د بګرام هوايي اډې ته تېره شپه دوه راکټونه توغول شوي
د بګرام هوايي اډې ته تېره شپه دوه راکټونه وروتوغول شول چې د ښاغلي سیدخېلي په وینا، تلفات نهلري او د بهرنیو ځواکونو لهخوا شنډ شوي دي.
د پروان د امنیت امر نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې د بګرام هوايي ډګر ته لږترلږه ۱۰ راکټه ورویشتل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو ادعا کړې چې پرون د بګرام پر هوايي ډګر په راکټي حملو کې بهرنیو ځواکونو ته تاوان رسېدلی دی.
