ترکیه: د افغانستان او نورو هېوادونو د ګډو پروژو ملاتړ به کوم
ترکیه وايي، په سیمه کې به د افغانستان او نورو هېوادو ترمنځ د ګډو پروژو ملاتړ وکړي.
دا خبره پرون په کابل کې د ترکیې سفارت وروسته تردې وکړه چې په ارګ کې د ترکیې د «چالیک هولدینګ» شرکت سره افغانستان د ټاپ په نوم د پنځه سوه کیلو ولټه برښنا مزي د تیرېدو تفاهملیک لاسلیک کړ.
دغه ترکي شرکت به د ټاپ پر پروژې په ترکمنستان، افغانستان او پاکستان کې یو اعشاریه شپږ میلیاډه ډالر ولګوي، دا پروژه به په درې کلونو کې بشپړه شي چې له دې درکه به افغانستان هر کال له زر مېګا واټه برښنا څخه استفاده کوي او د ټرانزیټ له درکه به شاوخوا سل میلیونه ډالر ترلاسه کوي.