متقي: نړیوال دې له امریکا وغواړي چې د افغانستان کنګلې پیسې ازادې کړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون ماښام په دوحه کې د ۱۴ هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره د افغانستان د اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د دې ناستې اکثره برخه وال د اروپايي هېوادونو سفیران او استازي وو.
د ښاغلي کریمي په وینا امیرخان متقي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د امریکا له متحدو ایالاتونو وغواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
د طالبانو حکومت تراوسه پورې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
طالبان وايي چې د رسمیت پېژندلو ټول شرایط یې پوره کړي، خو دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا هم په اکثرو ولایتونو کې نجونو ته د زده کړو او کار په شان ابتدايي حق نه دی ورکړی.