چارواکي: په هلمند کې د طالبانو له زندانه ۱۱ ملکي وګړي خوشې شوي
دغلته د ۲۱۵ میوند قل اردو له خوا په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا عملیات تېره شپه د کومانډو کنډک له خوا ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې د خوشې شویو بندیانو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.
په ورڅېرمه ولایتونو ارزګان او زابل کې هم ملي اردو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
د ۲۰۵ اتل قل اردو په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې د ارزګان چنارتو او د زابل په شاجوی ولسوالیو کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
د دې قل اردو ویاند یحیی علوي ازادي راډیو ته ویل چې په دې عملیاتو کې هغه ماینونه هم شنډ شوي چې طالبانو په ځینو سیمو کې ځای پر ځای کړي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
