ډنمارک ۳ ایراني فعالان په اهواز کې د برید د ستاینې په تور نیولي
د ډنمارک حکومت درې ایراني فعالان په اهواز کې د وروستي برید د ستاینې په تور نیولي دي.
د ډنمارک پولیسو پرون وویل، دا درې تنه د ایران د اپوزسیون د یوې ډلې غړي دي چې د ایران په اهواز ښار کې یې د خونړي برید ستاینه کړې ده.
په دې برید کې چې د روان میلادي کال د سېپټمبر په ۲۲مه د پوځي رسم ګذشت پرمهال وشو لږ تر لږه ۲۵ تنه ووژل شول.
د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان چې د اهواز د عربو د سیمې د خپلواکۍ د جنبش غړي دي، ښایي نقدي جریمه شي یا تر دوه کاله زنداني شي.
د ایران حکومت دغه ډله د اهواز په برید تورنه کړې ده.
د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان د تیلو په مالامال سیمه کې د ازادۍ جنبش ډله د عربانو لپاره د یوه بېل هېواد د جوړېدو په خاطر مبارزه کوي او دوی د اهواز په برید کې لاس لرل رد کړې دي.