ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي راپورتر پر ټاکلو سلا وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون (پنجشنبه) د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي راپورتر پر ټاکلو سلا وکړه څو په دې هېواد کې د طالبانو او نورو ښکېلو خواوو د سرغړونو په هکله پلټنې وکړي.
دا پرېکړه د چین، پاکستان او روسیې په شمول د ۵ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۸ موافقو رایو تصویب شوه.
د افغانستان لپاره ځانګړی راپورتر به په مارچ میاشت کې کار پیل کړي او ملګري ملتونه به د حقوقي مسئلو د څېړنې، عدلي طب او د ښځو د حقونو په برخو کې د متخصصانو مرسته ورسره وکړي.
د دغه راپورتر ټاکل د ملګرو ملتونو له لوري د بشري حقونو د وضعیت د څارلو د پیاوړتیا لور ته یو مهم لومړنی ګام بلل شوی دی.