د اسرائيل صدراعظم امريکا ته خپل سفر لنډ کړ
دا وروسته له هغه چې تلابیب ته نږدې په راکټي حمله کې اووه کسان ټپیان شول.
بنيامین نتانیاهو امریکا ته تللی و او هلتهيې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل چې په تلابیب کې له راکټي حملې خبر شو.
اسرائيلي چارواکو ويلي چې د غزې تړانګې له لوري نن د اوږده واټن ويشتونکي توغندي په مرکزي اسرائيل کې د استوګنې کورونه هدف ګرځولي.
د روغتيايي خدماتو د عملې په وینا، اووه کسان ټپيان شوي چې پهکې یو کوچنی ماشوم، یو درې کلن هلک، ۱۲ کلنه نجلۍ او یوه ۶۰ کلنه ښځه شامل دي.
د راپور له مخې، په غزه کې فلسطينیان د اسرائيل غبرګون ته چمتووالی نيسي او اسرائيل د فلسطین ادارې ته ویلي چې له غزې سره پر پوله ټولې دروازې او د سمندر لارې هم وتړي.
