د امریکا د متحد ایالتونو لوی څارنوال استعفا وکړه
د امریکا د متحد ایالتونو لوی څارنوال استعفا وکړه. جف سشنز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سم له خپله مقامه استعفا کړې ده. له دې استعفا سره د روسیې د تحقیقاتو د برخې د سلاکار رابرټ مولر برخلیک یو ډول مبهم شوی دی. سپینه ماڼۍ وایي، جف سشنز د نوومبر په اوومه خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړه او جمهور رئیس ټرمپ هم هغه ومنله. د امریکا د عدلیې وزارت د رابرټ مولر د کار په برخه کې ځانګړی صلاحیت لري. مولر دا مسئله څېړي چې : د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې روسیې مداخله کړې ده که نهده؟... Читать дальше...