کابل ښار ته د ۲۶ کیلو ګرامه نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یو تن چې غوښتل یې ۱۳کیلو ګرامه چرس او ۱۳کیلو ګرامه تریاک د پیازو په بوجیو کې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کړي، د خیرخانې کوتل په سیمه کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول.
د یادونې وړ ده چې په یوه بله پېښه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۶۰۰ بوتله الکولي مشروبات د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې نیولي دي.
