Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2021

Новости за 29.10.2021

هرات کې د اختیارالدین لرغونې کلا مو لیدلې؟

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت اختیارالدین کلا د افغانستان د ډېرو لرغونو ودانیو څخه شمېرل کېږي. د هرات اوسنی ارګ چې د هرات شمال خوا ته پروت دی، پخوا د اختیارالدین کلا په نوم مشهوره وه؛ دا کلا د ملک فخرالدین کرت "۷۰۵ ـ ۷۰۶هـ ق" د زمانې له بناوو څخه ده. د اختیارالدین کلا د هرات ولایت په مرکز کې واقع ده چې د افغانستان د پرتمین تاریخ څرګندونه کوي او د عصري ښار په منځ کې ځای لري. د ازادي راډیو یوه مینه وال د اختیارالدین د کلا ځینې عکسونه رالیږلي، دلته یې انځوریز راپور وګورئ:

د سربیا پارکونو او کمپونو کې د بې برخلیکه افغانانو د سختیو ډک ژوند

Pa.azadiradio.com 

بې برخلیکه افغان پناه غوښتونکي د اروپا ساړه ژمي اندېښمن کړي دي. لسګونه افغان پناه غوښتونکي اوس وخت د سربیا په پارکونو او کمپونو کې له سختیو ډک ژوند تېروي. هغوی اندېښمن دي چې د ژمي په را رسېدو سره به لا شرایط سخته شي. ټول دا افغانان هغه کسان دي چې اروپا ته د رسېدو په هیله له افغانستان راوتلي دي. د ازادي راډیو خبریال د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې له یو شمېر دغو افغان پناه غوښتونکو سره لیدلي او خبرې يې ورسره کړي. دا ویډیويي راپور دلته وګورئ:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه؛ بریا د پاکستان په برخه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ په شل اوورېزه لوبه کې پاکستان د ۵ لوبغاړو په سوځیدو له افغانستانه لوبه وګټله. افغانستان په خپله پاڼۍ کې ۱۹ اووره لوبولي ږو او پاکستان ته یې ۱۴۸ منډو هدف وټاکه. پاکستان په خپل وار یاد هدف په ۱۹ اوورونو کې پوره او د لوبې بریا یې خپله کړه. دا لوبه نن په دوبۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه. ددې لوبې نندارې ته ډېری شمېر افغانان او پاکستانیان راغلي چې دا مسابقه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه او له فشاره ډکه وه. په روان نړیوال شل اووره جام کې پاکستان تراوسه... Читать дальше...



کرکټ؛ د دوبۍ نړیوال لوبغالی د افغاني او پاکستاني نندارچیانو ډک دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د لوبې د لیدو لپاره زرګونه نندارچیان دوبۍ کې لوبغالي ته تللي دي. د دوبۍ نړیوال لوبغالی د افغانستان او پاکستان د لوبډلو له زرګونه مینه والو ډک دی. دا دواړه لوبډلې د شل اووریز کرکټ د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې د سیالۍ ډګر ته راوتلی دي. د لوبې له پیلېدو مخکې د دواړو لوبډلو مینه والو په اوږدو لیکو کې لوبغالۍ ته د ننوتو لپاره انتظار وکړ. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یوه مینه وال دا ویډیويي تصویرونه ازادۍ راډیو ته استولي دي.

طالبانو پاکستان کې د افغانستان سفارت ته نوی استازی ټاکلی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د چارو د پرمخ بیولو لپاره نوی استازی ټاکلی دی. دا خبره د طالبانو مهمو سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړې. محمد شکیب په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر یا شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی. سره له دې چې پاکستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو افغانستان دغه هېواد ته خپل نوی شارژدافیر معرفي کړی. له دې سربېره افغانستان په کوټه او پېښور ښارونو کې هم دوو خپلو قونسلګریو ته ور پېژندلي دي. تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو... Читать дальше...

'اوچا' اداره: د روان کال تر پایه به ۳ میلیونه افغان ماشومان خوارځواکه شي

Pa.azadiradio.com 

اتلس کلنه نادیه چې د کابل ښار په یوه برخه کې ژوند کوي وايي، د بې وزلي له ستونزو سره لاس او ګريوان ده او وايي مرستې په نوم دې په عمل کې څه نشته. نوموړې چې د افغانستان له شماله له تېرو څلور میاشتو راهیسې د جګړو له امله بې ځایه شوې وايي، تر اوسه یې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې: "موږ مرستې نوم اورو، خو لا تر اوسه مو په سترګونو نه دي لیدلي، اعلان وشي چې دومره مرستې له افغانستان سره کېږي خو موږ چې اصلي اړمن یو موږ ته نه را رسېږي." ښايي دا یوازې نادیه نه وي چې له دې برخلیک سره مخ شوې ممکن د دې... Читать дальше...

د بشر حقونو سازمان: سیمه ییز طالبان ولایتونو کې سخت قوانين پلي کوي

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو د څار سازمان یا 'Human Rights Watch' ویلي چې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په ولایتونو کې تر هغه سخت او قیدوونکي قوانين پلي کوي چې په کابل کې د دغې ډلې د چارواکو له خوا اعلان شوي دي. دغه سازمان نن جمعه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تېرکال د امر بلمعروف او نهی عنی المنکر د کمېسیون د جوړېدو کړنلاره صادر کړې وه. دغې ډلې د خپل کنټرول د سیمې تر پراخېدو وروسته یاده کړنلاره هم اصلاح کړه. طالبانو په وروستیو اونیو کې د ښځو چارو وزارت پر امر بلمعروف او نهی عنی المنکر تبدیل کړ. ... Читать дальше...



نننۍ لوبې ته یوه لنډه کتنه، راشد خان پیغام لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټیمونه نن ماښام په نړیوال شل اوریز جام کې لوبه کوي. د دوی دواړو لوبه د دوبۍ په سټډیوم کې ترسره کېږي چې د ۲۵ زره ننداره چیانو وړتیا لري. د لوبې ټکټونه وار دمخه خرڅ شوي. صفي الله ستانکزی دې لوبې ته لنډه کتنه لري.

اوچا ادارې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږۍ ادارې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږۍ ادارې یا OCHA ویلي، افغانستان په ډېره چټکۍ سره د نړۍ پر یوه لوی بحران ځپلي هېواد د بدلېدو په حال کې دی. د یادې ادارې مشرې الزابیت موسرات کارلیسون په خپل ټویټرپاڼه کښلي چې افغانستان کې همدا اوس  ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. دې ویلي چې له هرو درېیو ماشومانو دوه له لوږې ځوریږي.  دې ته په ورته مهال، د خوړو نړیوال سازمان... Читать дальше...

امریکا سوډان کې پوځي کودتا د دغه هېواد لپاره یو لوی په شا تګ بللی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن په سوډان کې پوځي کودتا د دغه هېواد لپاره یو لوی په شا تګ بللی.  هغه ویلي چې هېواد یې له هغه معترضانو ملاتړ کوي چې د ملکي رهبرانو په ملاتړ سړکونو ته راوتلي دي.  ولسمشر بایډن په هغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه زیاته کړې: "نظامي چارواکو ته زموږ پیام واضح دی چې د سوډان خلکو ته د سوله ییز لاریون اجازه ورکړل شي او ملکي حکومت بیا فعاله کړي."  همدا راز د ملګرو ملتونو ۱۵ نورو غړو په سوډان کې د ملکي حکومت د بیا احیا غوښتنه کړې.  درې ورځې دمخه د سوډان ملکي حکومت سقوط... Читать дальше...

WHO: د ۲۰۲۲ تر پایه کرونا سره مبارزې ته۲۳ میلیارډو ډالرو ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۲۰۲۲ میلادي کال تر سېپټمبر میاشتې پورې میلیارډونو ډالرو ته اړتیا لري.  دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د سویس په جنیوا ښار کې وویل چې کابو ۲۳ میلیارډو ډالرو ته اړتیا ده ،څو د لږ تر لږه پنځه میلیونو وګړو له مړینې مخ نیوی وشي او د نړۍ اقتصاد ته د پنځه میلیارډو او درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت زیان ونه رسیږي.  'ډبلیو. اېچ. او' ویلي، د واکسین او درملو نابرابره وېش کولی شي چې نړۍ د کرونا ویروس د چټک پرمختګ سبب شي.  په همدې... Читать дальше...

افغان کرکټر راشدخان له خپلو پلویانو غوښتي چې یوازې له لوبې خوند واخلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان  د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاري راشد خان له خپلو پلویان غوښتي چې نن په دوبۍ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د لوبې په درشل کې خپل ارامښت وساتي. راشد خان دا خبره په یوه ویډیويي پيغام کې له پاکستان سره تر لوبې مخکې کړې وه: "بې له شکه چې د پاکستان پر وړاندې لوبه تل ښه وي. ان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اسیا  جام او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په نړېوال جام کې لوبې وشوې او همدا راز دا به د یوې لوبې په ډول داوم کوي. خو زه له ټولو پلویانو غواړم چې تاسو باید پوه شئ چې ارام او قرار اوسئ او له لوبې خوند... Читать дальше...

پر افغانستان د طالبانو واکمني، یو شمېر مطبعې لیلام ته وړاندې شوي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نورو کاروبارونو ترڅنګ د چاپ صنعت هم سخت زیانمن شوی دی. د کتابونو او بېلابېلو چاپ کېدونکو توکو د چاپ ګرد وهلي ماشینونه چې د خرابېدو له ویرې ښايي په میاشت کې یو ځل د لنډ مهال لپاره چالان شي. خو څو میاشتې وړاندې ښايي د چاپ دې ماشینونو د درېدو او دمې لپاره ډېر کم وخت درلود. په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې بې ‌وزلۍ او بې کارۍ سربېره د کرونا وبا خپرېدل او د نظام بدلون هغه څه دي چې وروستیو کې یې په دې هېواد کې د چاپ صنعت چارې اغېزمنې کړي دي. کاروباریان يې اړ شوي چې د چاپ وسایل په نیمه بیه وپلوري. Читать дальше...

ایران به ښځو ته د فوټبال سټډیومونو ته د تګ اجازه ورکړي او که نه؟

Pa.azadiradio.com 

د ایران پارلمان ښايي په دې اړه پرېکړه وکړي چې ښځو ته د فوټبال سټډیومونو ته د تګ اجازه ورکړل شي او که نه؟   په دې وروستیو کلونو کې د فوټبال نړیوال فډراسیون یا فیفا پر ایران فشار راوستلی چې ښځو ته دا اجازه ورکړي.  په ایران کې چې محافظه کار هېواد بلل کېږي، له څلورو لسیزو راهیسې ښځو ته اجازه نه شته چې په سټډیومونو کې د فوټبال د مسابقو نندارې ته ورشي.   د ایراني رسنیو په وینا، د ایران د فوټبال فډراسیون عمومي مشر، حسن کامرانیفر پرون وویل چې دغه فډراسیون په دې اړه پارلمان ته یوه مسوده سپارلې ده. ... Читать дальше...

ولسمشر جو بایډن نن جمعه اروپا ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن نن جمعه اروپا ته ورسېد چې په دې سفر کې به د نړۍ د شلو لویو  اقتصادلرونکو هېوادونو یا جي۲۰ ډلې په سرمشریزه کې هم برخه واخلي.   ولسمشر بایډن به د ایټالیا په پلازمېنه روم کې په دې سرمشریزه کې د ګډون تر څنګ له متحدانو سره د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي او د نړۍ د کاتولیک عیسویانو له مشر، پاپ فرانسیس سره یې یوه جلسه هم پلان شوې ده.   د امریکا ولسمشر به د سکاټلنډ په ګلاسګو کې د اقلیمي بدلون په اړه په یوه کنفرانس کې هم برخه واخلي.   د نړۍ هېوادونه... Читать дальше...

طالبانو شیخ مولوي عبدالحکیم د سترې محکمې رييس وګوماره

Pa.azadiradio.com 

طالبانو شیخ مولوي عبدالحکیم د سترې محکمې رييس وګوماره.   د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شیخ محمد قاسم د سترې محکمې قضايي مرستیال او شیخ عبدالمالک اداري مرستیال ټاکل شوي دي.  په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې شیخ مولوي فریدالدین محمود د علومو اکاډیمۍ رييس ګومارل شوی دی.  طالبانو چې د اګسټ په ۱۵مه نېټه واک ترلاسه کړ، تر اوسه پورې تقریباً ټولې چوکۍ خپلو ملایانو ته ورکړي او له دې کبله له انتقادونو سره مخامخ شوي دي.   د طالبانو له لوري د کابل پوهنتون د ریاست... Читать дальше...

امریکا ځپل شوېو افغانانو ته ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته استولې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د روان بحران له کبله ځپل شوېو خلکو ته یې ۱۴۴ میلیونه ډالره نوره بشري مرسته استولې ده.  د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه ناوخته وویل چې دا مرسته یې په افغانستان کې د وروستي بحران اغېزمن شوېو او دغه راز په سیمه کې افغان کډوالو ته استولې ده.  د دغه وزارت پر اساس له دې سره په روان ۲۰۲۱ کې له افغانانو سره د امریکا بشري مرستې ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته ورسېدې.  تردې یوه ورځ وړاندې د بریتانیا صدراعظم وویل چې هېواد به یې له افغانانو سره بشري... Читать дальше...

خبریالان: ۲ میاشتو کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي تر ۳۰ ډېرې پېښې ثبت کړي دي.  د دې اتحادیې پر اساس، له خبریالانو سره تر ۹۰ سلنې ډېر تاوتریخوالی طالبانو کړی دی.  د دې اتحادیې په راپور کې ویل شوي چې په سلو کې ۱۰ نورې پېښې د نامعلومو کسانو له لوري شوي دي.  د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې مسوول مسرور لطفي پرون پنجشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دوی له لوري د تاوتریخوالو په ثبت شوېو پېښو کې ۴۰ سلنه د وهلو - ټکولو او نورې د بد رد ویلو او ګواښلو دي.


Музыкальные новости
Баста

Нейромонах Феофан, Инстасамка и Баста выступят летом в рамках ПМЭФ-2024





Персональные новости
Владимир Путин

Путин поручил правительству РФ утвердить программы развития десяти регионов





پر افغانستان د طالبانو واکمني؛ پاکستان کې هم پر کاروبار اغېز پریوتی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره نه یوازې په افغانستان کې بلکې په پاکستان کې هم د یو شمېر خلکو کاروبار اغېزمن شوی دی.  د خیبر پښتونخوا د شاتو سوداګر وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوو هېوادونو د شاتو صنعت ته سخت تاوان اوښتی دی.  د دوی په وینا، نه یوازې له پاکستانه افغانستان ته د شاتو صادرات کم شوي بلکې په پاکستان کې د شاتو په کاروبار کې د افغان سوداګرو پانګونه هم تقریباً په ټپه درېدلې ده.  د خېبر پښتونخوا د شاتو د اتحادیې مرستیال شیخ ګل بادشاه وايي، د پخوا... Читать дальше...

جرمني اروپا ته د زرګونو کډوالو د لویې څپې په اړه خبرداری ورکړ 

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له بېلاروس سره د اروپايي اتحادیې د لوېدیځو پولو له لارې د زرګونو کډوالو د نوې لویې څپې په اړه خبرداری ورکړ.  د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست شیهوفر (Horst Seehofer) پرون پنجشنبې بېلډ ټلوېزیون ته په مرکه کې وویل، د کډوالو د دې نوې څپې اکثره د منځني ختیځ او افغانستان پناه غوښتونکي دي: "دوې ورځې مخکې په دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره موږ په یوه ورځ تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال لرل. که دا په میاشت کې ضرب کړئ، بیا نو تاسو پوهېږئ چې اقدام ته فوري اړتیا ده."  ده د کډوالو د بحران د بدتره... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره مخ کیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اووره جام سیالیو په دوام کې نن په دوبۍ کې له پاکستان سره مخامخ کېږي. افغانستان او پاکستان د دې جام په سیالیو کې چې په متحده عربي اماراتو او عمان کې کېږي، په دوهم ګروپ کې دي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند او د نشریاتو رييس فرید هوتک د نننۍ مسابقې په اړه وویل چې افغان لوبغاړي به په لوړه روحیه د مسابقې میدان ته ووځي: "افغان کرکټ لوبډلې د دې سیالۍ لپاره پوره چمتووالی نیولی او په لوړه روحیه به میدان ته ووځي." پرون د افغانستان او نړۍ نامتو باولر راشد خان... Читать дальше...

متقي: نړیوال دې له امریکا وغواړي چې د افغانستان کنګلې پیسې ازادې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون ماښام په دوحه کې د ۱۴ هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره د افغانستان د اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.  د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د دې ناستې اکثره برخه وال د اروپايي هېوادونو سفیران او استازي وو. د ښاغلي کریمي په وینا امیرخان متقي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د امریکا له متحدو ایالاتونو وغواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.  د طالبانو حکومت تراوسه پورې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. Читать дальше...

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ لوبه او نندارچیانو ته د راشدخان سپارښتنې

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په نړیوال شل اووره جام کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې په درشل کې د افغانستان او نړۍ نامتو باولر راشد خان د دواړو ټیمونو له مینه والو وغوښتل چې له یو بل سره ښه چلند وکړي. اټکل کېږي چې ډېر شمېر افغانان او پاکستانیان به د نننۍ مسابقې د لیدو لپاره لوبغالي ته لاړ شي. دوه کاله پخوا په انګلستان کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې پر مهال د دوو ټیمونو د مینه والو ترمنځ اخوډب شوی و. نننۍ مسابقه به د دواړو لوبډلو لپاره مهمه او له فشاره ډکه وي. په روان نړیوال شل اووره جام کې پاکستان تراوسه... Читать дальше...

د افغانستان په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو ناسمه وړاندوینه

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د متحدو ایالتونو د استخباراتي ادارو په جامع راپورونو کې د طالبانو له لوري د کابل ښار د چټک نیولو اټکل نه و شوی.  وال ستریټ ژورنال وايي، د امریکا د څلورو کلیدي استخباراتي ادارو د نژدې ۲۴ راپورونو مواد یې ترلاسه کړي چې په اکثرو کې وړاندوینه شوې چې طالبان به کابل ونیسي، خو هېڅ یوه دا اټکل نه و کړی چې دا کار به په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان لا هلته موجود وو، د اګسټ په نیمايي کې کېږي.  وال ستنریټ ژورنال د مثال په توګه یادونه کوي، صرف یوه میاشت وروسته له دې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии водных видов спорта в Ставрополье


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Фалей уступила в квалификации открытого чемпионата Франции по теннису


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения





Путин в России и мире
Москва

НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

Среди петербургских музыкантов СМИ чаще всего упоминают Розенбаума и Шклярского



Москва

Участникам ПМЭФ-2024 напомнили о порядке сдачи ПЦР-тестов

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net