Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2021

Новости за 13.10.2021

جګپوړی اروپایي ډپلومات 'انریکي مورا' تهران ته ځي

Pa.azadiradio.com 

جګپوړی اروپایي ډپلومات چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو همغږه کوونکی دی، نن تهران ته ځي. انریکي مورا په ټویټر کې لیکلي دي چې دی به له ایراني چارواکو سره پردې وغږیږي چې په ویانا کې د اټمي تړون د شوېو خبرو د بیا پیلېدو لپاره بېړه په کار ده. ښاغلي مورا زیاته کړه چې دا خبرې دې له هغه ځایه چې تېر جون میاشت کې دریدلې وې بیا پیل شي. تمه ده چې د ایران د مرکچي پلاوي مشري د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علي باقري کني وکړي. باقري کني په ټویټرکې لیکلي دي چې د خبرو... Читать дальше...

روسیه: امریکا پر افغانستان د برید پرمهال د دغه هېواد تاریخ ته پام ونه کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر وایي، د امریکا متحد ایالاتونو پرافغانستان د برید پر مهال د دغه هېواد تاریخ او فرهنګ ته پاملرنه ونه کړه. ولادیمیر پوتین زیاته کړه چې له بده مرغه دا په دې هېواد کې یوه تراژیدي وه. ښاغلي پوتین پرون په مسکو کې د انرژي کنفرانس په ترڅ کې د یوه سوال په ځواب کې دا خبره داسې روښانه کړه: "ازادي او ډموکراسي څوک د یوه ولس له دود او رواجه نه شي بېلولی. متحد ایالاتونه د افغانستان د خلکو له رواجونو، کلتور او تاریخ څخه په سرغړونه افغانستان ته داخل شول او نتیجه یې دغسې غمجنه شوه." خو د روسیې... Читать дальше...

طالب حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ د ځینو هېوادونو چارواکي کابل ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د یو شمېر اسلامي هېوادو د بهرنیو چارو وزیران غواړي د کابل د سفر پرمهال له طالبانو سره پر دې خبرې وکړي چې نجونې پریږدي چې زده کړې وکړي او له زده کړو د نجونو ممانعت د اسلامي اصولو خلاف عمل دی. وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه نېټه کابل ونیو، دوی له شپږم ټولګې ورپورته نجونې له زده کړو را وګرځولې او تر اوسه یې یوازې په درېیو ولایتونو، کندز، بلخ او جوزجان کې نجونې پرې ایښې دي چې له شپږم ټولګي ورپورته هم زده کړې وکړي. د مزار شریف په ښار کې د الهام صداقت په نوم یوې زده کوونکې... Читать дальше...



طبي ډاکټران کورونو کې د ډاکټر له مشورې پرته د معتادينو درملنه خطرناک بولي

Pa.azadiradio.com 

څرنګه چې په دې وروستيو وختونو کې په افغانستان کې معتادينو ته نشه يي مواد اسانه په لاس نه ورځي، ډېری معتادین په خپله خوښه حاضر شوي چې د معتادینو په روغتيايي مرکزونو کې يې درملنه وشي، خو په ورته وخت کې د دې روغتيايي مرکزونو امکانات کم شوي او د پخوا په اندازه د معتادينو درملنه نه شي کولای.  دا چې اوس معتادينو ته د پخوا په شان نشه يي مواد په لاس نه ورځي، طبي ډاکټران دا وضعيت د نشې پرېښودلو لپاره ښه فرصت بولي او له کورنيو غواړي که د کورنۍ غړي يې د معتادينو په ځانګړو روغتيايي مرکزونو کې نه بستري کېږي،... Читать дальше...

ملګري ملتونه: په یو شرط له افغانستانه نړۍ ته د نشه يي توکو قاچاق ډېرېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې همدا اوس د افغانستان نيمايي نفوس بې وزلۍ ځپلي او بېړنیو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي هغو ګواښونو ته چې د افغانستان اقتصادي ستونزو له امله به نړۍ ته متوجه وي په اشارې سره وويل چې له دې ګواښونو څخه به يو هم په افغانستان کې د نشه يي موادو د کاروبار بیا وده وي. انتونیو ګوتیریش وايي، که نړیواله ټولنه د افغانانو اقتصادي ستونزو او بې کارۍ ته پاملرنه و نه کړي، په افغانستان کې به د نشه يي موادو قاچاق ډېر شي. دی وايي: "د افغانانو لپاره د خوراکي موادو... Читать дальше...

پاکستان ته د ايران پوځي مشر سفر څه هدف لري؟

Pa.azadiradio.com 

د ايراني پوځ مشر جنرال محمد باغري د دې هېواد د يوه لوړ رتبه پوځي پلاوي په مشرۍ د پاکستان په درې ورځني سفر دی. دغه پلاوی چې د اکټوبر په ۱۲مه اسلام‌اباد ته رسېدلی، د صدراعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په ګډون له يو شمېر لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخيز او سيمه‌ييز امنيت او ثبات خبرې کوي. محمد باغري په داسې حال کې د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی چې په دا وروستيو کې د دواړو په ګاونډ افغانستان کې طالبان واکمن شوي او يو شمېر افغانان پاکستان او ايران ته د اوښتو هڅه کوي. Читать дальше...

افغانستان کې ناچاره سندرغاړي او موسیقاران؛ یا کار بدلوي یا ښار

Pa.azadiradio.com 

موسیقي په افغانستان کې تاریخي مخینه لري، له پخوا راهیسې تر اوسه شته داسې څېرې چې په دغه هېواد کې د سنتي موسیقۍ د پرمختګ او ژوندي ساتلو په هڅه کې دي. تېرو ۲۰ کالو کې د افغان سندرغاړو او موسیقارانو لپاره د فعالیت ښه زمینه برابره وه، خو اوس د طالبانو په مشرۍ حکومت سره به د دوی برخلیک څه شي؟ ځکه طالبانو پخوا هر ډول موسیقي حرام بللې وه. محمد ابراهیم خواجه احراري ۲۰ کاله کېږي چې شپېلۍ غږوي او د مولانا تصوفي شعرونه وايي.  خپل وېښته‌یې د مولانا پېژندنې او د هغه د شعرونو په ویلو کې سپین کړي دي. خو... Читать дальше...

جرمني: د پولنډ او بلاروس له لارې د راتلونکو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني چارواکي وايي، د پولنډ او بلاروس له لارې د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی. د جرمني فدرال پولیس وايي، د اګسټ له میاشتې دغه هېواد ته تر ۴،۳۰۰ ډېر غیر قانوني کډوال ورغلي دي.  د دوی په وینا اکثره کډوال چې د عراق، سوریې، یمن او ایران وګړي دي، اسناد نه‌لري او د بلاروس له لارې ورغلي دي. اروپايي اتحادیې په بلاروس تور پورې کړی چې له کډوالو څخه د وسلې په توګه د نورو هېوادونو پر ضد کار اخلي.



مسلمیار: افغانستان کې هر څه د پردې تر شاه وشول

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له واکمنیدو راهېسې نژدې دوه میاشتې پوره شوې خو لا هم دا چې ولې د افغانستان پخواني دولت د پراخو امکاناتو د لرلو سربېره څو ورځو کې سقوط وکړ روښانتیا نه شته. د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د پخواني دولت له مهمو چارواکو څخه و. له نوموړې سره په دې اړه هېلۍ اسد مرکه کړې چې دلته یې کتلئ شئ.

افغانستان کې وچکالۍ ځپلو ته د 'مرستو بهیر' بیا پیل شو

Pa.azadiradio.com 

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت، په ولایتونو کې وچکالۍ ځپلو ته د مرستو د بهیر د بیا پیل خبر ورکوي. د دغه وزارت د بېړنیو حالاتو رئیس احمد نافع ازادي راډیو ته وویل، په دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، وچکالۍ د دوی کښتونه ځپلي او یو شمېر هم د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي دي. د بادغیس ولایت اوسېدونکی داوود وايي، د وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله‌یې، خپل کور کلی پرېښی او اوس د هرات ولایت د بې‌ځایه شویو په یو کمپ کې اوسېږي. Читать дальше...

د طالبانو حکومت د خپلو لیکو د تصفیه کولو لپاره کمېسیون جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د خپلو صفونو د تصفیې په نوم یو کمېسیون اعلان کړ، څو د دوی له لیکو هغه کسان وباسي چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي. دا کمېسیون د طالبانو په مشرۍ حکومت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست له لوړپوړو چارواکو تشکیل شوی او د یوه کاري طرزالعمل له مخې به، په ټولو ولایتونو کې خپل کار مخ ته وړي. د دې کمېسیون مشر لطف‌الله حکیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۱» د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، یو شمېر کړۍ شته چې غواړي د اسلامي امارت له نوم ګټه واخلي، خو ده وویل،... Читать дальше...

فنلند له افغانستان څخه د ۵۰ کسانو د ایستلو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

فنلند هڅه کوي چې له افغانستان څخه ۵۰ کسان وباسي. د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو ویلي چې هېواد یې غواړي دا کسان په مصون ډول له افغانستان څخه خپل هېواد ته ولېږدوي. په دې ډله کې ۳۰ فنلندي اتباع شامل دي او اټکل شوې چې ۲۰ تنه نور به هغه وګړي وي چې د فنلند د دایمي اقامت سندونه لري. فنلند د اګسټ میاشتې له ۱۱مې نېټې راورسته تر دې دمه له افغانستان څخه کابو ۴۰۰ کسان ایستلي دي.

امریکا هڅه کوي د اسراییل او عرب هېوادونو ترمنځ د 'ابراهام تړونونه' پراخ شي  

Pa.azadiradio.com 

د اسرایل، متحده عرب اماراتو او امریکا د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په واشنګټن کې درې اړخیزې خبرې کوي.  د دوی د خبرو په اجنډا کې به د ایران موضوع هم شامله وي.  واشنګټن هڅه کوي چې د اسرائیل او عرب هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو بهیر پراخ شي.   د ایران مسالې د اسرائیل او د خلیج د ځینو هېوادونو د نږدې کېدو له موضوع سره مرسته کړې ده.   د امریکا متحد ایالاتونه هڅه کوي چې د اسراییل او عرب هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو موافقې چې د ابراهام تړونونو برخې ګڼل کېږي- پراخې شي.   ابراهام تړونونه... Читать дальше...

امریکا جانس له افغانستانه د ایستونکو وګړو همغږې کوونکې ګمارلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د امریکايي اتباعو او د هغو افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی، د ایستلو د پروګرام لپاره نوې استازې ټاکلې ده.   د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې الزابیت جانس د سفیر جان بس پرځای له افغانستانه د وګړو د ایستلو د همغږې کوونکې په توګه ګمارل شوې ده.   اغلې جانس تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي د مرستیالې او په قزاقستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.   الزابیت جانس به له افغانستانه... Читать дальше...

د روسیې په مشرۍ امنیتي بلاک افغانستان سره نږدې پوځي تمرینونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په مشرۍ امنیتي بلاک چې د افغانستان یو شمېرګاونډي هېوادونه هم په کې شامل دي، د افغانستان او تاجکستان پولې ته نژدې پوځي تمرینونه کوي.  روسي رسنیو نن چهارشنبه (د تلې ۲۱مه) وویل چې دا تمرینونه به د روان اکتوبر په ۲۲ او ۲۳ ترسره شي.  د روسیې په مشرۍ په ډله ییز امنیتي تړون کې تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ارمنستان او بېلاروس شامل دي.

قطر: د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادولو لپاره لاره نه ښکاري

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادولو لپاره کومه څرګنده لاره نه ښکاري.  د افغانستان بانک د شااوخوا لس میلیارډه ډالرو شتمني له هېواده بهر په تېره بیا په متحدو ایالاتونو کې کنګل ده.  د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، په اوس وخت کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د دوی لپاره لومړیتوب نه لري، خو له طالبانو سره د نړیوالو تعامل مهم دی.  قطر په وروستیو ورځو کې له لوېدیځو هېوادونو سره د طالبانو د خبرو کوربه و.

پاکستان لاره تړلې؛ د هلمند او ارزګان بڼوال: لاره پرانیزئ، انارو مو خراب شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په سویلي ولایتونو ارزګان او هلمند کې بزګران وايي، سږکال انارو ښه حاصل ورکړی، خو د ګاونډیو هېوادونو سره د دروازو د تړلو له امله يې بیه د پخوا پرتله څو چنده راټیټه شوې. بڼوال وايي، د سپین بولدک او چمن دروازه دې ژر تر ژره پرانېستل شي، ځکه د لارې تړل دواړو لوریو ته لوی زیان رسولی دی. ۵۶ کلن میراغا د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د باباجي سیمه کې پر شااوخوا ۱۰ جریبه ځمکه د انارو بڼ جوړ کړی وايي، که څه هم سږکال يې باغ ښه حاصل ورکړی، خو د ګاونډویو هېوادونو سره د پولو تړل کېدو له امله یې بیه څو چنده ټیټه شوې ده. Читать дальше...

جوزجان کې د اضطراري ودانۍ یو ساختمان ورغول شو

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان د کرنې ریاست له خوا د اضطراري ودانۍ یو ساختمان ورغول شو. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپره کړه ویلي چې د جوزجان په دوکوه ولسوالۍ کې یې یو ساختمان د سیلابونو د ګواښونو د مخنیوي په خاطر جوړ کړی دی. په اعلامیه کې راغلي چې دا ساختمان یې د ملګرو ملتونو د پراختايي موسسې او د چاپیریال ساتنې د نړیوال صندوق د اقلیمي خطرونو د کمولو پروژې په مرسته (CDRRP) په ۱۱ میلیونه افغانۍ جوړ کړی چې د جوزجان د کرنې ریاست له خوا یې کارونه پای ته ورسېدل. دا ودانۍ... Читать дальше...

کابل کې د افغاني توکو یو څلور ورځنی نندارتون جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغاني توکو یو څلور ورځنی نندارتون په کابل کې جوړ شي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ټاکل شوې د روان کال د لړم میاشتې له ۱۵ مې نېټې تر ۱۸ مې نېټې پورې د افغاني محصولاتو دا ملي نندارتون جوړ کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ملي او نړیوالو پروګرامونو مسول خالد ارین د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارتون کې به متشبثین خپل محصولات لکه غالۍ، وچه مېوه، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه ډبرې نندارې ته وړاندې کړي. واک ته د طالبانو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Михаил Кутушов

Бизнес-эксперт Екатерина Паршина дала 3 совета, как не стать самодуром в компании





Персональные новости
Петербург

В Петербурге растет интерес к квартирам с отделкой white box





امریکا: د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په اړه زموږ سیاست نه دی بدل شوی

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ له غونډې دوه ورځې وروسته چې دواړو لورېو مثبته او بریالۍ بللې وه، متحده ایالات وايي، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادېدو په تړاو د دوی سیاست نه دی بدل شوی. په دوحه کې د امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ د غونډې یوه موضوع، د دې پیسو راخلاصېدل وو. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له غونډې وروسته ویلي و، هیله‌مند دی چې متحده ایالات د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي، خو دې هیلو ته د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي، ناهیلی کوونکی ځواب ورکړی. Читать дальше...

امریکا چمتو ده په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالات چمتو دي د کرونا ویروس له امله له میاشتو بندیز وروسته په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي.   د نیویارک د دموکرات سناتورې کریسټین ګلي برانډ دفتر پرون اعلان وکړ، امریکا پرېکړه کړې چې له کاناډا او مکسیکو سره خپلې پولې د هغو کسانو لپاره بېرته خلاصې کړي چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي.  متحده ایالات یوازې له همدې دوو هېوادونو سره ځمکنۍ پولې لري.  د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الیجاندرو میجرکاس دا پروګرام چې په اساس به یې د سیلانیانو په ګډون غیر ضروري سفرونو ته اجازه ورکول کېږي تایید کړی. Читать дальше...

نن د اسراییلي، عربي اماراتو او امریکايي ډپلوماټانو غونډه ده

Pa.azadiradio.com 

نن د اسراییل، عربي متحده اماراتو او امریکا لوړپوړي ډپلوماټانو یوه درې اړخیزه غونډه ترسره کېږي. تمه کېږي چې ایران د دوی د خبرو په سر کې وي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د اسراییل او متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیرانو یایر لاپید او شیخ عبدالله بن زید النهیان سره خبرې وکړي.  له اسلامي هېوادونو سره د اسراییلو د اړیکو ټينګښت هم د دوی د خبرو په اجنډا کې شامل دی.  متحده عربي امارات، بحرین او مراکش لومړني عربي هېوادونه دي چې له څو لسیزو وروسته یې له اسراییلو سره ډپلوماټیکې اړیکې ټېنګې کړي دي.

ملګرو ملتونه: هره ورځ افغانستان سره د مرستو وخت پای ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې هره ورځ له افغانستان سره د مرستو وخت پای ته رسېږي.  د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ پرون وویل چې د ژمي په را رسېدو په افغانستان کې په میلیونونو خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. بلوچ زیاتوي: "باید هېر نه شي چې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې تر ټولو ناوړه بشري بېړنی وضعیت پرې تېریږي. میلیونونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري. له درې نیم میلیونه څخه ډېر خلک د ناامنیو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي."  ښاغلي بلوڅ په کابل کې په یوه ویډیو کنفرانس... Читать дальше...

ایټالیا د افغانستان په تړاو د جي۲۰ سرمشریزه بریالۍ وبلله 

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د افغانستان په تړاو د جي شل فوق العاده سرمشریزه بریالۍ وبلله.  دراګي پرون د جي شل یا د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې په پای کې وویل:  "په ټوله کې، زه به دا غونډه بریالۍ وبولم ځکه زه باور لرم چې دا لومړی ځل دی چې مشرانو د افغانستان کړکېچ ته څو اړخیز ځواب ورکړی."   د جي شل په سرمشریزه کې پرېکړه وشوه چې له افغانستان سره یو میلیارد یورو مرسته وشي.  که څه هم طالبانو د افغانستان له اړمنو خلکو سره له دې مرستې هرکلی کړی دی خو دا مرستې د هغوی د حکومت له لوري خلکو ته نه انتقالیږي.

مالوچ څه وخت رامنځته شول او څه ارزښت لري؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د مالوچو یا پختې تاریخچې ته ځانکړی شوی دی چې په پیل کې به واورئ چې: مالوچ څه وخت رامنځته شول ؟ او څه ارزښت لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт оценила развитие района Филевский парк


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Камилла Рахимова

Рахимова на отказе соперницы вышла в четвертьфинал турнира в Рабате


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Никабы





Путин в России и мире
Москва

Путин встретился с патриархом Кириллом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Путин назвал продуктивными переговоры с Лукашенко в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Денис Мацуев

В Нижегородской филармонии впервые проходит Международный музыкальный фестиваль «Денис Мацуев представляет: Диалог поколений»



Москва

Сати Казанова проведет массовую практику Om Сhanting на Первом международном дне медитации

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net