د ننګرهار په نازیانو کې د داعش پرضد د پاڅون کوونکو عملیات دوام لري
د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د پاڅون کوونکو عملیات نن هم ادامه لري.
دا عملیات پرون چهارشنبه پیل شول او د پاڅون کوونکو ملاتړ د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه کوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته د دې عملیاتو د پای ته رسېدو په ارتباط وویل:
"دا عملیات به تر هغو دوام ولري چې امنیت تأمین شي، لکه د بټيکوټ په ولسوالۍ کې چې امنیت ټینګ شو. په نازیانو کې به تر هغو عملیات روان وي چې مخالفین په بشپړ ډول وځپل شي او سیمه له دوی پاکه شي."
په نازیانو کې نژدې پنځه سوه ولسي کسانو د داعش پرضد وسله رااخېستې ده.