اپوزېشن: د عمران خان حکومت د ګټې پرځای ملک ته تاوان رسولی دی
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان تر عامو انتخاباتو وړاندې له ولس سره وعده کړې وه، که واک ته ورسېد نو د هغه په وینا، نوی پاکستان به جوړوي.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان تر عامو انتخاباتو وړاندې له ولس سره وعده کړې وه، که واک ته ورسېد نو د هغه په وینا، نوی پاکستان به جوړوي.
وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال دغلته د یو پوهنتون او میډیکل کالج پرانستو اعلان کړی دی، خو د سیمې خلک وايي سیمه لوی اقتصادي پېکج او صنعتونو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو نن سې شنبه په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له جنورۍ راهیسې درې لکه افغانان د جګړې له امله بې کوره شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې په رپوټ کې ویل شوي چې یوازې د غزني په ښار او شااوخوا سیمو کې ۲۵۱۱ کورنۍ د روانې جګړې له امله بې کوره شوي دي. د دې ادارې په وینا، د افغانستان په وردګ، بغلان، ننګرهار او هلمند کې په وروستیو لسو میاشتو کې تقریباً دوه نیم لکه کسان جګړې بې کوره کړي دي. دې سازمان همدا راز اندېښنه ښودلې چې غیر دولتي وسله والې ډلې... Читать дальше...
دری امریکايي پوځیان نن سې شنبه د غزني ښار ته نېږدې په چاودنه کې ووژل شول. له دې سره سږکال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو شمېر ۱۲ ته لوړ شو. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي چې په چاودنه کې درې امریکايي پوځيان زخمیان شوي دي. د پېښې نور جزیات نه دي ورکړل شوي. په نننۍ چاودنه کې د امریکا یو ملکي قراردي هم زخمي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته بیول شوی دی.
په زابل کې امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو مالي مسؤل نیول شوی دی. د زابل امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار نن سې شنبه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې مشکوک نیول شوی د پاکستان تبعه دی او په زابل کې یې وسله وال طالبان تمویلول. مایار وویل، ګومان کېږي چې نیول شوي وګړي به جاسوسي هم کوله. په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي او په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم غبرګون نه دی څرګند کړی.
د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ د علي پور مشهور په قوماندان شمشېر د خوشې کېدلو په تړاو ...
د ملي اردو محلي ځواک دلته د جنوب د ۲۰۵ اتل قول اردو په روزنیز مرکز کې پوځي تکتيکونه زده کوي. دغه سرتېري به تر پوځي زده کړو وروسته د لومړي ځل لپاره په دوو جنوبي ولایتونو کندهار او ارزکان کې ځای پر ځای شي. ویډیو: صادق رښتینی ایډېټ: ابراهیم صافی
د دې اوونۍ د لوبو له میدانه په ورزشي خپرونه کې د اوونۍ څو مهم ورزشي خبرونه لرو، د افغانستان د وشو لوبې...
افغان حکومت د پاکستان له صدراعظم عمران خانه غواړي چې په خپلو تازه څرګندونو چې د افغانستان د سولې...
نن د سویس په جنيوا ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی کنفرانس چې سبا یې اصلي ورځ ده، پرانيستل شوی...
سږ کال په پاکستان کې ټاکنو مهم پر وخت د موجوده وزیر اعظم عمران خان له ولس سره ژمنه کړې و او د حکومت جوړېدو وروسته په ۱۰۰ ورځو اېجنډا کې یې د فساد ختمېدو ، په حکمرانۍ کې ښه والې راوستو، د بهرنیو هېوادونو پېسې واپس راوړلو او داسې نورې خبرې کړې و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لانزر ویلي چې له ټولو ستونزو سره په دې هېواد کې د مثبت پرمختګ لپاره امکانات شته. په جنيوا کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کې نن د امنیت ترڅنګ، په دې هېواد کې پر وچکالۍ، د قطحۍ پر خطر او د خوراکي موادو د کموالي له امله پر ممکن بحران خبرې کېږي. توبي لانزر نن خبریالانو ته ویلي، سره له دې چې د افغانستان خلک له تر ټولو بد حالت سره مخ دي، خو په وروستیو ۲۴ میاشتو کې په ډېرو برخو کې پرمختګ شوی دی. د یوناما مرستیال ویلي، په افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشر مېرمن وايي، په افغانستان کې ښځې په حساس موقف کې او د انتقادونو تر سخت فشار لاندې کار کوي. رولا غني نن سې شنبه د سویس په جنيوا ښار کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه په غونډه کې وویل چې له ټولو ستونزو سره په افغانستان کې د ښځو د مسلکي روزنې پر پروګرامونو پانګونه کېږي. رولا غني زیاته کړه: "نن په افغانستان کې موږ په داسې حساس حالت کې یوو چې هرې ښځې ته چې د پرېکړو کولو لپاره څوکۍ ورکړل شوې، په ټيټه یا لوړه کچه، هغه ښځه تر سخت نظارت لاندې وي او د هغې هر مسلکي حرکت تر سختو انتقادونو... Читать дальше...
دبامیان ولایت اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ د علي پور د خوشې کولو لپاره په لاریونونو لاس پورې کړ، هغه کس چې د حکومت له لوري نیول شوی وو. عبدالغني علي پور چې د افغانستان د ملي امنیت پر وینا د غیر مسووله وسلوالې ډلې قوماندان وو، تېره ورځ په ضمانت خوشې شو. د لاریون جریان په دې وېډیو کې وګورئ.
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۵ میاشتو کې...
سید قضوي او وراره یې سید عصمت دواړه د روان کال د حمل میاشت په لومړۍ یو ځانمرګي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، یو شمېر امنیتي ادارې له قانونه سرغړوونکي ماشومان په غیر قانوني...
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ووېل چې نسبت تېر کال ته د روان مالي کال...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر کوسوو غږ کړی چې له صربیا او بوسنیا هرزګوېنا د تجارتي مالونو پر وارداتو لګولې تعرفه لغوه کړي. پامپیو همداراز له کوسوو غوښتنه کړې چې له بلګراد سره د کړکېچ د کمولو لپاره کار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، مایک پامپيو پرون دوشنبه په واشنګټن کې د کوسوو له ولسمشر هاشم تاچي سره وکتل. د کوسوو حکومت د نومبر په ۲۱مه له صربیا او بوسنیا هرزګوېنا پر ټولو وارداتو ۱۰۰ فیصده مالیه ولګوله. د کوسوو حکومت ویلي چې صربیا په نړیوال ډګر کې د دوی پر ضد له... Читать дальше...
په واشنګتن کې پرون دوشنبه د هغه امریکايي عسکر د خدمت ستاینه وشوه چې د شنبې په ورځ په هلمند کې ووژل شو. ۲۵ کلن لیناردو جاسو د واشنګټن اوسېدونکی و. هغه دوه ځلې مخکې هم په افغانستان کې خدمتي دوره کړې وه. د واشنګټن والي پرون په یوه بیان کې وویل چې امریکا د لیناردو پر خدمت او قربانۍ فخر کوي. هغه د واشنګټن سټېټ د چیلان کونټي اوسېدونکی و چې ۲۰۰۰ استوګن لري.
غربي دولتونو د اوکراین ملاتړ وکړ او په توره بحیره کې یې د اوکراین پر بېړیو د روسیې د سمندري قواوو حمله وغندله. د روسیې سمندري ځواکونو د یکشنبې په ورځ کريمیا ته نږدې په توره بحیره کې د اوکراین پر بېړیو ډزې وکړې او ۲۳ ماڼوګانیې ونیول. روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه. د روسیې سمندري ځواکونو د یکشنبې په ورځ لومړی د کریمیا سواحلو ته نږدې د اوکراین پر بېړيو ډزې وکړې او تر هغه وروسته د روسیې ځانګړو ځواکونو هغوی محاصره کړل چې په دې پېښه کې ۶ اوکراینيان زخمیان شول. Читать дальше...
په لندن کې د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۳ د پناه غوښتونکیو لپاره یوې خیریه ادارې (هیلپ ریفیوجي) یو ګودام پرانستی دی. دلته خلک د کرسمس پر موقع نوي شیان راووړي چې د نړۍ په ګوټ کوټ کې یې پناه غوښتونکو ته ډالۍ کوي. په دې اړه د رویټرز ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د افغانستان حکومت او نړیوال شریکانیې نن سې شنبه د سویس په جنيوا ښار کې غونډه لري چې دا نړیواله غونډه به سبا هم دوام ولري. د افغانستان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې له داسې اجنډا سره ګډون کوي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د حکومتي چارو د اصلاح، اقتصادي په ځان بسیاینې او ښه امنیت ټینګولو پر لور د پرمختګونو او سولې لپاره د هڅو جزئیات پهکې راغونډ شوي دي. د غونډې په لومړۍ ورځ به ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د انرژۍ، بنیادي تأسیساتو او صادراتو د ودې لپاره د پانګونې په اړه بحث وکړي. Читать дальше...
د پروان د امنیت امر ضیاالرحمن فایض سیدخېلي ویلي چې د هغه ولایت د ملي امنیت ریاست په کار کې کمزورتیا د بګرام د هوايي ډګر امنیت له تهدید سره مخ کړی دی. د بګرام هوايي اډې ته تېره شپه دوه راکټونه وروتوغول شول چې د ښاغلي سیدخېلي په وینا، تلفات نهلري او د بهرنیو ځواکونو لهخوا شنډ شوي دي. د پروان د امنیت امر نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې د بګرام هوايي ډګر ته لږترلږه ۱۰ راکټه ورویشتل شوي دي. وسلهوالو طالبانو ادعا کړې چې پرون د بګرام پر هوايي ډګر په راکټي حملو کې بهرنیو ځواکونو ته تاوان رسېدلی دی.
افغانستان او نړیواله ټولنه به نن او سبا د سویس د جنیوا په کنفرانس کې د هغو ستراتېژیو، مرستو او پرمختګونو ارزونه وکړي چې دواړو لورو په مخکېني د بروکسل د ۲۰۱۶ کال په کنفرانس کې پرې موافقه کړې وه.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.