د کرنې وزارت خپلو شریکانو ته: د نیمګړو پروژو کارونه بیا پیل کړئ
![د کرنې وزارت خپلو شریکانو ته: د نیمګړو پروژو کارونه بیا پیل کړئ](https://gdb.rferl.org/A3079D38-E226-489D-B37A-C1DDA71FD230_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خپلو ټولو شریکانو غوښتي چې د خپل نیمګړو پاتې پروژو کارونه بیا پیل کړي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت له خوا خپره شوې راغلي، په دې سره به د خلکو اقتصادي ستونزې تر یو بریده هوارې او دوی ته د کار زمینه هم برابره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، تېره ورځ یې په دې اړه د همکاراو موسسو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې کرنه د افغانستان د خلکو د اقتصاد بنسټ دی او دېری افغانان په کرنه بوخت دي.
نوموړي دغه شان د تولیداتو د کچې د لوړولو او د کیفیت پر پیاوړتیا هم ټېنګار کړی دی.