د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش مړی پرون پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ورسېد او په پام کې ده چې له ښخولو مخکې د رسمي مراسمو لپاره هلته وساتل شي.
د امریکا دغه یوڅلوېښتم ولسمشر د ۹۴ کلونو په عمر د جمعې په ورځ په تکزاس کې مړ شو.
د هغه مړی به د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په پنځمه د واشنګټن په لویه ملي کلیسا کې د بهرنیو مېلمنو او د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون، له رسمي مراسمو وروسته خاورو ته وسپارل شي.
په دې مراسمو کې به د ده زوی، پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش هم حاضر وي، خو وینا به ونه کړي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې د ایران له خوا د توغندیو د وروستۍ ازموینې په اړه بحث وکړي.
واشنګټن او متحدانو یې دا ازموینه د امنیت شورا له پريکړه لیکه چې ۳ کاله مخکې تصویب شو، سرغړونه بللې.
امنیت شورا دا غونډه په داسې حال کې پلان کړې چې د ایران د توغندیو د پروګرام په اړه اندئښنې په زیاتېدو دي.
د روانې اوونۍ په پیل کې فرانسې د ایران د توغندیو دا ازموینه پاروونکې او د بې ثباتۍ لپاره عمل وباله او ویې ویل چې دا اقدام یې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه لیک سره سمون نه لري. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن سې شنبه د ډیسمبر په ۴مه پاکستان ته ورسېد.
زلمي خلیلزاد د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې په دې ماموریت وګومارل شو.
له هغه راهیسې دا پاکستان ته د خلیلزاد دوهم رسمي سفر دی.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست خوشبیني څرګنده کړې چې په دې سفر کې به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پېل لپاره د خلیلزاد هڅې څرګندې پایلې ولري.
وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرې رد... Читать дальше...
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، هیله شته چې دا ځلي پاکستان ته د زلمي خلیلزاد سفر له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د عملي خبرو د پیل لامل شي.
د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د ده دوه ساتونکي د وسلهوالو طالبانو په يوه حمله کې وژل شوي.
د دغه ولایت د والي ویاند ذبیحالله اماني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه ناوخته د صیاد ولسوالۍ په مرکز له څو اړخونو حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د يادې ولسوالۍ امنیه قوماندان او دوه ساتونکي یې ووژل شول.
د صیاد ولسوالۍ د سرپل ولایت يو له ناامنو ولسوالیو ده چې وخت ناوخته ترې د ناامنیو او وسلهوالو حملو خبرونه ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن په غونډه کې د ایران د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام په اړه بحث وکړي. د ملګرو ملتونو ...
نامعلومو وسلهوالو د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د یوه ځايي ټلوېزیون خبریال په ډزو وژلی او انځور اخیستونکی یې ټپي کړی دی.
د پېښور ښار د پولیسو په وینا، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د دغه ښار په رېنګ روډ سیمه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې د (رایل) ټلوېزیون خبریال نورالحسن وژل شوی او انځور اخیستونکی ملګری یې ټپي شوی دی.
د خېبر پښتونخوا صوبې د پولیسو مشر صلاحالدین محسود د وسلهوالو لهخوا د خبریال نورالحسن د وژنې د پېښې په اړه له اړوندو ادارو یې د څېړنو غوښتنه کړې.
له بلېخوا بیا په خېبر پښتونخوا... Читать дальше...
ځایي مسؤلین وایي چې په پنجشېر ولایت کې د ګېلاس ۳۷۰ نوي باغونه جوړېږي.
د پنجشېر د کرنې ادارې مشر محمد رؤف یعقوبي وایي، په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی چې د دې کمپاین په لړ کې د دغه ولایت په ۳۷۰ جریبه ځمکه او اتو اداري واحدونو کې د ګېلاس باغونه جوړېږي.
د نوموړي په خبره، په دغو باغونو کې ۱۶ زره او ۵۰۰ د ګېلاسو نیالګي کېنول کېږي چې د کرنې وزارت له لوري ورته دوه میلیونه ۲۷۷ زره افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده.
ښاغلی یعقوبي وایي چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت له لوري د پنجشېر ولایت... Читать дальше...
د غزني د کرنې ریاست وایي چې د ناسم امنیتي وضعيت له امله په دغه ولایت کې اقتصادي فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
د یاد ولایت د کرنې مشر عبدالمتین قلندري نن سې شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې سره له دې چې غزني د اقتصادي فعالیتونو مرکز ګڼل کېږي، خو اوس نا امني په دغه ولایت کې د بېلابېلو اقتصادي فعالیتونو او کارونو په وړاندې خنډ ده.
ښاغلی قلندري وایي، پخوا د غزني ولایت ۷۰ سلنه خلک په کرنه بوخت وو، خو اوس هلته ۱۰ سلنه خلک هم کرکېله نهشي کولای.
نوموړی وايي، غزني درېیو هېوادونو ته... Читать дальше...
افغان ولسمشر وایي، د افغانستان ښځینه او نارینه لوبغاړو ته هېڅ ډول بې احترامي نشي زغملای.
محمد اشرف غني وایي:
"زه بد اخلاقي نشم زغملای، باید ټولو ته دا خبره واضح وي چې د افغانستان ولسمشر پر اسلامي او ملي اخلاقو ولاړ دی، د ځمکې پر سر هېڅ یو قدرت نشته چې زموږ ماشومانو ته د بداخلاقۍ په نظر وګوري."
اشرف غني دغه څرګندونې پرون په ارګ کې په یوه غونډه کې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسؤلینو، یو شمېر لوبغاړو او لوی څارنوال پکې ګډون کړی، وکړې.
په دې وروستیو کې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم... Читать дальше...
افغان ولسمشر وایي، د افغانستان ښځینه او نارینه لوبغاړو ته هېڅ ډول بېاحترامي نهشي زغملی.
محمد اشرف غني وایي:
"زه بد اخلاقي نهشم زغملی، باید ټولو ته دا خبره واضح وي چې د افغانستان ولسمشر پر اسلامي او ملي اخلاقو ولاړ دی، د ځمکې پر سر هېڅ یو قدرت نهشته چې زموږ ماشومانو ته د بد اخلاقۍ په نظر وګوري."
اشرف غني دغه څرګندونې پرون په ارګ کې په یوه غونډه کې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسؤلینو، یو شمېر لوبغاړو او لوی څارنوال پهکې ګډون کړی، وکړې.
په دې وروستیو کې د افغانستان د فوټبال د ښځینه... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې نور حکومت خپلسرې وسلهوالې ډلې او غیر مسؤل قوماندانان نهشي زغملی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د کابل په شهرنو سیمه کې د پرونۍ پېښې په اړه وویل:
"د دغو زورواکانو په تېره بیا د خپلسرو وسلهوالو په وړاندې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت زغم نور صفر دی، نور موږ نهشو کولای چې د دغسې کسانو په وړاندې بېتفاوته پاتې شو، هر څوک چې هر چېرې چې وي او غیر مسؤلې وسلهوالې ډلې ولري، په وړاندې بهیې اقدام کوو."
ښاغلی دانش نور د خپلسرو وسله والو او زورواکانو... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې نور حکومت خپلسرې وسله والې ډلې او غیر مسؤل قوماندانان نشي زغملای.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د کابل په شهرنو سیمه کې د پرونۍ پېښې په اړه وویل:
"د دغو زورواکانو په تېره بیا د خپل سرو وسله والو په وړاندې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت زغم نور صفر دی، نور موږ نشو کولای چې د دغسې کسانو په وړاندې بې تفاوته پاتې شو، هر څوک چې هر چېرې چې وي او غیر مسؤلې وسله والې ډلې ولري، په وړاندې به یې اقدام کوو."
ښاغلی دانش نور د خپل سرو وسله والو او زورواکانو... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت وایي، څلورم امریکایي سرتېری چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د سړک د غاړې بم چاودنه کې ټپي شوی و، ساه ورکړه.
۲۴ کلن جاسون مک میچل کلري د تېرې یکشنبې په ورځ په جرمني کې د امریکا په پوځي روغتون کې مړ شو.
په دې پېښه کې چې تېره اوونۍ د نومبر په ۲۷ مه غزني ښار ته نېږدې شوې وه، درې امریکایي سرتېري وژل شوي او د مک کلري په ګډون درې نور سرتېري ټپیان شوي وو.
طالبانو د دغې حملې مسؤلیت اخیستی و.
د دغه امریکایي سرتېري په مړینې سره د روان کال له پیله په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۱۳ ته ورسېد.
د امریکا دفاع وزارت وایي، څلورم امریکایي سرتېری چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د سړک د غاړې بم چاودنه کې ټپي شوی و، ساه ورکړه.
۲۴ کلن جاسون مک میچل کلري د تېرې یکشنبې په ورځ په جرمني کې د امریکا په پوځي روغتون کې مړ شو.
په دې پېښه کې چې تېره اوونۍ د نومبر په ۲۷مه غزني ښار ته نږدې شوې وه، درې امریکایي سرتېري وژل شوي او د مک کلري په ګډون درې نور سرتېري ټپیان شوي وو.
طالبانو د دغې حملې مسؤلیت اخیستی و.
د دغه امریکایي سرتېري په مړینې سره د روان کال له پیله په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۱۳ ته ورسېد.
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د سې شنبې په ورځ رسماً د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پرانيستل ...
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د سې شنبې په ورځ رسماً د بلجیم په پلازمېنه بروکسل ...
کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي. دنیا خپلواکې ورځپاڼې د ...
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې په ورستیو کې د سولې په اړه...
د ملګرو ملتونوعمومي منشي وایي، د پاریس د ۲۰۱۵ کال له کنفرانس وروسته په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالو سیاسي اراده کمزورې شوې ده.
انتونیو ګوترش دغه څرګندونې پرون دوشنبه د پولنډ په کاتوویڅې کې د ملګرو ملتونو د اقلیم سرمشریزې ته په پرانيستونکې وینا کې وکړې.
دغه سرمشریزه به چې دوه اوونۍ دوام کوي، د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو او سازمانونو استازو پکې ګډون کړی دی.
ګوترش وویل، په نړۍ کې د اقلیم د بدلون واقعیت دا دی چې هغه د تمې خلاف په ناوړه حالت کې دی، خو د پاریس له کنفرانس وروسته سیاسي اراده کمزوې شوې ده. Читать дальше...
د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ له روسیې وغوښتل چې د اوکراین هغه کښتۍ او ماڼوګان سمدستي خوشې کړي چې تېره اوونۍ یې په زوره د تورې بحیرې په اشغال شوې د کریمیا په سواحلو کې نیولي وو.
ده وویل:
"روسیه باید د اوکراین ماڼوګان او کښتۍ خوشې کړي او هم باید د کښتیو ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړي، روسیه باید له خنډونو پرته اوکراین پرېږدي چې د ازوف په بحیره کې خپلو بندرونو ته لاسرسی ولري."
د ناټو عمومي منشي له روسیې دغه غوښتنه پرون په داسې حال کې وکړه چې ټاکل شوې نن او سبا د دې تړون د بهرنیو... Читать дальше...
د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي او د دې هېواد د بالستیک توغندیو پروګرام په نښه کړي.
هوک د ایران دغه پروګرام ډېر خطرناک وباله.
نوموړی دغه غوښتنه دوه ورځې وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران له خوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو نوې ازموینه غندلې وه.
د پامپیو په وینا، دغه توغندي چې مختلف سروکي لېږدولای شي، د دې وړتیا لري چې د اروپا ځينې برخې او په منځني ختیځ کې هره سیمه په نښه کړي.
د پامپیو... Читать дальше...
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي تأیید کړه چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان صدراعظم ته یو لیک استولی او د افغانستان ...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، یو وخت به د روسیې او د چین له ولسمشرانو سره په اغېزمن ...
Спорт в России и мире
Москва
Московское "Динамо" возглавило турнирную таблицу РПЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Первая ракетка мира расплакалась после финала турнира с участием Рыбакиной
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Пресс-релиз | CRYPTONIUM | Новая экосистема для заработка на криптовалюте | Арбитраж | Трейдинг | Обучение
Путин в России и мире
Москва
Путин приехал в храм Христа Спасителя на пасхальную службу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Русских заявил о субсидировании новых авиарейсов до Минска
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Виктор Цой
Движение «Рок-Петроград» хочет восстановить поминальную площадку Цоя
Москва
Тайны профессии. Восемь историй о том, когда нотариусы спасают людей
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net