د امریکا د متحد ایالتونو لوی څارنوال استعفا وکړه
د امریکا د متحد ایالتونو لوی څارنوال استعفا وکړه. جف سشنز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سم له خپله مقامه استعفا کړې ده.
له دې استعفا سره د روسیې د تحقیقاتو د برخې د سلاکار رابرټ مولر برخلیک یو ډول مبهم شوی دی.
سپینه ماڼۍ وایي، جف سشنز د نوومبر په اوومه خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړه او جمهور رئیس ټرمپ هم هغه ومنله.
د امریکا د عدلیې وزارت د رابرټ مولر د کار په برخه کې ځانګړی صلاحیت لري.
مولر دا مسئله څېړي چې :
د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې روسیې مداخله کړې ده که نهده؟
او د انتخاباتي کمپاین پر مهال یې د ټرمپ له ټیم سره همکاري کړې ده که نهده؟
روسیې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله رد کړې او ډونالډ ټرمپ له روسیې سره هر راز ارتباط رد کړی دی.