د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي
![د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي](https://gdb.rferl.org/B0AD5038-2E67-4BE2-9BB6-06CAA67DF08C_w800_h450.jpg)
نن او سبا د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي.
چکان داسې وخت دې ټاکنو کې ګډون کوي چې اوسنی صدراعظم او کاندید اندري بابېش د هغه د تجارت او بهرنیو جایدادونو په تړاو له ګڼو پوښتنو سره مخ دی.
وړاندوینې ښيي چې بابېش او د هغه ګوند "انو" (ANO) به مخکې وي، خو د رایو له اکثریت ګټو شاته بلل شوی.
د بابېش دوه ملاتړي واړه ګوندونه کیڼ اړخی سوشیال ډیموکرات او کمونېست ګوند ښايي کافي څوکۍ ونهګټي چې په پارلمان کې پاتې شي.
دا چاره به د دې لامل شي چې «ANO» ګوند د ښي اړخي ملتپالي ګوند سره ائتلاف وکړي.