د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه؛ بریا د پاکستان په برخه شوه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ په شل اوورېزه لوبه کې پاکستان د ۵ لوبغاړو په سوځیدو له افغانستانه لوبه وګټله.
افغانستان په خپله پاڼۍ کې ۱۹ اووره لوبولي ږو او پاکستان ته یې ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.
پاکستان په خپل وار یاد هدف په ۱۹ اوورونو کې پوره او د لوبې بریا یې خپله کړه.
دا لوبه نن په دوبۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه.
ددې لوبې نندارې ته ډېری شمېر افغانان او پاکستانیان راغلي چې دا مسابقه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه او له فشاره ډکه وه.
په روان نړیوال شل اووره جام کې پاکستان تراوسه درې مسابقې کړي او درې واړه یې ګټلي، خو افغانستان تراوسه یوه مسابقه کړې او په لوی توپیر یې ګټلې ده.