ کسان نیولي دي. راپورونه وايي چې په ټوله فرانسه کې شااوخوا ۸۹ زره پولیس ګمارل شوي، څو د روانو اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي مخه ونیسې. د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځو د دې اعتراضونو پرمهال تاوتریخوالي کې ۱۳۰کسان ټپیان شوي وو. Читать дальше...

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۲تنه د قاچاق په تور ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د حامد کرزي د هوايي ډګر پولیسو دوه تنه بهر ته د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول. د حامد کرزي د هوايي ډګر له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر محمد ارشاد نوري ازادي راډیو ته وویل: دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۴۷۵ او ۵۲۶ ګرامه هیروئین په جلا جلا توګه په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي. په تېرو دوو اوونیو کې دا څلورم ځل دی چې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي نیول کېږي.

په زابل کې د نشه يي موادو یو شمېر پرچون پلورنکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې د نشه يي موادو یو شمېر پرچون خرڅوونکي نیول شوي دي. د زابل ولایت امنیه قوماندان محمد مصطفی مایار ازادي راډیو ته وویل، د زابل پولیسو د دې ولایت په مرکز قلات ښار کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو څو تنه پرچون خرڅوونکي له څه اندازې نشه يي موادو سره یو ځای نیولي دي. نوموړي زیاته کړه: "له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکو د نشه يي موادو قاچاق کوونکي له ۱۷کیلو ګرامو نشه يي موادو سره یو ځای ونیول او په دوهمه مرحله کې د ښار له مختلفو برخو څخه معتادین را ټول شول چې د معتادینو... Читать дальше...

په اسلام اباد کې د پخوانیو ګاډو نندارتون

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د ډېسېمبر پر اوومه د پخوانیو ګاډو نندارتون وشو چې ورته د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو سیمو یوشمېر ګاډي نندارې ته وړاندې کړل شوې. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.


Музыкальные новости
Людвиг ван Бетховен

Торжественная месса Бетховена прозвучит в Мариинском в день 200-летия со дня первого исполнения





Персональные новости
Сергей Лавров

Лавров заявил, что сфер сотрудничества России и Запада практически не осталось





چارواکي: په جوزجان، فاریاب او کندز کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

۲۰۹شاهین قل اردو وايي، په فاریاب جوزجان او کندز کې یې د عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دې قل اردو نن د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې په قرغان ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژلي او درې نور ټپیان شوې دي. د ۲۰۹ شاهین قل اردو چارواکو د جوزجان په فیض اباد ولسوالۍ کې هم د عملیاتو خبره کړې چې د چارواکو په وینا، په کې د ولي محمد په نوم طالبانو یو قوماندان وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د... Читать дальше...

په بلخ کې د ۴ ولایتونو د لاسي صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د جمعې په ورځ په بلخ ولایت کې د څلورو ولایتونو د لاسي صنایعو ګډ یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل مدیر نصیر احمد قاسمي نن ازادی راډيو ته وویل چې د یاد نندارتون د پرانیستلو هدف د یو شمېر ښځو لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه ده. د نوموړي په خبره، په یاد نندارتون کې د بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو ۶۰ غرفې پرانيستل شوې وې، خو د دغو سوداګرو او متشبثو ښځو ستونزې بیا د امنیت نشتون، بازار ته نه لاسرسی او تولیداتو ته یې د بازار نشتوالی دی. Читать дальше...

مسؤلین: په ننګرهار کې سږ کال ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي دي. د دغه ریاست مشر نورالله سباوون د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په یاد ولایت کې شپږ سوه کسان د شاتو کاروبار کوي او له دې درکه د خپل کورني اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ، زیات عواید هم ترلاسه کوي. د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې تولید شوي شات یوازې په هېواد دننه یو شمېر سترو ولایتونو لکه پکتیا، کندهار، بلخ، هرات او تر ډېره کابل ته لېږل شوي دي. د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Битые корты: Медведев и Александрова вышли в четвертьфинал Miami Open


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Олег Матвиенко принял участие в совещании Федерального агентства лесного хозяйства в Москве





Путин в России и мире
Москва

Путин удивился третьему месту Санкт-Петербурга в туристическом рейтинге


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Брановицкий

Тариф – Большой Концертный Тур. Организация серии больших концертов.



Москва

Телеведущий Куличков опроверг информацию об инсульте

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net