د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس ویلز وايي له منځنۍ اسیا سره د افغانستان په پولو کې مخ په زیاتیدونکې بې ثباتي نه ده موجوده. د اندونیزیا په اچه ولایت کې څه باندې ۱۰۰بندیان له زندانه تښتيدلي او په ارجنتاین کې د سولې لپاره یوګا وشوه.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د نومبر پر ۲۹ مه په اسټرالیا کې د نګلیر روب کارن په نامه یو تن غټ ماهی نیولی دی. ماهی نن ځایي بندرګاه "هېروي بی" ته وروړل شو. ډېری خلک یې نندارې ته ورغلل او عکسونه ورسره ویستل. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د اوکراين ولسمشر پټرو پوروشينکو نن اعلان وکړ چې اوکراين ته د روسانو د سفر مخه نیول شوې ده.
دا روسان چې مخه يې اوکراین ته له ننوتلو نیول شوې ده، له شپاړسو تر شپېتو کلونو عمرونه لري.
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د دواړو هېوادونو تر منځ وضعيت نور هم ترينګلی شو.
روسیې د یکشنبې په ورځ په توره بحيره کې کريميا ته نېږدې د اوکراين درې بېړۍ او ۲۳ د عملې غړي ونيول.
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کريميا له اوکراینه جلا او په خپله خاوره پورې یې ونښلوله.
پوروشينکو نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې اوکراین... Читать дальше...
د لوګر ولايت امنیه قوماندان ادعا کوي چې د کابل- لوګر پر لویه لاره د نظامي عملياتو پر مهال د دولت وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
سمونمل محمد ايوب وردګ نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ونه ويل چې د وژل شويو يا ټپي شويو وسله والو مخالفانو دقيق شمېر څو دی.
ده زياته کړه چې د دغو عملياتو پر مهال د کابل- لوګر لویې لارې ته څېرمه سيمې هم د وسله والو له حضوره تصفیه شوي او یو شمېر چاودېدونکي مواد او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
دا نظامي عملیات له څو ورځو راهيسې د کابل ... Читать дальше...
په پاکستان کې د کډوالو په اړه شته قوانینو، د کډوالو افغانستان ته د ستنېدو او په دې هېواد کې هغوی ته د شهریت ورکولو په اړه د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوه سېمینار وشو. د غونډې برخوالو ویل چې په افغانستان کې د امنیت په راوستلو کې د دغه هېواد ي ګاونډي هېوادونو په تېره پاکستان ته مهم کردار اداکول پکاردی چې په پایله کې ټول افغانان په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي. ځینو برخوالو ویل چې په پاکستان کې زوکړي افغان کډوالو ته دې شهریت ورکړل شي. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور.
د ولسمشریزو ټاکنو په رانېږدې کېدو یو شمېر مشهورې سیاسي څېرې او ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره د احتمالي نوماندانو ...
د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو سرمشریزه نن جمعه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په خوښه ...
د عمر دراز مروت ورور او ملګرو بېګا مشال راډیو ته وویل چې مروت له ۱۰ورځو راهیسې د پېښور په شېرپاو روغتون کې بستر وو چې تېر ماښام مړ شو.
د پاکستان په جېلونو کې دا مهال له ۸۰۰۰ څخه زیات کسان د پانسۍ د سزا په انتظار دي، دا هېواد یو له هغو دی چېرته چې د مرګ د سزا کچه ډېره لوړه ده.
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې، د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه...
کرملين د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده چې له روسي ولسمشر ولاديمير پوتین سره یې خپله کتنه لغوه کړه.
ولسمشر ټرمپ پرون پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې له ولاديمير پوتین سره خپله ټاکل شوې غونډه لغوه کوي.
ښاغلي ټرمپ د روسیې له خوا په تور سمندرګي کې د اوکرايني بېړیو او ماڼوګانو د نيولو په غبرګون کې دا پرېکړه کړې ده.
ټاکل شوې وه چې ډونالد ټرمپ له ولاديمير پوتين سره د راتلونکې اوونۍ په لومړيو کې د جي شل هېوادونو د مشرانو په غونډه کې په ارجنټاين کې وویني.
د پوتين... Читать дальше...
د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل د یو ډالر نرخ یو سل دوه څلوېښت (۱۴۲) روپیو ته ختلی دی چې تيره ورځ یو سل څلورديرش (۱۳۴) روپۍ وو.
د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې له څو ورځو راهیسې امنیتي ځواکونو د کابل-لوګر د لويې لارې د امنیت د ښه کولو لپارهعملیات پیل کړي او یو شمېر سیمې يې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي دي.
امریکا پر ایران تور لګولی چې د ملګرو ملتونو لخوا په هغه هیواد د وسلو پر برامد د بندیز سرغړونې یې زیاتې کړي دي او په منځني ختیځ کې یې وسله والو ډلو ته د وسلو رسد زیات کړی دی او خپل میزایلي پروګرام ته یې دوام ورکړی دی.
اروپايي ټولنې او ناټو د اوکراین د ولسمشر د وروستۍ غوښتنې په وړاندې سوړ عکس العمل ښودلی.
پټرو پروشینکو د چهارشنبې په ورځ له ناټو غوښتي وو چې د روسیې له خوا د کریمیا په سواحلو کې د اوکریني کښتیو له نیولو وروسته دې د د دفاعې پیاوړتیا لپاره نوي نظامي اقدامات وکړي.
د ناټو یوې ویاندې اونا لوګیسکو د پنجشنبې په ورځ وویل، دا مهال ناټو په تور سمندرګي کې پیاوړی نظامي حضور لري او پلان نه لري چې د روسیې او اوکراین ترمنځ ازوف سمندرګي ته نوې پوځي کښتۍ واستوي.
د ناټو د دې ویاندې په وینا، د ناټو تړون پوځې... Читать дальше...
د سپوږمۍ درې کاڼي چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد یوې فضايي بېړۍ ځمکې ته را انتقال کړي وو، په نیویارک ښار کې په یوه لیلام کې په ۸۵۵ زره امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د سپوږمۍ دا کاڼې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د انتیکو د یوه راټولوونکي له خوا په ۴۴۲ زره امریکايي ډالرو اخیستل شوي وو.
دا تېږې په پیل کې د نینا کرولېوا مربوط وې چې هغې د دې د فضا نورد خاوند سرګي کرولیوف خدمتونو ته د درناوي په خاطر د شوروي اتحاد له خوا ډالۍ کې ورکړل شوې وې.
بل خوا د امریکا فضايي ادارې ناسا د دوه نیمو میلیاردو ډالرو... Читать дальше...
په انقره کې د افغانستان روغتيايي اتشه کارګر نور اوغلي وايي، له افغانستانه هر کال ۲۵۰ ناروغان د درملنې ...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما وايي چې د دوی د مقدماتي څېړنو له مخې په هلمند کې په یوه هوايي برید کې ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت مخکې ویلي وو چې د سې شنبې په ورځ یې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې هغه مهال چې وسله والو طالبانو برید پرې وکړ، هوايي مرسته یې وغوښته خو زیاتوي چې پلي ځواکونه نه وو خبر چې د جګړې سیمې ته نېږدې ملکي وګړي شته.
د ګرمسیر سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې هوايي حمله کې د ملکي وګړو یو کور په نښه شوی او لږترلږه ۳۰ تنه یې وژلي دي. Читать дальше...
د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي په یوه چاودنه کې ووژل شول او یو بل ټپي شو.
د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولیزاده ازادي راډيو ته وویل، پېښه هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو موټر پر یوه ماین برابر شو.
ښاغلي ولیزاده زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه ځوانه نجلۍ او یو نارینه ووژل شول او یو ماشوم ټپي شو.
ښاغلی ولیزاده وايي چې دا موټر له اشتر ښار کلي څخه د شینوارو ولسوالۍ د مرکز پر لور روان و چې ماین پرې وچاودېد.
د دې چاودنې مسؤلیت تراوسه کوم کس یا ډلې نه دی منلی.
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو سیالو ډلو په جګړه کې لسګونه وسله وال مړه او ټپیان شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا جګړه پرون ماسپښین پیل شوه.
ده وویل:
"دا نښتې د ملاهیبت الله او ملا رسول د پلویانو ترمنځ د شینډنډ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې وشوې چې د هیبت الله د ډلې اولس وسله وال پکې وژل شوي او اته تنه ټپیان دي."
د ښاغلي فرهاد په وینا، په دې نښتو کې د ملا رسول د ډلې یوولس وسله وال مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.
دې... Читать дальше...
متحده ایالاتو پرون د هغو وسلو نمونې خبریالانو ته وښودلې چې د چارواکو په وینا، ایران طالبانو ته ورکړې دي.
د ایران لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي براین هوک پرون پنجشنبه هغه وسلې او تجهیزات خبریالانو ته وښودل چې د ده په وینا، ایران یې په افغانستان کې طالبانو او د سیمې په نورو هېوادو کې ورانکارو ډلو ته ورکوي.
ده وویل:
"فجر توغندي! دا وسله افغان ملي اردو په هلمند کې له طالبانو څخه نیولې ده، کیڼې خوا ته مې د شهید ۱-۲-۳ په نوم بې پیلوټه نوی هوايي سېسټم وینئ چې له نسکورېدو وروسته د نړیوال ائتلاف... Читать дальше...
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په استانه کې د سوریې د سولې وروستۍ خبرې د دې هېواد د خلکو لپاره له لاسه تللی فرصت بللی دی.
سټيفين ډې میستورا دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د قزاقستان په پلازمېنه کې پرونۍ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدلې.
د ډې میستورا دفتر پرون پنجشنبه په یوه بیان کې له دې کبله ژوره خواشیني ښودلې ده چې د اساسي قانون د کمېټې د ترکیب په مسئله کې د لس میاشتني ولاړ حالت د ماتولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ونشو.
د دې کمېټې دنده به د سوریې په اساسي قانون کې اصلاحات او انتخاباتو ته د لارې هوارول وي. Читать дальше...
د افغانستان د برښنا شرکت وايي، د ازبکستان د وارداتي برښنا د دوهم لین له ترمیم وروسته پلازمېنې کابل ته د ۱۵۰ میګاواټه برښنا رسول بیا پیل شول.
د دې ادارې ویاند وحیدالله توحیدي تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور جزیات ورکړل او ویې ویل:
"د کابل برښنا یو سرکِټ چې ۱۵۰ میګاواټه برښنا یې کابل ته لېږدوله، په ازبکستان کې له عارضې سره مخ شو، له نیکه مرغه بېرته ورغول شو او اوس د وارداتي برښنا پوره ۳۰۰ میګاواټه برښنا په کابل کې لرو."
ښاغلي توحیدي زیاته کړه چې د ازبکستان د وارداتي برښنا... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ده پرېکړه کړې چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپله پلان...
د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چار د وزارت مرستیالې له طالبانو غوښتي دي چې د سولې...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net