فرانسوي پولیسو په پاریس کې له اعتراض کوونکو سره نښتې کړي
نن فرانسوي پولیسو د فرانسې په پایتخت پاریس کې له معترضانو سره نښتې کړي دي.
اعتراض کوونکو په دې هېواد کې د مالیاتو د زیاتېدو په وړاندې په اعتراضونو لاس پورې کړی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاسټنر پر خپل ټوېټر لیکلي چې شااوخوا یو نیم زر اعتراض کوونکې د الیزې ماڼې شااوخوا راټول شوي وو او له دوی څخه ۶۳ کسان دغلته له پولیسو سره د اخ او ډب په خاطر نیول شوي دي.
پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار واخیست چې په ځواب کې یې معترضانو پر پولیسو د ماتو ګوډو ګوزارونه وکړل.
اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی چې د فرانسې د حکومت پر ضد به مظاهرو ته دوام ورکړي.