د امریکا عدلیې وزارت: یو افغان د سړي تښتونې سربېره په نورو جرمونو هم تورن شو
![د امریکا عدلیې وزارت: یو افغان د سړي تښتونې سربېره په نورو جرمونو هم تورن شو](https://gdb.rferl.org/7AAD1975-281E-43F5-B02F-1B9C704C2E8E_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وایي یو افغان چې ۲۰۰۸ کال کې د سړي تښتونې له تورونو سره مخ و، اوس په نورو جرمونو هم تورن شوی.
حاجي نجیبالله چې د سړي تښتونې د تورونو د رسیدګي لپاره تېر کال له اوکرائینه امریکا ته انتقال شو، پرون پر امریکايي ځواکونو د بریدونو تور هم پرې ولګېد.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په نجیبالله باندې نوې دعوه په افغانستان کې د طالبانو د قوماندان په توګه د هغه کارونه دي چې له املهیې دی په بېلابېلو ترهګریزو جرمونو تورن بلل کېږي.
نجیبالله په دې تورن دی چې د امریکا د درېیو عسکرو او د هغوی د افغان ژباړونکي په وژنه کې لاس لري.
د عدلیې وزارت په تورن پاڼه کې دا ادعا هم شوې چې نجیبالله یا د هغه لاس لاندې کسانو د ۲۰۰۸ کال په اکټوبر کې یوه امریکایي هلیکوپټره هدف ګرځولې او نسکوره کړې یې ده.
د اسوشیټډ پرس د راپورونو له مخې د نجیبالله وکیل د نویو تورونو په تړاو له څه ویلو ډډه کړې ده.
تمه ده نجیبالله د اکټوبر په ۱۵مه د نیویارک په فدرال محکمه کې حاضر شي او د جرمونو د ثابتېدو په صورت کې به په عمري بند محکوم شي.