Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2021

Новости за 13.10.2021

امریکا: غواړو افغانانو ته ډپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ برابر کړو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونه وايي، غواړي له نړیوالې ټولنې سره یوځای افغانانو ته ډپلوماتیک، بشري او اقتصادي ملاتړ برابر کړي.   سپینه ماڼۍ افغانستان وايي، ولسمشر جو بایډن د نړۍ د شلو اقتصادلرونکو هېوادونو یا جي شل  انلاین غونډې ته دا خبره پرون وکړه.  د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې د غونډې برخه والو د ټرورېزم او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د خطر په وړاندې د مبارزې د دوام پر اهمیت هم بحث وکړ.  د اعلامیې له مخې برخه والو ومنله چې د ښځو، نجونو او نورو اقلیتونو د اساسي-بشري حقونو  ملاتړ مهم دی.

هند: نړۍ دې نه پرېږدي چې افغانستان د ترورېزم په مرکز بدل شي

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم وايي، د نړۍ له هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې نه دې پرېږدي افغانستان د افراطیت او ترورېزم په مرکز بدل شي. ناریندرا مودي، تېره شپه په خپل یوه ټویټ کې ویلي، د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د ډلې یا جي شل په پرونۍ انلاین غونډه کې یې دا خبره وکړه. ښاغلي مودي په خپل ټویټ کې ویلي، ده په عاجل ډول له ځنډ پرته افغانانو ته د بشري مرستو پر برابرولو او د ټول­ګډونه حکومت پر تشکیل ټینګار وکړ. هند پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته په افغانستان کې د ټرورېزم د پراختیا په باب په وار- وار خبرداری ورکړی دی.

طالبان: کاپیسا کې د 'کاساـ زر' لپاره د برېښنا ۱۵۰ ستنې نصب شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، د کاساـ۱۰۰۰ پروژې د ملاتړ لپاره په کاپیسا کې د برېښنا ۱۵۰ ستنې یا پایې نصب شوې.  باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه پایې په حصه اول ولسوالۍ کې لګول شوي او ۳۵۰ نورې پایې به هم د برېښنا عمومي ریاست له خوا په کاپیسا کې ودرول شي چې زیات خلک د برېښنا له نعمته برخمن شي.   د کاساـ۱۰۰۰ په نوم پروژې له لارې قرغیزستان او تاجکستان ۳۰۰ مېګا واټه برېښنا افغانستان او ۱۰۰۰ مېګا واټه برېښنا پاکستان ته لېږدوي.  د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان ۱۴۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس مهال یې یوازې ۷۵۰ مېګا واټه لري. Читать дальше...



د کرکټ افغان ملي لوبډله: قطر کې مو تمرینات په شدت روان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وايي، په قطر کې یې د نړیوال جام د مسابقو لپاره چمتووالی او تمرینات په شدت روان دي.  د کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي، حضرت الله ځاځي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د نړیوال جام لپاره مو دلته ښه چمتووالی پیل کړی او تمرینات مو روان دي. که خدای کول موږ ښه خواري کړې او چمتووالی مو نیولی، ستاسو د هېوادوالو د دعاګانو په هیله." د کرکټ د شلو اوورونو د نړیوال جام مسابقې په متحده عرب اماراتو کې کېږي چې د افغانستان لومړۍ مسابقه به د اکتوبر پر ۲۵ مه وي.   افغانستان په دویمه... Читать дальше...

سرګي ریابکوف: امریکایان زموږ منطق او غوښتنو ته پام نه کوي 

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکو داسې اشارې ورکړي چې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له یوې لوړ-رتبه چارواکې سره یې د لوړې سطحې خبرې ګټورې نه وې.   دوی وايي، په مسکو کې د دغو خبرو پرمهال د سفارتونو د کار کوونکو د شمېر او نورو موضوعاتو په اړه زیاتې خبرې ناحله پاتې شوې.   د روسیې خبري اژانسونو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له درېیمې درجې چارواکې ویکتوریا نولاند سره یې خبرې ګټورې وې، خو ده خبرداری ورکړ چې وضعیت ښايي لا خراب شي. Читать дальше...

امریکا کې ۲تنه یوه هېواد ته د پټو اطلاعاتو د پلورلو په هڅه تورن شول 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د سمندري ځواک یو انجنیر او د هغه مېرمن یوه بهرني هېواد ته د سمندري ځواک د پټو اطلاعاتو د خرڅولو په هڅه تورن شول.  قاضي امر کړی چې دواړه تورن کسان به د دې اوونۍ تر پایه تر بلې محاکمې پورې په توقیف کې وساتل شي.   جاناتان او دیانا توبي (Diana Toebbe) پرون د لنډې شېبې لپاره ویسټ ورجنیا ایالت په یوه فډرال محکمه کې حاضر کړای شول.   په دې لنډکۍ محاکمه کې د دې قضیې په اړه هېڅ ډول واقعي معلومات له برخه والو سره شریک نه شول.   قاضي امر وکړ چې د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې... Читать дальше...

جرمني: چمتو نه یو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو څو ټولشموله نه شي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمه وايي، هېواد یې لا دې ته تیار نه دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، تر هغو چې دغې ډلې په خپل حکومت کې د ټولشمولۍ معیارونه پوره کړي نه وي. انګېلا میرکل چې د صدراعظمې په توګه یې کاري دوره په ختمېدو ده، پرون د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي شل ډلې رهبرانو ته تر وینا وروسته په یوه کنفرانس کې دا خبرې وکړې. تر دې مخکې د نړۍ نورو رهبرانو هم طالبانو ته چې د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې یې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ده، دې ته وَرته پیغام ورکړی دی. د فرانسې غبرګون د... Читать дальше...

اروپايي ټولنې افغانستان سره د یو میلیارد یورو په اندازه بشري مرستو ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت استازو د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د لومړي وار لپاره په داسې حال کې مخامخ خبرې وکړې چې دغې ټولنې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د څه باندې یو میلیارد یورو بشري مرستو ژمنه وکړه. د طالبانو پر افراطي ډله نړیوال فشارونه زیات شوي چې اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او د دغو مرستو هدف د بشري بحران د لا پراختیا مخنیوی ګڼل شوی دی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او ورسره ملګري پلاوي د امریکا،... Читать дальше...

مېل انلاین: اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین مېل انلاین ورځپاڼه ليکي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه وکړه. د فرانسپرس خبري اژانس په هغه راپور کې چې په دې ورځپاڼه کې خپور شوی، لولو چې اروپایي ټولنې د نړۍ د ۲۰ شتمنو هېوادونو چې د جي۲۰ ډلې په نوم هم یادېږي، په یوه مجازي غونډه کې له افغانستان سره د بشري ستونزو د هوارولو په برخه کې یو میلیارد ایرو چې ۱،۲ میلیارد ډالره کېږي، مرستې ژمنه وکړه.  د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون دیرلاین اعلان وکړ چې دغه مرستې به له دې سره مرسته وکړي چې افغانستان له لوی بشري او اقتصادي سقوط څخه وژغورل شي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Уимблдон

Экс-теннисист Ольховский: россияне могут хорошо выступить на Уимблдоне


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Российские компании придерживаются собственного подхода в ESG





Путин в России и мире
Москва

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Николай Цискаридзе

Цискаридзе высказался о спасении Волочковой



Москва

Глава СК РФ обвинил Берлин в несправедливом отношении к блокадникам

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net