باکو کې یوې محکمې نن د اذربایجان د خلکو د جبهې د مخالف ګوند یو فعال په ۱۳ کاله بند محکوم کړ.
نیامالدین احمدوف د ترهګریز تمویل په تور محکوم شوی دی، خو هغه او ملاتړو یې دا تورونه رد کړي دي.
د احمدوف خپلوانو او همکارانو ته دا اجازه نهده ورکړل شوې چې د محکمې د حکم د اعلان پر مهال حضور ولري.
د محکمې په وروستۍ پرېکړه، احمدوف خپله بېګناهي تکرار کړه او د ځان په وړاندې تورونهیې بېاساسه وبلل.
د هغه وکیل وویل چې هغه به د محکمې د پرېکړې په وړاندې د استېناف غوښتنه وکړي.
د اذربایجان د ولسمشر الهام... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په هغو افغانانو کې چې په خصوصي چارتر الوتنو کې درېیم هېواد ته لېږدول شوي، ځیني یې په شرایطو برابر نهدي.
د دغه وزارت ویاند ند پرایس ویلي، دا کار کولای شي د امریکا او درېیم هېواد دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي او دغه کسان به هم د ځای پر ځای کولو په پلان کې شامل نهشي.
ښاغلي پرایس د پنجشنبې په شپه په یو خبري کنفرانس کې وویل: "کله چې دا پېښېږي، دا خلک په خورا ستونزمن حالت کې اچوي. دا دوی په خطر کې اچوي چې پرته له کوم پلان څخه متحده ایالاتو ته د تګ پلان لري. موږ له... Читать дальше...
د روسیې د خپلواکې ورځپاڼې (نوو ایا ګازتا) لوی مدیر دمیتري موراتوف او فیلیپین ټبره امریکایۍ ژورنالېسته ماریا رسا د سږ کال نوبل د سولې جایزې ګټونکي بلل شوي دي.
دا جایزه به په فیلیپین او روسیه کې د بیان د ازادۍ لپاره مبارزه کې د دوی د زړورتیا لپاره رسا او موراتوف ته ورکړل شي.
د ناروې نوبل کمېټې رئیس بریټ ریس انډرسن نن په اوسلو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د ناروې نوبل کمېټې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل د سولې جایزه ماریا رسا او دمیتري موراتوف ته ورکړي چې د بیان د ازادۍ د ساتلو لپارهیې هڅه... Читать дальше...
په کندز کې سیمه ایز واکمن وايي چې دغلته پر یو جومات نني برید کې 46 کسان وژل شوي او 143 تنه نور ټپیان شوي دي.
دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګن یې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پرمهال پر لمونځ کونکو شوې ده.
په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسوول مطیع الله روحانې رسنیو ته په یو استول شوې بیان کې ویلې دي، چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پيښې کې ۴۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
روحانې وايي، چې د ا برید د یو انتحارې کس له خوا ترسره شوی دی. Читать дальше...
په کندز کې په یو جومات کې چاودنې ۴۶ تنه ملکي وګړي وژلي او ګڼ نور ولسي خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.
په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسؤل مطیعالله روحاني رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې دغه چاودنه تأیید کړې او ویلي دي چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پېښه کې ۴۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
روحاني وايي چې دغه برید د یو انتحاري کس لهخوا ترسره شوی دی.
دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګنیې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده. Читать дальше...
وروسته له هغه چې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو په دې هېواد کې خپل واک اعلان کړ، د ټول هېواد په کچه د نجونو ښوونځي وتړل شول او طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
خو په کندز ولایت کې یو شمېر ښوونکي او زدهکوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونې او روزنې بهیر په عادي ډول جریان لري او نجونۍ خپلو ښوونځیو ته ځي او طالبانو ښوونځیو ته د نجونو پر تګ کوم بندیز نهدی لګولی.
د کندز ښار د بيبي امنه لېسې یوې ښوونکې ازادي راډيو ته وویل: "موږ د پخوا په شان خپلو ښوونځیو ته ځو، زدهکوونکو ته درس ورکوو. Читать дальше...
د کابل هوايي دهلېز له لارې د ځلغوزو د صادراتو لړۍ پیلېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي چې راروانه اوونۍ کې به بهر ته د کابل هوايي ډګر څخه د کارګو سوداګریز پروازونه د ځلغوزو په لېږد پیل شي.
د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند د اکټوبر په ۷مه نېټه وویل چې د کارګو لومړی پرواز به په درېیو تر څلورو ورځو کې د کابل هوايي ډګر څخه ترسره شي.
دا به د طالبانو په لاس د کابل ولایت له نیولو لومړی کارګو پرواز وي چې په اول ځل له افغانستان څخه ځلغوزې بهر ته صادروي.
د افغانستان د سوداګرۍ... Читать дальше...
په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د ترياکو بیه لوړه شوې او دليليې دا بلل شوی چې ځينو مافيايي ډلو ترياک رانيولي او زېرمه کړي دي.
خو بيا هم په ځينو ولايتونو کې بزګرو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته کوکنار ونهکري، ځکه چې د کوکنارو بيه د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي او ګټهيې د بزګرو پر ځای مافيايي ډلو ته رسېږي.
د غور ولايت ۶۲ کلن عبدالله نومی بزګر وايي چې د کوکنارو تر څو کلن کښت وروستهيې سږکال په خپله ځمکه کې د خاشخاشو پر ځای بل تخم کرلی دی.
دی وايي چې د کوکنارو خطر د بزګر پر غاړه دی، خو ګټهيې قاچاق کوونکي ته رسېږي. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په روان شمسي کال کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه هېڅ رسمي راپور نهدی خپور شوی، ځيني اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام په اړه اندېښنې لري.
دا هېوادونه اندېښنه لري چې د طالب مقاماتو لهخوا د څارنې فعال سيستم او د رسمي ژمنتيا د نشتوالي له امله به په افغانستان کې د کوکنارو کښت يو ځل بيا ډېر شي.
بزګران بيا دا اندېښنه لري که طالب مقامات د نړیوالې ټولنې د فشار په نتيجه کې د بديل کښت او اقتصادي مرستو پرته د کوکنارو کښت بند کړي، نو دوی به له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ شي. Читать дальше...
په چک جمهوریت کې نن پارلماني انتخابات کېږي. دا انتخابات به د اوسني صدراعظم اندري بابېش شهرت وازمويي.
نظرپوښتنې ښيي چې بابېش او د ده (اې اېن او) ګوند ممکن په دې انتخاباتو کې چې سبا هم دوام کوي، په لږ توپیر وړاندې شي، خو له دې ډېر لیرې دی چې اکثریت ترلاسه کړي.
دوه کوچني ګوندونه یعنې کیڼ اړخی سوسیال ډیموکرات او کمونېست ګوند چې اوس د ده د اقلیت حکومت ملاتړ کوي، ښايي دومره رایې ترلاسه نهکړي چې په پارلمان کې چوکۍ ولري.
دا مسئله ممکن د بابېش (اې اېن او) ګوند اړ باسي چې له سختو ښي اړخو ملتپالو سره لاس یو کړي څو په واک کې پاتې شي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وېنډي شېرمن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې اغلې شېرمن او ښاغلي قریشي د افغانستان پر روان وضعیت، د سیمې امنیتي حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو باندې بحث کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې اغلې شېرمن د پاکستان ستاینه کړې چې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو د اتباعو په ایستلو او هم په سیمه کې د امنیت د راوستلو لپاره هڅې کړې دي.
د قریشي په حواله راغلي چې امریکا او پاکستان... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وایي یو افغان چې ۲۰۰۸ کال کې د سړي تښتونې له تورونو سره مخ و، اوس په نورو جرمونو هم تورن شوی.
حاجي نجیبالله چې د سړي تښتونې د تورونو د رسیدګي لپاره تېر کال له اوکرائینه امریکا ته انتقال شو، پرون پر امریکايي ځواکونو د بریدونو تور هم پرې ولګېد.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په نجیبالله باندې نوې دعوه په افغانستان کې د طالبانو د قوماندان په توګه د هغه کارونه دي چې له املهیې دی په بېلابېلو ترهګریزو جرمونو تورن بلل کېږي.
نجیبالله... Читать дальше...
نن او سبا د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي.
چکان داسې وخت دې ټاکنو کې ګډون کوي چې اوسنی صدراعظم او کاندید اندري بابېش د هغه د تجارت او بهرنیو جایدادونو په تړاو له ګڼو پوښتنو سره مخ دی.
وړاندوینې ښيي چې بابېش او د هغه ګوند "انو" (ANO) به مخکې وي، خو د رایو له اکثریت ګټو شاته بلل شوی.
د بابېش دوه ملاتړي واړه ګوندونه کیڼ اړخی سوشیال ډیموکرات او کمونېست ګوند ښايي کافي څوکۍ ونهګټي چې په پارلمان کې پاتې شي.
دا چاره به د دې لامل شي چې «ANO» ګوند د ښي اړخي ملتپالي ګوند سره ائتلاف وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو په مشرۍ حکومت چارواکو ډاډ ورکړی چې هېڅکله به افغان خاوره د ازبکستان پر ضد ونهکارول شي.
عبدالعزیز کاملوف دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره تر لیدنې وروسته کړي او وايي هېواد یې د ترانزیټ، انرژۍ او تجارت په برخه کې افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دی.
ښاغلي متقي تېره ورځ په کابل کې له ښاغلي کاملوف سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې له ازبکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او اقتصادي پروژو ته به وده ورکړي. Читать дальше...
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیرې پرون (پنجشنبه) وویل، ایټالیا له درېیمګړي هېواده د افغان پناه غوښتونکو کوریدور یا دهلېز جوړوي.
د انسا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرې لوسیانا لامورګیس د اروپايي اتحادیې یوې غونډې ته د افغانانو د ساتنې په اړه وویل، په دې توګه به د هغو افغانانو ساتنه وشي چې ملاتړ ته اړتیا لري.
دې زیاته کړه، په اروپايي هېوادونو کې د مېشتولو د ۲۰۲۲ کال د پروګرام پر اساس به هغه افغانان چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، له پاکستان او ایران څخه ایټالیا ته راوستل شي... Читать дальше...
د خوست قومي مشرانو او دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې په ادارو کې مسلکي او په کار پوه کسان وګوماري.
غونډې ته د خوست یوه دیني عالم مولوي عبدالقدوس امیري له طالبانو وغوښتل چې له ټولو تجربهکار کسان په کار وګوماري.
ده زیاته کړه: "او بله مهمه مسئله دا ده چې هر څوک چې د یوه رئیس یا مدیر په حیث د چا په عوض کې راځي باید مخکېنی کس نهیلی لاړ نهشي، بلکې باید په یوه بل پوسټ کې استخدام کړل شي ځکه چې حکومت د هر چا دی، د یوه مولوي، یوه طالب یا یوه قومي مشر نهدی."
دوی په عین حال کې له طالبانو وغوښتل چې خپل اساسي اصول وړاندې کړي. Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، له افغانستانه د هوا یا ځمکې له لارې د خلکو د خوندي ایستلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
هایکو ماس دا خبرې پرون (پنجشنبه) مخکې تر دې چې ۲۱۷ نور افغانان په یوه چارتر الوتکه کې له پاکستانه جرمني ته ورسېږي، په یوه بیان کې وکړې.
د دغو کسانو له منځه به ۲۰ تنه نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.
په همدې حال کې امریکا، جرمني او بریتانیا وايي چې لا یې هم ګڼ شمېر اتباع په افغانستان کې پاتې دي او هڅه کوي چې ژر یې وباسي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په راتلونکو... Читать дальше...
یوروپول یا اروپايي پولیس وايي، د رومانیا پولیسو د جرمني د چارواکو په همکارۍ یوه شبکه د افغانانو د قاچاق په تور نیولې ده.
د رومانیايي چارواکو په وینا د دې څو ملیتي شبکې ۲۱ غړو، افغان پناه غوښتونکي فرانسې او جرمني ته قاچاق کول.
د پولیسو په وینا دا کسان د پلازمېنې بخارست په ۱۹ جلا جلا سیمو کې د چاپو په ترڅ کې نیول شوي دي.
ویل شوي چې د شبکې اکثره غړي افغانان دي او دوی د هر پناه غوښتونکي د لېږدولو په سر له ۱۰ زره تر ۲۰ زره یورو اخیستې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې فعالیتونه زیات شوي دي.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون (پنجشنبه) وویل چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت پر زیاتېدو اندېښمنه ده.
د دې په وینا روسیه په ځانګړي ډول دې ته اندېښنه لري چې د داعش فعالیتونه په کابل کې د روسیې د سفارت په شااوخوا کې لیدل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې د داعش ۵ غړي ووژل شول.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر طالبانو غږ کړی چې د روسي ډیپلوماتانو او د سفارت د امنیت لپاره نور اقدامات وکړي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون (پنجشنبه) د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي راپورتر پر ټاکلو سلا وکړه څو په دې هېواد کې د طالبانو او نورو ښکېلو خواوو د سرغړونو په هکله پلټنې وکړي.
دا پرېکړه د چین، پاکستان او روسیې په شمول د ۵ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۸ موافقو رایو تصویب شوه.
د افغانستان لپاره ځانګړی راپورتر به په مارچ میاشت کې کار پیل کړي او ملګري ملتونه به د حقوقي مسئلو د څېړنې، عدلي طب او د ښځو د حقونو په برخو کې د متخصصانو مرسته ورسره وکړي.
د دغه راپورتر ټاکل د ملګرو ملتونو له لوري... Читать дальше...
ترکیه وايي، د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپارهیې له ایران سره په پوله کې ۲۰ کیلومتره امنیتي دېوال جوړ کړی دی.
د ترکیې د وان ولایت والي محمدامین بیلمز وویل، د پولې په دې برخه کې د دېوال له بشپړېدو وروسته به د غیر قانوني تګ راتګ، د ترهګرو خوځښتونو او د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیول شي.
د ترکیې انادولیا خبري اژانس د دېوال په اوږدو کې پوځي تجهیزاتو ته په پام هغه اورین دېوال بللی دی.
تمه ده چې نړیواله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره دې هېواد ته نغدې پیسې ولېږي.
له دې طرحې خبرو کسانو روېټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي.
دوی ویلي چې دا مرستې اړو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي، نه د طالبانو د مالي ملاتړ لپاره.
د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، اړو کسانو ته پیسې د بانکونو له لارې ورکول کېږي او هر کس ته به څه کم ۲۰۰ ډالره ورکړل شي. Читать дальше...
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي له اروپايي اتحادیې غوښتي چې په راتلونکو ۵ کلونو کې تر ۴۰ زره ډېر افغان کډوال ومني.
ګراندي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د حکومت له پرځېدو وروسته د خلکو وضعیت ترینګلی شوی دی.
د کورنیو چارو لپاره د اروپايي اتحادیې کمېشنره یولیا جانسن وايي، د افغانستان د نفوس نیمايي بشري مرستو ته اړتیا لري. دې د افغانستان د اقتصاد د بشپړ سقوط او په پراخه پیمانه د لوږې خبرداری ورکړ.
اغلې جانسن دا خبرداری د پنجشنبې په ماسپښین د بیا مېشتونې... Читать дальше...
ډیپلومات
ډيپلومات خپرونه لیکي، افغانستان تر ۱۰۰ د ډېرو اویغور کورنیو کوربه دی چې اکثرو یې د څو لسیزو په ترڅ کې ارامه ژوند کړی دی او اوس د چین له حکومته وېره لري.
د ډیپلومات په مقاله کې وړاندې راغلي چې ځیني اویغور کورنۍ په ۷۰مه میلادي لسیزه کې افغانستان ته د دواړو هېوادونو ترمنځ له واړه سرحده اوښتي او په ۹۰مه لسیزه کې بیا یو شمېر اویغوران له پاکستانه وروسته تر دې افغانستان ته کډه شوي چې د اسلاماباد او پیکېنګ اړیکې ډېرې تودې شوې.
د دې مقالې د لیکوال په باور، چین پخوا کاذبه ادعا کوله چې د اویغورانو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В ОЭЗ «Технополис Москва» выпустили серию автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Москва
Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Суд арестовал на два месяца одного из участников драки со стрельбой на юге Москвы
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net