Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2021

Новости за 06.10.2021

سوداګر: د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو دوام به ملیونونه افغانۍ زیان راواړوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایتي ادارې د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه د تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د مسافرو د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ چارو پر مخ تړلې ده. دا مهال د دروازې دواړو لورو ته په زرګونه خلک او په سوداګریزو توکو بار په سلګونه موټرونه بند پاته دي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د دغه دروازې د تړل کېدلو دوام به دوی ته ملیونونه افغانۍ زیان واړوي. ښاغلی بینا زیاتوي: "په بولدک کې د وچې او تازه مېوې او سبزیجاتو موټران ولاړ دي، هغه غاړي ته هم ولاړ دي، د بولدک د دروازې له خاطره موږ په... Читать дальше...

د پاسپورت ریاست بیا پرانېستل؛ په سلګونو خلکو مراجعه کړې

Pa.azadiradio.com 

له یوې نیمې میاشتې ډیر ځنډ وروسته، نن (چهارشنبه) د افغانستان پاسپورت ریاست بیا پرانېستل شو. په لومړۍ ورځ، په سلګونو خلک د پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره د دې ریاست مخې ته راغلل. یو شمیر غوښتونکي یې وايي چې دوی د درملنې لپاره افغانستان پریږدي، ځینې یې د زده کړې لپاره او ځینې نورو ویلي چې دوی غواړي د ښه ژوند لپاره افغانستان پریږدي. نور په دې راپور کې وګورئ.

زاخېلوال: د جمهوریت د سقوط اصلي لامل اشرف غني دی

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پر کړنو سخته نیوکه وکړه او هغه یې په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط لوی لامل وباله. ښاغلی زاخیلوال، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر او د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت پرمهال په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ترسره کړي، په وروستیو کلونو کې د حکومت منتقد و. په دې مرکه کې هیلۍ اسد له ښاغلي زاخیلوال څخه د جمهوریت د سقوط لاملونو، د طالبانو په وړاندې د هغه د سیاسي دریځ، د افغانستان... Читать дальше...



د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.  د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د هغه ترکمن ساري قربان قلي بیردي محمداوف وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې منځنۍ اسیا د پرمختګ کیلي ده.   دواړو ولسمشرانو خبریالانو ته وویل چې پر هغو پروژو کار ته دوام ورکړي چې له افغانستان سره تړلې دي.

یو شمېر وسله‌والو کابل کې د افغان سېکهانو پر یوې ګوردوارې برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سېکهان وايي، یو شمېر وسله‌والو د کابل په کارتې پروان کې د دوی پر مذهبي ځای "ګوردوارې" برید کړی او د دوی د مذهبي مراسمو ځای ته‌یې زیان رسولی دی. دوی وايي، په افغانستان کې له ځینو امنیتي ستونزو سره مخ دي. د دې مذهبي ځای مسؤل ګورنام وايي، دوی نه‌پوهېږي چې دا برید چا کړی. په هغه تازه وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ادعا شوې چې یو شمېر وسله‌وال طالبان پر دې ګوردوارې برید کوي، ځیني سېکهان وهي او د دې ځای امنیتي کمرې ماتوي. طالبان بیا وايي، دا پېښه په جدي ډول څېړي. دې پېښې... Читать дальше...

'WHO': افغانستان کې د کرونا ضد واکسین ضایع کېږي خو طالبان د مخنیوي ډاډ ورکوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ګواښوونکي ویروس په کې په زرګونه کسان مړه او په لسګونه زره نور تر بسترونو ورسول. د ننګرهار ولایت اوسېدونکی قلم شاه وايي،  پلار یې د کرونا ویروس له امله وفات شوی دی او شااوخوا یو کال وړاندې یې په دغه ګواښوونکي ویروس اخته شو او په وینا یې ناروغۍ یې پنځه میاشتې دوام وکړ او بالاخره یې د ژوند پور یې پرې کړ. قلم شاه زیاتوي: "زما پلار په کرونا ویروس اخته و چې وفات شو، شخصي روغتونونو ته به تلو او هلته به مو ورته درمل ورکول، خو واکسین مو ورته نه وه کړی او... Читать дальше...

طالبان: د کابل په پغمان کې ۴ داعشیان ژوندي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، تېره شپه یې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې ۴ غړي ژوندي نیولي دي.  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، طالب ځواکونو د پغمان ولسوالۍ په پشه يي سیمه کې د دغو کسانو ترڅنګ یو شمېر وسلې او اسناد هم نیولي دي.  داعش وسله والو ددې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د کرکټ افغان ملي لوبډله د نړیوال شل اووره جام لپاره قطر ته لاړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي په نړیوال شل اووره جام کې د ګډون لپاره نن قطر ته روان شول.  د کرکټ بورډ عمومي رييس عزیز الله فضلي له لوبغاړو سره د خدای پامانۍ په مهال وویل، افغان لوبغاړو د نړیوال جام لپاره ښه تمرین کړی او له پوره چمتووالي سره روانیږي.  د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ۲۲ لوبغاړي به له قطره وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ شي چې د نړیوال شل اوره جام کوربه دی.



یوناما کندز کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په کندز ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو هرکلی وکړ.  طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له بلخ ولایت پرته په نور ټول هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونې په کور کښېنولې او ویې ویل چې د نجونو لېسې به وروسته له دې چې یوه لایحه یې ورته ترتیب کړه، پرانیستل شي.  په افغانستان کې اروپايي استازولۍ پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي: "دا خبر چې په کندز کې د نجونو پرمخ د متوسطه ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې، مثبته نښه ده. هیله لري چې د افغانستان په نورو سیمو کې... Читать дальше...

د افغان ښځینه کرکټرانو لپاره اسټرالیايي کرکټ لوبډلې خپل دریځ روښانه کړ

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د کرکټ ټیم لوبغارو د دغه هېواد د کرکټ بورد د هغه پرېکړې ملاتړ وکړ چې ویلي یې و، راتلونکی نومبر به په هوبارت ښار کې د افغان کرکټ ټیم سره خپله لوبه لغوه کړي.  د اسټرالیا د تېسټ لوبو یا سپین بال کېپټان اروون فینچ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ کړي دي. هغه ویلي، څو چې په افغانستان کې د کرکټ ښځینه لوبغارو ته د ورزشي فعالیت اجازه ور نه کړل شي، د نوومبر په ۲۷مه نېټه به د افغانستان د کرکټ ټیم سره د پلان شوې تېسټ لوبې د لغو کېدو ملاتړ وکړي. فینچ زیاته کړې: "له شک پرته چې دا یو ننګونکی وخت دی، خو موږ د اسټرالیا د کرکټ له پرېکړې ملاتړ کوو.

غزني مېشتي ځینې کاریګر: ۲۰کالو کې لومړی ځل دی چې لوږې سره مخ کېږم

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې هغه کارېګر چې د دوو لاسو په خواریو بوخت دي وايي، که یوې خوا ته ګراني یو په دوه زیاته شوې ده، نو بلې خوا ته کارونه هم په ټپه درېدلي دي.  دوی وايي، هره ورځ د مزدورانو څلورلاري ته ورځي، خو ډېری وخت خالي لاس بېرته کورونو ته ستنیږي.  د غزني ښار په فرخي څلور لاري کې کابو یو پنځوس کلن کاریګر د نورو لسګونه کاریګرو ترڅنګ ولاړ اوپه ډاډه زړه خبرې کوي، خو نه غواړي چې نوم یې په راډیو کې واخیستل شي.  دی وايي، له تېرو شلو کالو څخه دغه چوک ته راځي او روزانه کوي او په وینا یې که څه هم خپله مېنه... Читать дальше...

د جرمني دفاع وزارت افغانستان کې د تېرو ۲ لسېزو پر تجربو بحثونه کوي 

Pa.azadiradio.com 

د جرمني دفاع وزارت به سر له نن چهارشنبې، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د تجربو په اړه بحثونه کوي. له دغو تجربو ترلاسه شوې نتیجه به د لوېدیځې افریقا د هېواد مالي په څېر هېوادونو لپاره په ماموریتونو کې وکارول شي. د جرمني په دفاع وزارت کې تر دغو بحثونو مخکې د جرمني دفاع وزیره انه­ګریت کرامپ-کارنباویر او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپلو کې خبرې کوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د دغه هېواد د درېیو عمده سیاسي جهتونو، زرغون ګوند، خپلواکو ډموکراتانو، سوسیال ډموکراتانو او د محافظه... Читать дальше...

په کابل کې زرګونه کسان د پاسپورټ د دفتر مخته راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د پاسپورټ دفتر د پرانیستلو له اعلانه یوه ورځ وروسته نن په کابل کې زرګونه کسان د پاسپورټ د دفتر مخته راټول شوي چې د پاسپورت تقاضا وکړي.  د راپورونو له مخې، د طالبانو امنیت ساتونکو ځیني کسان ووهل چې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ مخه ونیسي.  طالب چارواکي وايي چې د پاسپورټ وېش به د شنبې له ورځې پیل کړي.  د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاسپورټ او تذکرې دفترونه تړل شوي وو.

اسټرالیايي لوبغاړو د افغانستان په اړه د خپل هېواد د پرېکړې دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیايي لوبغاړي وايي، په هغه صورت کې چې طالبان د ښځو د سپورټ مخالفت کوي له افغانستان سره د ټېسټ لوبې د لغوه کولو په اړه د خپل هېواد د کرکټ بورډ د پرېکړې ملاتړ کوي.  د اسټرالیا د کرکټ اداره، کرکټ اسټرالیا وايي، که هغه راپورونه تایید شي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی، د نوومبر په ۲۷مه به له افغانستان سره ټېسټ لوبه لغوه کړي.  د افغانستان کرکټ بورډ تېره میاشت وویل چې د ښځو سپورټ ته ژمن دی.  د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق تېره میاشت ازادي راډیو ته... Читать дальше...

تاجکستان: سږ افغانستان ته یو نیم میلیون کیلو واټه برېښنا صادروو

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان وايي، سږ کال به افغانستان ته یو نیم میلیون کیلو واټه برېښنا صادره کړي.  د تاجک چارواکو په وینا، د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستانه یو میلیون او سل زره ډالره پوروړی دی.  له بلې خوا د افغانستان برېښنا شرکت مسوولان وايي، دا هېواد د برېښنا له درکه له ګاونډیو هېوادونو ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی.  تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې افغانستان باید د سېپټمبر تر پایه ګاونډویو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا ۹۰ میلیونه ډالره پور ورکړي.  افغانستان له تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي.

نامعلومو وسله والو په جلال اباد کې دوه طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې دوه طالبان وژلي او درې ملکیان یې ټپیان کړي دي. یوې ځایي سرچینې ازادي راډیو وویل چې نامعلومو وسله والو نن سهار شااوخوا ۷بجې د جلال اباد ښار په لغمان هډې سیمه پر دوو طالب ځواکونو ډزې وکړې چې له امله دوه طالبان ووژل او درې تنه ملکیان ټپیان شول. تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په قلعه اخوند سیمه کې د دغه ولایت د کوز کونړ د ولسوال حمزه پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه چې د روغتیایي سرچینو... Читать дальше...

نا پیژاندو وسله والو په لغمان کې یو دیني عالم وژلی

Pa.azadiradio.com 

نا پیژاندو وسله والو په لغمان ولایت کې یو دیني عالم وژلی دی. د لغمان د اطلاعاتو کلتور ریاست مسؤلان هم یاده پېښه تائیدوي او وایي چې تېر ماښام ناوخته د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند چهارباغ سیمه کې د یوه جامع جومات خطیب نور الوهاب د ناپېژنده وسله والو له لوري د لمانځه پر مهال وژل شوی او عاملین یې له سیمې تښتیدلي دي. سرچینه وایي، وژل شوی دیني عالم د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و. تراوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

له افغانستان د امریکايي سرتیرو وتل؛ امریکايي استازو له بایډنه سپیناوی غوښتی

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو موضوع، د جمهور رییس جوبایډن د حکومت لپاره په یوه جنجالي پروسه بدله شوې. د ښاغلي بایډن اداره نه ده‌ توانېدلې چې په کور دننه په دې اړه د یوه روښانه سپیناوي په ورکولو سره د ټولو ښکېلو اړخونو قناعت خپل کړي. تازه د مک‌کانل په مشرۍ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ۳۹ کسیزې ډلې چې ټول یې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي، یوه څېړنیز لایحه چمتو کړی او د جمهور رییس جو بایډن له حکومته یې غوښتي، څو له افغانستانه د وتلو په اړه ټول معلومات او سندونه چې له دوی سره شته، د استازو جرګې ته وسپاري. Читать дальше...

د کرنې وزارت خپلو شریکانو ته: د نیمګړو پروژو کارونه بیا پیل کړئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خپلو ټولو شریکانو غوښتي چې د خپل نیمګړو پاتې پروژو کارونه بیا پیل کړي. په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت له خوا خپره شوې راغلي، په دې سره به د خلکو اقتصادي ستونزې تر یو بریده هوارې او دوی ته د کار زمینه هم برابره شي. په خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، تېره ورځ یې په دې اړه د همکاراو موسسو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې کرنه د افغانستان د خلکو د اقتصاد بنسټ دی او دېری افغانان په کرنه بوخت دي. نوموړي دغه شان د تولیداتو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Туркина

Появился трейлер исторического детектива «Плевако» с Сергеем Безруковым в роли легендарного российского адвоката





Персональные новости
#123ru.net

Врач дерматолог-косметолог Мадина Байрамукова: в чем отличие химических фильтров от физических





د افغانستان بانک: ټول دولتي ادارې دې په افغانیو معاملې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک ټولو دولتي او خصوصي ادارو او موسسو څخه غوښتي چې خپل تړونونه، پولي معاملې او نورې اقتصادي راکړې ورکړې په افغانیو وکړي. په هغه خبرتیا کې چې د دغه بانک له خوا خپره شوې راغلي، د دغه بانک د ۳۳ مادې پر بنسټ دا چې د افغانستان پولي واحد افغانۍ دی، نو باید په په ټولو پولي معاملو کې هم افغانۍ اساس وګرځول شي. د افغانستان بانک ویلي، له دې کار موخه اقتصادي پرمختګ دی. دا خبرتیا پرون ناوخته په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر پاڼه خپره شوې ده. Читать дальше...

غور کې لس زره ماشومان خوار ځواکه دي چې ١٧٠ يې مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

لسګونه خوارځواکي ماشومان دا مهال د غور د فیروزکوه ښار مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. ځایي چارواکي وايي چې دغلته د روان کال له پیل راهیسې تر لسو زرو ډېر ماشومان په خوار ځواکۍ اخته شوي چې تر ١٧٠ زيات يې مړه شوي دي. د بې وزلۍ په زیاتېدو چې وچکالي او د اقتصادی فعالیتونو بندېدل یې اصلي لاملونه دي، وېره ده چې په غور ولایت کې به په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر تر دې هم زيات شي. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې نږدې یو میلیون ماشومان د سختې خوار ځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره وګورئ... Читать дальше...

ترکیې او اذربایجان ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې او اذربایجان پوځي ځواکونو ګډ پوځي تمرینات پیل کړي دي. انقرې او باکو، د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان له جګړې وروسته خپل اړیکي پراخې کړي دي. ګډ پوځي تمرینات پرون پیل شول او د اکتوبر تر اتمې پورې به دوام وکړي او دا په داسې حال کې ده چې د اذربایجان پولو ته نژدې دایران له پوځي تمریناتو وروسته د باکو او تهران ترمنځ اړیکي هم ترینګلي شوي دي. د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې د ارمنستان او ایران پولې ته نژدې د اذربایجان په نخجوان سیمه کې په دې عملیاتو کې د دواړو هېوادونو... Читать дальше...

اروپایي ټولنه پر دفاعي مسایلو، امریکا او چین سره د اړیکو په اړه غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مشرانو، له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته په خپله لومړۍ غونډه کې د دفاعي مسایلو، امریکا او له چین سره د اړیکو په اړه خبرې وکړې. د سلووینیا په بردو ښار کې د دې غیر رسمي غونډې اصلي هدف د روانې میاشتې په وروستیو کې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې او په مارچ میاشت کې د اروپايي ټولنې د دفاع په اړه د بحث لپاره د غونډې پر تیاریو خبرې وشوې. په پرون ماښامنۍ غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت په ګډون د وروستیو پرمختګونو په اړه په نړیوال ډګر کې د اروپايي ټولنې پر رول بحث وشو. Читать дальше...

نړیوال بانک: د منځنۍ اسیا اقتصادي وده په افغانستان پورې تړلې

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک وايي چې د منځنۍ اسیا اقتصادي وده ښايي د افغانستان او سیمې په هېوادونو کې د ثبات په اړه د اندېښنو له کبله کمزوری وي. نړیوال بانک نن چهارشنبه (د تلې په ۱۴مه) د اروپا او منځنۍ اسیا د اقتصاد په اړه په خپل نوي راپور کې وویل چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو اقتصادي وده په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د بیو د لوړېدو له کبله د لوړې کچې له انفلاسیون سره-سره، ښايي د پانګونو او اقتصادي فعالیتونو په مټ په سلو کې ۴،۳ وي. د نړیوال بانک د اټکل له مخې د سیمې د لوی هېواد قزاقستان اقتصادي وده اوس مهال ۳،۵ ده او په راتلونکي کال کې به ۳،۷ ته لوړه شي. Читать дальше...

د هوا پېژندنې اداره: د هوا بدلون سره نړۍ کې د اوبو کچه ټیټه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې د نړیوالې ادارې مشر وایي، د هوا له بدلون سره په نړۍ کې د اوبو کچه ټیټه شوې ده او طبیعي ناوړه پېښې په زیاتېدو دي چې هم ژوند ګواښي او هم نړیوال اقتصاد. پیټري تالاس د سې شنبې په ورځ په جنیوا کې خبري غونډې ته وویل: "د اقلیم د بدلون تر ټولو ستر بدلون د اوبو له درکه احساسېږي او دا د طبیعي افتونو بنسټ دی، په حقیقت کې دا هغه پېښې دي چې بیا-بیا تکراریږي چې د انسان پر ژوند او اقتصاد اغېزې شیندي." ښاغلي تالاس په دوه زره یو ویشتم کال کې خلکو ته د اوبو او هوا په اړه د خپل راپورد... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге назвала главные стимулы россиян для систематических занятий физкультурой и спортом


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии





Путин в России и мире
Москва

BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»



Москва

Травля учеников в забайкальском посёлке. Громкая история дошла до Москвы

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net