تاجکستان: سږ افغانستان ته یو نیم میلیون کیلو واټه برېښنا صادروو
![تاجکستان: سږ افغانستان ته یو نیم میلیون کیلو واټه برېښنا صادروو](https://gdb.rferl.org/516394b4-5d67-426d-9b63-d902cfd8533a_w800_h450.jpg)
تاجکستان وايي، سږ کال به افغانستان ته یو نیم میلیون کیلو واټه برېښنا صادره کړي.
د تاجک چارواکو په وینا، د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستانه یو میلیون او سل زره ډالره پوروړی دی.
له بلې خوا د افغانستان برېښنا شرکت مسوولان وايي، دا هېواد د برېښنا له درکه له ګاونډیو هېوادونو ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی.
تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې افغانستان باید د سېپټمبر تر پایه ګاونډویو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا ۹۰ میلیونه ډالره پور ورکړي.
افغانستان له تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي.