افغانستان او نړیوال شریکانیې نن په جنيوا ښار کې غونډه لري
د افغانستان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې له داسې اجنډا سره ګډون کوي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د حکومتي چارو د اصلاح، اقتصادي په ځان بسیاینې او ښه امنیت ټینګولو پر لور د پرمختګونو او سولې لپاره د هڅو جزئیات پهکې راغونډ شوي دي.
د غونډې په لومړۍ ورځ به ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د انرژۍ، بنیادي تأسیساتو او صادراتو د ودې لپاره د پانګونې په اړه بحث وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر، فلیپو ګراندي به د افغانانو د مهاجرت پر بحران خبرې وکړي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره په جنيوا کې دی، نن پر ټویټر لیکلي چې د ټولو ګډ هدف په افغانستان کې د خلکو لپاره د دایمي سولې او ثبات ټینګول دي.
د افغانستان په اړه په جنيوا کې په نننۍ غونډه کې د روسیې او جرمني په ګډون د نړۍ د تقریباً ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه لري.
