د اپوزېشن ګوندونه وايي ، د عمران خان د چین سفر ناکامه وو
د پاکستان وزیراعظم عمران خان چین ته خپل سفر ګټور بللی دی او ویلي یې دي چې چین ورسره د هر ډول مرستو ژمنه هم کړې ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان چین ته خپل سفر ګټور بللی دی او ویلي یې دي چې چین ورسره د هر ډول مرستو ژمنه هم کړې ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان چین ته خپل سفر ګټور بللی دی او ویلي یې دي چې چین ورسره د هر ډول مرستو ژمنه هم کړې ده.
د مذهبي ګوندونو اتحاد - متحده مجلس عمل - ویلي دوي د اسیه بي بي خوشي کول نه مني. یاد اتحاد د اسیه بي بي د خوشي کېدو پرېکړې پرضد د پنجشنبې په مازیګر په کراچۍ کې د میلیون مارچ په نامه غوڼده رابللې وه چې په زرګونه کسانو پکې ګډون کړی وو.
پاکستانی حکومت وایي اسیه بي بي خوشې شوې او په پاکستان کې دننه په یوه امن ځای کې ده. یوه وسله وال کس پرون شپه د امریکا په کالیفورنیا کې په یوه میخانه کې ۱۲ کسان ووژل او په مصر کې یو سلمان په سرطان د اخته ماشومانو لپاره وړیا ساختګي ویښتان کینوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د هند په څېر په پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم هندوان د دیوالي په نوم اختر لمانځي چې مراسم یې د نومبر پر اوومه پیل شوي او تر ۱۱مې به روان وي. دیوالي د سنسکرت ژبې ټکی دی چې د رڼاګانو د لړۍ معنا لري. خو په دې پینځو ورځو کې هندوان څه کوي او په دیوالۍ کې ډیوې ولې بلوي؟ دا د فرانسې خبري اژانس په ویډیو کې وګورئ.
د عرفان کمال د ټپو او چاربیتو ځېنې کمپوزونه په ولس کې مشهور شوي دي.
اپریدي د سېنېټ یوې غونډې ته وویل، د تحريک لبيک په مشرۍ احتجاج کې د ځېنو سياسي ګوندونو پلويانو د خلکو جايدادونو ته اور اچولی او اړی ګړی يې کړی دی.
د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي چې ډېر ژر به د جمهوري ریاست انتخاباتو ته خپل کاندید اعلان کړي.
محمد هارون چې د کابل ښار په کوټې سنګي سیمه کې د نجاري دوکان لري وايي، له دې وړاندې یې د مهاجرت پر مهال پاکستان کې هم نجاري کوله.
د کندهار د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، کېدای شي د ۲۲ مرکزونو رأیې قرنطین شي. دغه خبره کندهار د ټاکنو د شکایتونو د کمېسیون رئیس کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن پنجشنبه د نوومبر ۸مه، وویل چې په مسکو کې د امریکا سفارت چارواکي به د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه په غونډه کې د څارونکو په توګه ګډون وکړي. ماریا زاخارووا نن خبریالانو ته وویل: "د امریکا متحد ایالات د څارونکي په توګه په غونډه کې ګډون کوي او په مسکو کې د سفارت یو چارواکی به د امریکا استازیتوب وکړي." مسکو به سبا جمعه د نوومبر۹مه، د افغانستان د سولې په اړه د غونډې کوربه وي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر، پاکستان، هند او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو استازي وربلل شوي دي. Читать дальше...
په کندز کې امنیتي مسوولین وايي چې وسلهوالو طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې حمله کړې ده. د ملي اردو د پامیر ۲۰ فرقې ویاند، ډګرمن غلام حضرت نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دشت ارچي په حمله کې ۷ عسکر وژل شوي او څلور تنه زخمیان دي. هغه وویل چې ۱۲ وسله والو طالبان هم وژل شوي او ۱۹ تنه زخمیان شوي دي. کریمي وویل چې وسله والو طالبانو پرون د شپې په ۱۲ بجو له درېیو خواوو پر دشت ارچي ولسوالۍ حمله وکړه خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت له امله وتښتېدل. خو د وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په دشت ارچي کې... Читать дальше...
سپینې ماڼۍ د «سي. اېن. اېن» ټلوېزيون د یوه خبریال جیم اکوستا پرس کارت یا د سپینې ماڼۍ په خبري غونډو کې د هغه د ګډون د اجازې کارت کنګل کړ. جېم اکوستا پرون د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لفظي شخړه وکړه. د «سي. اېن. اېن» ټلوېزیون د سپینې ماڼۍ ځانګړي خبریال، جیم اکوستا پرون، چهارشنبه د نوومبر۷مه، له ولسمشر ټرمپه پوښتنه وکړه چې د منځ مهالو ټاکنو په وخت کې یې د کډوالو له هغه کاروانه چې له جنوبي امریکا د متحدو ایالاتو پر لور په حرکت کې دی،"تهدید " او پر متحدو ایالاتو یرغل بللی دی. ... Читать дальше...
په میدان وردګ ولایت کې چارواکي وايي چې په سیداباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې درې عسکر وژل شوي او اووه تنه زخمیان دي. د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل نن پنجشنبه د نوومبر۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي. منګل وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ د ماشین کلا او مامر پر امنیتي پوستو حمله کړې وه.
رسنیو د نومبر پر اوومه ویلي ول چې د سپریم کورټ له فیصلې سره سم، نوموړې د ملتان له زندانه اسلام اباد او بیا له هېواده بهر لېږدول شوې.
د افغانستان د ملي اجنډا سیاسي جریان، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هڅو هرکلی وکړ او یو نېک اقدام یې وباله.
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورس ډلې نن د غزني جاغوریو ولسوالۍ ته چې وسله والو طالبانو درنې حملې پېل کړې، روانې شوي دي. وسله والو طالبانو پرون په جاغورو کې پر دوو امنیتي پوستو حملې وکړې. د غزني د پولیسو مرستیال مشر رمضان علي محسني د فرانسې خبري اژانس ته نن پنجشنبه د نوومبر۸مه وویل چې وسله والو طالبانو په جاغوریو کې د خلکو کورونو ته اور اچولی دی. محسني ویلي چې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه لري. د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند نن پر فيسبوک لیکلي چې د ځانګړو ځواکونو ډلې جاغوریو ته روان شوي دي. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا یوې ښځې رېکا کماري د نومبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د دیوالي لومړۍ ورځ په خوشالۍ لمانځي، له خپل دود سره خواړه تیاروي او ماښام مهال ګڼې ډیوې بلوي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه په بشپړېدو دي.
د افغانستان د ښځو شبکه د هېواد د سولې د روانې پروسې په مذاکراتو کې د ښځو په ګډون ټنیګار کوي.
په تاجکستان کې سرچینې وايي چې د دې هېواد په شمالي ولایت خُجند کې په یوه زندان کې تېره شپه په بلوا کې څو بندیان وژل شوي دي. دې سرچینو د ازادي راډیو د تاجکستان برخې ته ویلي چې په زندان کې تر بلوا وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ور استول شوي او د ډزو غږونه اورېدل شوي دي. د دې سرچینو په حواله، په زندان کې د تېرې شپنې بلوا اصلي عامل لا نه دي څرګند شوي. یوې سرچینې ویلي چې څو زندانیانو چړې اخیستې وې، یو شمېر په کې وژل شوي او څو تنه له زندانه په تېښته بریالي شوي دي. رویټرز خبري اژانس د پټو سرچینو... Читать дальше...
د هنډ بال د ملي لوبډلې او ځوانو لوبغاړو د غواروي سیالۍ له کابله د هدایت کلب په اتلولي پای ته ورسېده. د دغو سیالیو پای لوبه چې تېره ورځ د بدني روزنې او ورزش ریاست په تالار کې ترسره شوې، پهکې د هدایت کلب او هرات لوبغاړو او لوبډلو د اتلوالۍ د تر لاسه کولو لپاره سیالي وکړه. د هنډ بال د غوره لوبغاړو د غوراوي دا سیالۍ وړمه اوونۍ د کابل د دوه کلبونو په شمول د لسو ولایتونو د لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې وې. د سیالیو په پای کې د هدایت لوبډله د دغې ټورنامنټ د اتلولۍ د هرات لوبډلې دوهم او د بلخ لوبډلې بیا درېیم ځایونه خپل کړل.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن په یوه نړیواله سیالۍ کې د هندوستان پر وړاندې لوبېږي. د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني ازادي راډيو ته وویل، دا لوبه نن ماښام په هندوستان کې ترسره کېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبه د سبروتو په نوم د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې ترسره کېږيچې پهکې ۴۰ اسیايي او اروپايي لوبډلو ګډون کړی دی. دا سیالۍ په هندوستان کې ترسره کېږي او افغان۱۷ کلنه فوټبال لوبډله د سې شنبې په ورځ په دغو سیالیو کې د لوبو لپاره هغه هېواد ته لاړه. د افغانستان او هندوستان... Читать дальше...
د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د ۱۹۴۱ز کال د پوځي پرېډ ۷۷مه کليزه لمانځل شوې. دا پوځي پرېډ هر کال د هغو پوځيانو په ياد کې کېږي چې په ۱۹۴۱ز کال کې یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني د ناڅیانو پر ضد د جنګېدو لپاره مارش یا پرېډ کړی وو. ګل ایاز د رویټرز اژانس ویډیو اېډېټ کړې.
د اسلام اباد په لوک ورثه کې کلتوري مېله روانه ده چې پکې د پاکستان د بېلا بېلو برخو کلتوري شیان خرڅلاو او نندارې ته ایښوول شوي. منتظمین وايي، دا مېله به د نومبر تر ۱۳مې روانه وي. د لوک ورثې د ودانۍ یوه برخه د خیبر پښتونخوا شیانو ته ځانګړې شوې چې پکې خلک خواړه هم خوري او له موسیقۍ هم خوند اخلي. ویډیو وګورئ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.