د کندز ښار یوه جومات کې چاودنې '۴۶ تنه وژلي او ۱۴۳ نور' ټپيان دي
په کندز کې په یو جومات کې چاودنې ۴۶ تنه ملکي وګړي وژلي او ګڼ نور ولسي خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.
په کندز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسيون مسؤل مطیعالله روحاني رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې دغه چاودنه تأیید کړې او ویلي دي چې د سیداباد جامع جومات په نننۍ پېښه کې ۴۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
روحاني وايي چې دغه برید د یو انتحاري کس لهخوا ترسره شوی دی.
دا چاودنه د کندز ښار سید اباد سیمه کې چې اکثریت استوګنیې شیعه افغانان دي د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.
د چاودنې د څرنګوالي په اړه جزئیات ډېر نهشته.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نهدی اخیستی، خو تر دې مخکې د یو شمېر هغو بریدونو مسؤلیت چې پهکې د شیعه مسلمانانو مذهبي او ټولنیز مراسم په نښه شوي وي، د داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
دا د اګست له ۲۶مې نېټې راوروسته چې د کابل په هوايي ډګر کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله، تر ټولو خونړی برید دی چې د طالبانو تر واک لاندې یوه سیمه کې کېږي.